پښتو ادب · شاعران
شاپور احمدزی
د شاپور احمدزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
ناخوالېبشپړ شعر ولولئ
ناخوالې
شاپور احمدزی
چې وېښ شولې له خوبه ځنځیرونو باندې پوه شوې
ددهرپه ناخوالو اورازونو باندې پوه شوې
رالوی شوې په نړۍ دبېسواده لږسواد کې
مقام ته رسېدوله په چالونو باندې پوه شوې
راغلی وې نړۍ ته چې هیڅ څه دې نه لرله
له پلاره خوډېر ژرپه چپاوونو باندې پوه شوې
چوکۍ دې کړه تر لاسه په اسانه دغه ملک کې
داته چې دګروپونو ائتلافونوباندې پوه شوې
هرڅه دې کړه ترلاسه په روا اونارواکې
چې کله په رشوت او فسادونو باندې په شوې
خاوند دډېرو ځمکو او نمرو شوې په کابل کې
او کله دګیدړپه څېرټوپونو باندې پوه شوې
وهلي تاڅپېړه باندې ډېر بې وزلي مخي
اوته چې کله دغه راز ظلمونو باندې پوه شوې
لاسونه دې لا سره کړه دمظلوم ملت په وینو
اوته چې دادارګ په مقامونو باندې پوه شوې
هم لوڅ او هم تالا دې دا ملت کړلو بېرحمه
هم داچې دمافیا پټ نظامونو باندې پوه شوې
ډېردې اختطاف کړه هم وهلي په موټرباندې
اوته چې دتورګاډي په خوندونو باندې پوه شې
وبه باسي داخلک خپل حق د ستا له ستوني نه
ته که په زور ځواک دملتونو باندې پوه شوې
وربه کړي ملت ځوابونه احمدزیه دوی
اوته چې دملت په دې حقونو باندې پوه شوې
فسادبشپړ شعر ولولئ
فساد
شاپور احمدزی
دئ فسادرشوت روان په اداروکې
نشته رحم دکاتب رئیس په زړوکې
خدای دې مکړه له چارواکوسره کاربند
خلاص به نشي هم په میاشتوپه کلوکې
که ترې وپوښتې داکارمې څنګه کیږي
وایي ته پیسې ډالرلرې جیبو کې
که پیسې وي خلاصوودکار په منډه
بې پیسو دې ځنډوو ډېرپه وعدوکې
هم دې لېږو له یوه دفتره بل ته
ترڅوستړی شې په تلواوپه راتلوکې
یاخوداچې به له چانه پیسې پورکې
یاخو نه خلاصیږي کارنژدې وختو کې
دلته حق دئ خوړل کیږي د بېوزلو
ناحق حق دی احمدزیه په پیسوکې
نارو ۲۰۱۳/۴/۱۴
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاپور احمدزی
څه وکړم له چانه زه وژاړمه
رهبرکه له عامه زه وژاړمه
نشته ورورګلوي په ملیتونوکې
له پښتون، هزاره زه وژاړمه
له تاجک،ازبک ترکمن بلوڅه هم
هومره له ایماقه زه وژاړمه
هریودئ روان په خپلوګټوپسې
څومره له افغانه زه وژاړمه
څوک دملي ګټواختیارنه ساتي
له کوم قوماندانه زه وژاړمه
کلیواوبانډوکې څه ظلمونه دي
ملک یاسردارنه زه وژاړمه
وینې دي توییږي دمظلوم ملت
خپل که له بېګانه زه وژاړمه
څه کړې احمدزیه نصیحت کوې
څومره له دې حاله زه وژاړمه
ناروي ۲۰۱۳/۳/۲۸
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاپور احمدزی
ختلی بام ته راکوزېږمه نه
له کړکېچونو زه خلاصېږمه نه
ماویل زړه کې دابه وي ځل آخر
غواړم چې کوزشم خو رالوېږمه نه
دکړکېچونولړۍ ده روانه
ځورېږمه زه خوخلاصېږمه نه
اورونه بل دي هرې خواته زما
یمه افغان دسوه ځېدو یمه نه
ظلمونه بس کړئ نورمې مه ځوروئ
پرې مېږدئ نوردې کړېدویمه نه
که وي ناتارنوبس همدومره دې وي
اوبوکې نوردډوبېدویمه نه
که وي انصاف دابه ختميږي په ما
که نشي نوردې حوصېلویمه نه
احمدزی وايي نورخوبس دی خلکو
پاڅېږمه نوردناستویمه نه
نارو ۲۰۱۳/۳/۱۶
