پښتو ادب · شاعران
سيداحسان الله الهام
د سيداحسان الله الهام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
21 خپاره شوي شعرونه
شکر خــدايهبشپړ شعر ولولئ
شکر خــدايه
سيداحسان الله الهام
ستا يادونــه څـــراغـــونه راتـــه بـل دي
زما دفـكــر پـتـنــګان وربـانـدي چـل دي
زړه مي وار په وار له غمه پرې خلاصيږي
دا مرغــان دي كه ګلــونه دمرســل دي
دهجران سـېــلۍ به وړاندي واى وژلى
شګر خــدايه چي مــرګـونه په اجـل دي
بيا په پزه پــير دار غـــونـدي ولاړ دى
بيا نظــرونه حصــاركړي سره چارګل دي
دبلبل خـــوږې نارې اورم شــپـــونـكـــيه!
كه تر غـــوږ مي بــيا نغــمې دا ستا نل دي
په چــا نــه غـــلــتـه وم ديـــار غـمـــونه
دامي خپل دي دامي خپل دي دامي خپل دي
ګمان نكړم چي تر عمره دي پوره شي
چي دچــا خــوبـونه وړي تــور اوربـــل دي
رقــيـــبان كــه ستــمــونه كـــړي لســګـــونه
له الهــام ســـره صــبـرونه يو په ســل دي
په خپل وطن څرخ ولسوالي كي وليكل شو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيداحسان الله الهام
كلـــه نا كلــه په اوربل كي ســــره ګلـــونه تړې
په چل دي پوه شوم جادوګرې تعويذونه تړې
زه دخوږمن زړګي دردويم له روزګاره ايستى
ته دي په سپينو پښو دزرو پايزيبونه تړې
بس كه زړګيه داتراوســه په لاس څـه درغلل
چي لا اخـــته يې ارمـــانـــو نــو ته وړخـــونه تړې
زلمى پښتون يم لــه غــــيــرته درته نه وايمه
چي ته مي ورځ اوته مي شپې ته مي خوبونه تړې
ولي دي نه راباندي كيږي رحم توره غمه
چي په شكېدلي كټ مي بندپربندبندونه تړې
توكل پرتا باور پرتا او هــــم لــــتانه طــمـــعه
بيشكــه خدايه! ته قــادر يې نصيبونه تړې
درنه فـــنا غــواړم فـــنا او هــم فـــنا او فـــنا
فاســـده خـــــيالــه ته سپــېڅلي الهـــامونه تړې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيداحسان الله الهام
دلــبره ســتايادونـه مي وخوب ته نه پرېږ دي
دزړه سوي دردونه مي وخوب ته نه پرېږ دي
پنځه وخته مي ستا طرفته بولي په نارو
دا ښكلي اذانونه مي وخوب ته نه پرېږدي
په سترګوكي مي رغړي ستاڅېره لكه ګلاب
داوښكو شبنمونه مي وخوب ته نه پرېږدي
چي ښكاردي دخوږې ويناخوږو غشوكړم زه
هغه خواږه زخمونه مي وخوب ته نه پرېږدي
څه ستا دجدايي غمونه كم دي راسره
چي خپل كړي لوظونه مي وخوب ته نه پرېږدي
له ځانه سره وايم دسيدالهام شعرونه
چي ډير ژور فكرونه مي وخوب ته نه پرېږدي
ماه تابان مي پيدانكړبشپړ شعر ولولئ
ماه تابان مي پيدانكړ
سيداحسان الله الهام
له عمره پسې ګرزمه جانان مي پيدا نكړ
عبث مي شبګيرې ماه تابان مي پيدانكړ
غمى غوندي يم ورك ديار دميني سمندر كي
په ځان پسې مي ځيرشومه خپله ځان مي پيدانكړ
خبرنه يم ترڅوبه لا قرار وي رانه ليري
زخمي زړه مي ناسورشوخودرمان مي پيدا نكړ
خواخوږي چي مي ويني راته وايي حال دي بد دى
هيڅ يوډاډ وركوونكي مسلمان مي پيدانكړ
درتګ مي نصيب نه ووكنې ډيركوښښ مي وكړ
دسپينې قافلې مخلص بدوان مي پيدا نكړ
درګرده جوړوم درته دشعر اميلونه
لونګ مي پيدا نكړل او مرجان مي پيدا نكړ
لا وړاندي به مي وړاى واى پرې ځان له زندګئ نه
الهامه داجل سپېره طوفان مي پيدا نكړ
نړئ وال مغرور قاتله!بشپړ شعر ولولئ
نړئ وال مغرور قاتله!
