د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد الله تبسم

منصوري ايمان

نور نفرتونه په خپل ځاي كي پريږد م
نور محبت سره اشنا جوړيږم
څوك به خوشحاله شي دعا به راكړي
دچا د زړه د درد دوا جوړيږم



نور له هوښيارو سره نه كينمه
نور ليونو سره دوستي كومه
له خپل زړګي سره خبري كوم
له خپل ګريوان سره مستي كومه



زه ى ښكلا د كلي مست ژڼي يم
د دي بدرنګو په كوڅو كي ګرځم
سل سل پو ښتني په زړګي كي لرم
د دي پو ښتنو انديښنو كي ګرځم



زما ګناه چي عبادت مي كړي
د ټو لو ښكلو اطاعت مي كړي
له هر بدرنګه نه نفرت مي كړي
د ليونيانو امامت مي كړي



خداي راته دغه شان طبيعت راكړي
د ښكلو ډير ډير احترام كومه
هر چا ته ښه راغلاست له زړه نه وايم
په مينه مينه يي سلام كومه



خو اوس له دغه احترا م ستومانه
د دغي ميني له سلام ستومانه
چي ښه كومه راته بد جوړيږي
له مقتدي هم له امام ستومانه



نورغواړم وتښتم له دغي دونيا
ځان ته يواځي زندګي جوړه كړم
چي يو مي خداي وي او بل زه يم تنها
د خپل لوي خداي مي بند ګي جوړه كړم



تبسم خداي ته دغه سوال كومه
چي منصوري ايمان نصيب كړي راته
چي د نمرود له اوره ونه ډار شم
ابراهيمي ايمان نصيب كړي راته

د شاعر نور شعرونه ←