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاپور احمدزی
ګرځم پښې لوڅی په کوڅو کې زه سوالونه کړم
نشته چې څوک واوري زه نارې او فریادونه کړم
پوهېږمه په دې چې داپیسې ټولې زمادي
نې راکوي څوک چې پرې اباد ښه تعمیرونه کړم
ووایمه چاته چې په ماهم نظر وکړي څه
نه وایي ځواب چې راڅرګند زه داحالونه کړم
کړم چې تماشا زه له دې ښکلو هوټلو ځېنې
ډوب شم دخوارانو غریبانو داخیالونه کړم
وې پییسې راغلې و دې ملک ته دافغان په نوم
ولاړې د رېېس وزېرجیبوته داعرضونه کړم
اخیستي انجیو دي ډېرکارونه په تلوارسره
نه دي بشپړشوي په کلو زه داسوالونه کړم
ولاړل افغانان له بهرملک نه دخدمت په نوم
جوړېې کړه قصرونه زه به یاد ددوی کارونه کړم
پروت یم احمدزی له ملکه لرې په واټوباندې
نه لرم خوبونه ددې خوار ولس غمونه کړم
نارو ۲۰۱۳/۳/۱۶
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاپور احمدزی
محبوبې ځان په اندېښنو کې وینم
خلک دمینې خبرېدو کې وینم
ستا مست نظر دویشتو نښه کړمه
زه خپل زړګی ناسورزخمو کې وینم
ستاپه خندا او په موسکاکې سوزم
لېونۍ مینه ستا کتو کې وینم
په انتظار دې شوګیرې کومه
ټولې وعدې د بهانو کې وینم
نور حوصله او قرارنه لرمه
مینه دې ټوله ځورېدوکې وینم
نژدې چې ته راته خیالونو کې شې
غرور د ډېر نازو نخرو کې وینم
داحمدزي هیلې موسکۍ شانته دي
غوټۍ دمینې غوړېدو کې وینم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاپور احمدزی
نه کړم اعتبار له مینې سوزمه
لرې کړم اغیار له مینې سوزمه
نه یمه منکر له ښایسته مخو نه
څوک به کړمه یار له مینې سوځمه
سود د مزل نشته ښاپېرو سره
ستړی شوم په لار له مینې سوزمه
پټې یې وعدې دي له رقیب سره
وړم د غمو بار له مینې سوزمه
تاو يې کړې کوڅۍ له تورو زلفو نه
وې چیچم په مار له مینې سوزمه
پورته به کړم جام له اندېښنو ځینې
شومه زه خمار له مینې سوزمه
ولاړه احمدزیه دبل چاشوله
خرڅ شوم په بازارله مینې سوزمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاپور احمدزی
عشق نړۍ کې زه مظلوم په تناره شوم
په دوکوکې زه ډېرژرپه زنګانه شوم
لېونی وم چې تېر وتم په خندا زه
اوس خوګیرزه په غیرت دپښتانه شوم
هم زه چیغې اوفریادکړم له هجرانه
شومه سپک چې زه په فکر ددرانه شوم
چې سکروټه شومه زه دمینې اورکې
مړخو ژر په دا بې ساري بارانه شوم
په دې حال مې داسمان ستوروژړله
جهان هم ژړل چې زه په بېلتانه شوم
چې وعده یې دوفاراسره وکړه
بې دیدنه په ارمان باندې ستانه شوم
احمدزی به نورغلط په دوکو نه شي
چې په مینه کې خجل دیارانه شوم
لوګرتهبشپړ شعر ولولئ
لوګرته
شاپور احمدزی
ګوره دازماطینت دئ
زېږندځای مې محبت دئ
دالوګرمې څومره ښکلی
اوسرخاب راته جنت دئ
دمزګین کلۍ چې ګورم
له جهانه لوړ قېمت دئ
دا مېوې یې مزدارې
په کې خوند اوهم لذت دئ
داوبوبندیې لاڅه کړې
چې جوړشوئ په صنعت دئ
دسلطان غریې له پاسه
داوبوښه منفعت دئ
پسرلی یې چې رایادکړم
دالله څه مرحمت دئ
له سرخابه که ورتېرشو
لوګرټول زېب و زینت دئ
که هرڅومره ویل وکړې
قلم پاتې له صفت دئ
احمدزیه!خلک یې ګوره
چې همه واړه غیرت دئ
نارو ۱۸/۱۰/۲۰۱۳