د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

تورپیکی تمیل

د تورپیکی تمیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

عمرتيـــــــږي خو يادونه پا تــــي کيږي
دسترګو په اينوکي منظــــرونه پاتي کيږي
دسترګونظرماتي ته دي سترګي درلوګي کړم
تل ژوند کي څه نيمکړي ارمانونه پاتي کيږي
دخداي په قدرت جوړ ښــکلي منـــــــــظرته
دښکلوښکلو ستــرګو نظـــــرونه پاتي کيږي
زمويږ د عمر تيريدو سره خوشه پوهــــــيږو
چه مويږ نه وروسته څه غمـــونه پاتي کيږي
صرف ستا په نه کتلو اشنا څه پيښــــــيږي
دننه زړه کي مي ژور ژور زخمونه پاتي کيږي
پيکي په دغسي وعدو کي څوک ويلي څه شي
چه وفا نکوي وعدو کي ټيټ سرونه پاتي کيږي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

قلـــــــم کاغذ واخلم !
ورته کیــــــنم
چه څه ولیکــــم تاته
زړه خبر شــــي
ستــرگی ووځی کاسونه
اوس به څه ولیکی خیال
ټول توري کړم راټـول
ټول ستوري کړم امـــــیل
ټوله ځمکه کړم راغونډه
ټول گلان له ذهنه تیر کړم
بیاهم پاتي شم نیمــــگړي
ځکه داسي تـــــــــــوریي
چه یی تا ته اخترکی دالـي کړم
پیدا نکړ م !
صرف دومره شم ويلي
چه اختردي مبارک شه

ګناهبشپړ شعر ولولئ

ګناه

تورپیکی تمیل

زه په دي نه پوهيږم!
چه په غو شتو کي ګناه شته او کنه؟
ځکه چه خداي "ج" وغواړي همغه کيږي
خو بيا هم نه پوهيږم!
چه په غوشتو کي ګناه شته او کنه ؟
يا طريقه يي فرق کړي
يا هم غوشتنه!
خو په دي ښه پو هيږم
چه په غوشتو کي خو غرض وي کنه!
هر څه چه غواړمه له خدايه يي غواړم
لکه چه تا غواړمه
خوزه هيڅ نه پوهيږم
بل هغه څوک چه دخداي "ج" په نامه
ديو بل نه يو څه غواړي کنه!
ايا په دي دواړو کي کوم توپير شته او کنه؟
ځکه چه خداي"ج" په خپله داويلي!
هرڅه چه غواړي بس له مانه يي غواړيي
زه خو په پاک زړه باندي
صرف دخدايه ځيني !
پس له ايمانه خپل اشنا غواړمه
اوس نه پو هيږم!
زما په دي غوشتو کي
څه ګناه شته او کنه؟

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

عــــــــمر تیر یژی خو یادونه پاتــــــــی کیژی
دسترگو په آیــــــــــنو کی منظرونه پاتی کیژی
دسترگو نظر ماتی ته دی سترگی در لو گی کرم
تل ژوند کی حه نیــمگری ارمانونه پاتی کیژی
دخدای په قــــــدرت جور شکلی منــــــــــــظرته
دشکلو شکلو سترگو نظرونه پاتـــــــــــــی کیری
دخزان ظــــــــــالم دلاسه بن چـــــــــه لوت کری
بیا حه نــــــیم حالی حو گلونه پاتــــــــــــی کیژی
زمویژ دعمر تیــــــــریدو سره خوشه پو هیــــژو
چه مویژ نه وروسته حه غمونه پاتـــــــــی کیژی
صرف ستا په نه کتــــــلو اشنا حه پیـــــــــشیژی
دننه زره کی می ژورژور زخمــونه پاتی کیژی
پیکی په دغسی وعدو کی حوک ویـــلی حه شی
چه وفا نکوی وعدوکی تیت سرونه پاتی کــــیژی

بــــــــــاوربشپړ شعر ولولئ

بــــــــــاور

تورپیکی تمیل

دومره سره خـــواږه یو
څومره سره نژ دې یو
اما بیا هم !
یو تر بله پیدا نشـــــو
ته ما او زه تا لټــوم
خو ماته ونه پیژندیې
او تا زه
داولي؟
شاید داچه
په یو بل مو باورنشته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

په سترگو دجانان کی می دنــــــــیا بدله ده
داځکه دزرگی می نن درزا بــــــــــــدله ده

نظر می پلو شوسره اتــــڼ کوی هر خواته
سپوږمی به هم هغه وی خو رڼا بـــــدله ده

چی تاته په کتو شومه دنیا می ولیـــــــــدله
په سترگو کی ښکلا دی چه بلا بــــــــدله ده

حیرانه یم چه حسن ته یی ځیر دی تول جهان
باور می شو دمیــــــنی اوس غو غا بدله ده

وعده درسره نه کومه وعده یی دلـته ماتیږی
جذبه زما دمیــــــنی په رښتیا بــــــــــدله ده

دگل سره په خوا کی بلــــبل ده چا لیــــــــدلی
پـــــیکی دزره دنیا خودی نن بیا بـــــــدله ده

ستا قبربشپړ شعر ولولئ

ستا قبر

تورپیکی تمیل

ســــــــــــــــــتا به کوم قــــــبر وی
چا را ته ستا دهدیری پته راوشودله
راغلم حـــــیرانه شولم
چه ستا به کوم قبر وی
گــــــلان په لاس ولاره
زه یی په کوم یو کیژد م
گلان می ورکرل دشـــــــــمال په لاسو
شاید چه کوم یو وی پریو تی ستا په قبر
گوندی چه تایمه لیدلی
ماخو ونه لیـــــــــــدلی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

دهیچا حق پری نشته دا یادونه زما خــــپل دي
ډیره می په زړگوتي کي رازونه زما خپــــل دي

ضرورنه ده چه څوک دی چا زړه نه هم خبر شي
دنیا که هر څه وایي خو غمونه زما خــــــــپل دي

نوولي ائینې ته دي په بړ بندو سترگو گـــــــــورم
راښایی چه یی ماته دا عیبو نه زما خــــــپل دي

هر څه له مانه وا خلي که خــــــندا ده که ژړا ده
خو دا زما نه واوریی چه خیالو نه زما خپـــل دي

پیکۍ په ډیره مینه ددنیا غــــــــمونه گــــــــــالم
گــــــیله له چانه نکړم قسمتونه زما خپـــــــل دي

سباورځ !بشپړ شعر ولولئ

سباورځ !

تورپیکی تمیل

دوئ سوچونه کوي
او تدبیرونه سازي
چه دســـــبا ورځي
پیل څنـگه
وکړي
خوزه په دې سوچ کوم
چـــه سبـــــــــــــا ورځ
زما لپاره شــته او کنه!
یا مونږسبا ورځ

لپــاره یو او کنه
ځکه چه نه پـــــو هیــــــــــــږم
دقسمت کرښي نه بد لیــــــــږ
ي
جانانه مه کوه تقدیرته تدبیرونه

دصحرا ازاد بادونه !بشپړ شعر ولولئ

دصحرا ازاد بادونه !

تورپیکی تمیل

ای دصحرا گــــــله !
ستا څه ازاد ښایسته
ژوندون
دی
دهر خوانه
خندوی دی
تخــنوی دی
نڅـوی دی
لوبه وی دی
ښکله وی دی
دصحرا ازاد
بادونه خیرکه ژوند دی لزڅه لنډ دی
خوبی قیده او ازاد یی