د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
تورپیکی تمیل

غزل

په سترگو دجانان کی می دنــــــــیا بدله ده
داځکه دزرگی می نن درزا بــــــــــــدله ده



نظر می پلو شوسره اتــــڼ کوی هر خواته
سپوږمی به هم هغه وی خو رڼا بـــــدله ده



چی تاته په کتو شومه دنیا می ولیـــــــــدله
په سترگو کی ښکلا دی چه بلا بــــــــدله ده



حیرانه یم چه حسن ته یی ځیر دی تول جهان
باور می شو دمیــــــنی اوس غو غا بدله ده



وعده درسره نه کومه وعده یی دلـته ماتیږی
جذبه زما دمیــــــنی په رښتیا بــــــــــدله ده



دگل سره په خوا کی بلــــبل ده چا لیــــــــدلی
پـــــیکی دزره دنیا خودی نن بیا بـــــــدله ده

د شاعر نور شعرونه ←