د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
شاپور احمدزی

ناخوالې

 



چې وېښ شولې له خوبه ځنځیرونو باندې پوه شوې
ددهرپه ناخوالو اورازونو باندې پوه شوې
رالوی شوې په نړۍ دبېسواده لږسواد کې
مقام ته رسېدوله په چالونو باندې پوه شوې
راغلی وې نړۍ ته چې هیڅ څه دې نه لرله
له پلاره خوډېر ژرپه چپاوونو باندې پوه شوې
چوکۍ دې کړه تر لاسه په اسانه دغه ملک کې
داته چې دګروپونو ائتلافونوباندې پوه شوې
هرڅه دې کړه ترلاسه په روا اونارواکې
چې کله په رشوت او فسادونو باندې په شوې
خاوند دډېرو ځمکو او نمرو شوې په کابل کې
او کله دګیدړپه څېرټوپونو باندې پوه شوې
وهلي تاڅپېړه باندې ډېر بې وزلي مخي
اوته چې کله دغه راز ظلمونو باندې پوه شوې
لاسونه دې لا سره کړه دمظلوم ملت په وینو
اوته چې دادارګ په مقامونو باندې پوه شوې
هم لوڅ او هم تالا دې دا ملت کړلو بېرحمه
هم داچې دمافیا پټ نظامونو باندې پوه شوې
ډېردې اختطاف کړه هم وهلي په موټرباندې
اوته چې دتورګاډي په خوندونو باندې پوه شې
وبه باسي داخلک خپل حق د ستا له ستوني نه
ته که په زور ځواک دملتونو باندې پوه شوې
وربه کړي ملت ځوابونه احمدزیه دوی
اوته چې دملت په دې حقونو باندې پوه شوې 

د شاعر نور شعرونه ←