افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غزل
دهیچا حق پری نشته دا یادونه زما خــــپل دي
ډیره می په زړگوتي کي رازونه زما خپــــل دي
ضرورنه ده چه څوک دی چا زړه نه هم خبر شي
دنیا که هر څه وایي خو غمونه زما خــــــــپل دي
نوولي ائینې ته دي په بړ بندو سترگو گـــــــــورم
راښایی چه یی ماته دا عیبو نه زما خــــــپل دي
هر څه له مانه وا خلي که خــــــندا ده که ژړا ده
خو دا زما نه واوریی چه خیالو نه زما خپـــل دي
پیکۍ په ډیره مینه ددنیا غــــــــمونه گــــــــــالم
گــــــیله له چانه نکړم قسمتونه زما خپـــــــل دي