سيداحسان الله الهام
نړئ وال مغرور قاتله!
خزانګيه !راته وايه !دا ګلونه څنګه هېرکړم
مړې بلبلې ړنګ ګودر ړنګ چنارونه څنګه هېر کړم
اې دفيل په غوږ کي پروته ګوډاګيه منصبداره !
دا زخمونه دا در دونه دا ويرونه څنګه هېر کړم
دا معصو مې جنازې او دامظلوم شهادتو نه
څنګه هېرکړم زوى دي ومره داظلمونه څنګه هېرکړم
ماسيواله دې مي هم درنه خوږې خاترې نشته
نړئ وال مغرور قاتله !زندانونه څنګه هېر کړم
داشېبې به دي کړم هېري چي په سپکه راته ګورې
دا چاپې دا سکنجې دا بمبارونه څنګه هېر کړم
دزړګي دصبر توان مي وړى دئ دکونډو ساندو
ديتيم پرمخ داوښکو قطارونه څنګه هېر کړم
هرګړى راته ياديږي څڼېور لالى په مينه
دشهيد مين دميني دا يادونه څنګه هېر کړم
ترې کورونه، عفتونه هم قرآن مومحفوظ نه دئ
نمرودي ميراث لاسونه هم اورونه څنګه هير کړم
زماالهام تربورګى نه يې چي به وار درته پرېږدمه
زما دخداى باغي دښمنه ستا وارونه څنګه هېرکړم
خـوږ الهامبشپړ شعر ولولئ
خـوږ الهام
سيداحسان الله الهام
اخــتـره! محـبـتــه يې نفــــر تـــو نه رانه يو سه
دكين اوبغض نه ډك دغه تور زړونه رانه يو سه
ته راوړه ووړ اختره ستر خپلواك بهاروطن ته
غربي طـــوفان راوستي خـــزانونه رانه يو سه
اختره ! خـوږ ملــهـم شه په مظلـــومــو پر هـر نو
دوخـــت دناكــــردو ســوي آهـــونه رانه يـوسه
ته ورځ يې دخوښيوتل په درست كال كي اختره!
