د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
شاپور احمدزی

غزل

   


څه وکړم له چانه زه وژاړمه
رهبرکه له عامه زه وژاړمه
نشته ورورګلوي په ملیتونوکې
له پښتون، هزاره زه وژاړمه
له تاجک،ازبک ترکمن بلوڅه هم
هومره له ایماقه زه وژاړمه
هریودئ روان په خپلوګټوپسې
څومره له افغانه زه وژاړمه
څوک دملي ګټواختیارنه ساتي
له کوم قوماندانه زه وژاړمه
کلیواوبانډوکې څه ظلمونه دي
ملک یاسردارنه زه وژاړمه
وینې دي توییږي دمظلوم ملت
خپل که له بېګانه زه وژاړمه
څه کړې احمدزیه نصیحت کوې
څومره له دې حاله زه وژاړمه



ناروي ۲۰۱۳/۳/۲۸

د شاعر نور شعرونه ←