د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
محمد الله تبسم

غزل

زندګي مې د ګردو لاندې پرته ده
خپله ساه مې له پښو لاندې پرته ده
په پنځو څهرو مې مخې ته ولاړ دی
لا شپږمه یې تیارو لاندې پرته ده


دلته پلونه په دې لاره پراته نه دي
دلته لاره ددی پلو لاندې پرته ده
شاه سعوده* زه همدې نه په عذاب یم
چې ښکلا مې له لیمو لاندې پرته ده
اوس هم خلک د رڼا په محتاجه نه دي
سپرغۍ اوس هم د ایرو لاندې پرته ده
تبسم ځکه د شپې تز څنګه اوسي
ورځ تر اوسه حادثو لاندې پرته ده

*شاه سعود مي روحي ملگری دی

د شاعر نور شعرونه ←