د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
علامه ابوالفضل

بوله مادالله فضل

خداۍ ته حمداوثناوایم چي ظالم نه يم مظلوم يم
صرف په دي چي مسلمان يم اسلام غواړمه محکوم يم



(۱)دظالم دسترګوخاریم دمظلوم يمه ملګري
څوک مي نه سي غولولاۍا وس وهرچاته معلوم يم



(۲)ځمامالک غنی مولادي ځما نبي خیرالوری دۍ
په نیکي خوشحاله کيږم په بدي سره مغموم يم



(۳)پرالله مي توکل دي خداۍ ځما حافظ نصيردۍ
ټول جهان که مي بدخواه سي زه ډاډه يم چي معصوم يم



(۴)نه دمچ په بڼاک کړم نه دسپوغفاته ګورم
خپل کارونه مخ ته بیايم په همدې وجه مرحوم يم



(۵)تابه هم وي اورېدلي چي دلوۍ سړي کارلوۍ وي
لوۍ سړي يم لوۍ مي کاردۍ په لويې سره مزعوم يم




(۶)مامقیم دلته مه بوله مسافریمه راغلۍ
که نن دلته هلته ګرځم صبابیرته زه معدوم یم



(۷) کاربه خودکوم دفضل ځکه یمه ابوالفضل
بوله مادالله فضل خالص خمریم مختوم یم

د شاعر نور شعرونه ←