د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد الله تبسم

د محمد الله تبسم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد الله تبسم

زندګي مې د ګردو لاندې پرته ده
خپله ساه مې له پښو لاندې پرته ده
په پنځو څهرو مې مخې ته ولاړ دی
لا شپږمه یې تیارو لاندې پرته ده

دلته پلونه په دې لاره پراته نه دي
دلته لاره ددی پلو لاندې پرته ده
شاه سعوده* زه همدې نه په عذاب یم
چې ښکلا مې له لیمو لاندې پرته ده
اوس هم خلک د رڼا په محتاجه نه دي
سپرغۍ اوس هم د ایرو لاندې پرته ده
تبسم ځکه د شپې تز څنګه اوسي
ورځ تر اوسه حادثو لاندې پرته ده

*شاه سعود مي روحي ملگری دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد الله تبسم

نن مې بيا شپه شوګيره ده تر سهاره
بيا نو کړې انديښنې زړګي ته لاره

نيمه شپه ده هسې نه چې خلک بيدار شي
چغې مه وهه د زړه په سر پرهاره

چې دې نه شم ليدای دا مې خپل عمل دی
کنه هر څه کې ښکاره يې ای نګارۀ

څه رقيب ظالم ناترسې کانې وکړې
څه زه خپلو نا کړدو کړمه بې واره

ته د حسن تجلي راته ښکاره کړه
پښتنه ځواني مې ټوله له تا ځاره

تبسم بيګاه په غريب کې داسې وويل
دوي له مينې نه منکر دي خدای لپاره

منصوري ايمانبشپړ شعر ولولئ

منصوري ايمان

محمد الله تبسم

نور نفرتونه په خپل ځاي كي پريږد م
نور محبت سره اشنا جوړيږم
څوك به خوشحاله شي دعا به راكړي
دچا د زړه د درد دوا جوړيږم

نور له هوښيارو سره نه كينمه
نور ليونو سره دوستي كومه
له خپل زړګي سره خبري كوم
له خپل ګريوان سره مستي كومه

زه ى ښكلا د كلي مست ژڼي يم
د دي بدرنګو په كوڅو كي ګرځم
سل سل پو ښتني په زړګي كي لرم
د دي پو ښتنو انديښنو كي ګرځم

زما ګناه چي عبادت مي كړي
د ټو لو ښكلو اطاعت مي كړي
له هر بدرنګه نه نفرت مي كړي
د ليونيانو امامت مي كړي

خداي راته دغه شان طبيعت راكړي
د ښكلو ډير ډير احترام كومه
هر چا ته ښه راغلاست له زړه نه وايم
په مينه مينه يي سلام كومه

خو اوس له دغه احترا م ستومانه
د دغي ميني له سلام ستومانه
چي ښه كومه راته بد جوړيږي
له مقتدي هم له امام ستومانه

نورغواړم وتښتم له دغي دونيا
ځان ته يواځي زندګي جوړه كړم
چي يو مي خداي وي او بل زه يم تنها
د خپل لوي خداي مي بند ګي جوړه كړم

تبسم خداي ته دغه سوال كومه
چي منصوري ايمان نصيب كړي راته
چي د نمرود له اوره ونه ډار شم
ابراهيمي ايمان نصيب كړي راته

ښكلي شان منظربشپړ شعر ولولئ

ښكلي شان منظر

محمد الله تبسم

شعر
زه زړه لرمه د زړه در لرمه
په زړه ناسور غوندي
پرهر لرمه
چي راته وګوري نو درد راكوي
د ښكلو سترګو نه خطر لرمه
چی ستا د حسن هر انداز په كي پروت
په خيال كي ښكلي شان منظر لرمه
زما ژوندون د حادثاتو شپه ده
زه نه رڼا او ده سحر لرم
ه
د هر ارمان قاتل په خپله يمه
خلكو بس دغه لوي هنر لرمه
ترينه د غم پيغلي منګي ډكوي
زه د
زړګي په نوم ګودر لرمه
تبسم لا ځوان يم اميدونه لرم
ځكه په مخ كي ګران سفر لرمه

ياره راغليبشپړ شعر ولولئ

ياره راغلي

محمد الله تبسم

د زړګي كور ته مي سر شاره راغلي
په مستي راغلي او خماره راغلي
لكه چي خپل كلي دي وران خوښيږي
چي زما كلي ته اغياره راغلي
ارمان به وكړي ګرانه نه به يم
ه
كه پس له مرګه تر مزاره راغلي
زه نور وتم در پسي خپله تلمه
ښه شوه چي ته د خيره ياره راغلي
دلته ايمان خلك په پيسو خرڅوي
عجيبه ښه يي ايمان داره راغلي
د غم كوترو درنه تيښته
وكړه
لكه د بازي په قلاره راغلي
په تبسم دي احسان واړولو
لكه مرهم يي تر پرهاره راغلي