اې ګوره ! تش لاړ نه شې ټول غمونه رانه يوسه
ته هم دين ته خادم سه دغازي په څير اخـتره
بې دينه يرغلګـــر غــاصب فوځو نه رانه يوسه
همـدرد سه دمردانو پاك الله ته داسي سوال كړه
مرګي ته دنامــــردو قطــــارونه رانه يـــو سه
اختره ! ژوند مو خوښ دى دالله ترحكم لاندي
سپېڅلى انقلاب سه زور واكونه رانه يو سه
اختره ! ستا راتګ يوخو ږ الهام دى د مسكا وو
په تګ دي هــم سلګۍ او هــم ويرونه رانه يو سه
2012/8 18
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيداحسان الله الهام
شوم دي بد خــوا به دبـنـګـــړو لــه لاسـه
بد نــام بــه شـــم د ځــــنــګــېــــدولــه لاسـه
چي اسويلي کړې خولې ته لاس نيسه جار
ورک به شـــم ستـــــا داســـوېلو لــه لاسه
څه ښې لحظې دي ګـوره تــېـــري به شي
خـــانـــده آزاديـــــو دفــــکــــــــرو لـــــــه لاسه
داباڼوګان لــــــــږ په احــتــيـــاط رپــــوه
نلـــــــرم تـــوان دپـــر هـــــــرو لـــــــــه لاسه
درد مي آرام شي چي مسکۍ شې راتـه
آرام دي غـــــــــــــــواړم د دردو لــــه لاسـه
وزله دې خداى وکـــړي په سـتـره وزلـه
ها چـــي کـــړيـــږي دزخمـــــو لــــــــه لاسـه
الهـــام :پښتــون يـــم درنـــه لاس نــه اخـــلم
مـه خـــوره زړګـــــى دانـدېښـــنو لـــه لاســـه
1391/03/8 لوکرمرکز
کله چي تا ووينمبشپړ شعر ولولئ
کله چي تا ووينم
سيداحسان الله الهام
ژوندته اومـــيـــد مي شي پيـــــدا کلـــه چي تا وويــنم
واړه غــــمـــــــونــه شـــي پــرشــــا کلــــه چي تــا وويــنم
نه کتـــاب ګـــورم نه پــــوښــتـــــنه لـــه مـــلانــــه کــــوم
ليــدلي خـــوب مي شي رښــتيــا کلـــه چي تــا وويــنم
ځان مي وزيرغوندي محسوس کړم بس امرونه کـوم
کـــــــــړم پــه غــمـــازپســي بـــــلا کلــــه چي تــا وويــنم
درنـه خــپـــه چــي شـــم هـــرځــــل وايـــم پــخـلا به نشم
ګــرانه پــخــپــلـــه شــــم پـــخـــلا کــلــه چي تــا وويـنــم
اکثــردستــرګــولــه کــونــچـــونـــه درته غـــلى ګــــورم
ډاريـــــږم نـــه شــــمــه رســـــــــوا کلـــه چي تـــا وويـــنــم
نه چـي لــه غمـــه دي ګـــريوان ته پټي اوښکــي تــووم
خولـــه مي شــي ډکـــه لـــه خنـــدا کلــــه چي تـا وويــنـم
پدې خـــبــــره مــــي بـــاوروکـــــړه غـــــازي جـــــانـــانــــه
له خـــوشحـــالۍ نــه کـــړم ژړا کلــــه چي تـــــا ووينـــــم
تېــرځــل مي خــپلــه په ځـــان وکړو چي مي ونه ليدې
څـــوک به خـــبــر نه کـــړمــه بيـــا کلـــه چي تــا وويــنـــم
الـــهـــام: ډاډه وطـــن کي اوســـم راســــره چـــي اوســې
بيـــا رانه لاړنــه شـــې په غـــلا کلــــه چي تـــا وويـــنــــم
2012/04/1
نه وم خبربشپړ شعر ولولئ
نه وم خبر
سيداحسان الله الهام
نه وم خبرمــاپه بــــــــلابـــانــــــدي بــــــاور کـــــــــــړى وو
ترهــــــرچــازيات چي مي په تابـــــاندي باورکـــــړى وو
خودبه مي خورې اې تورښاماره اوس پخپل کاله کي
ګنــــــاه زمــــاده مـــــا په چـــــا بانـــدي بــاورکـــــــړى وو
ســتــرالـــهي نصــــرت په بــرخــــه وو دهغــــه لښــکـــــر
چــاچي لــــه زړه نه په پېــشوا بــاندي بـــاورکــــــړى وو
دتوروشـــپواوتيــــارونـــه چـــــاڅـــه نـــــدي مــــــوندي
دجـــنـــت خــلـــکــــــــو په رڼــا بــــانــدي بـــاورکـــړى وو
څه يـې تــرلاســه کـــړو او څـــه ورســره وکـــــړو نــفـــس
قـــارون بــدبخـــت چي په دنــيا بـانــدي بــاورکــړى وو
ولي به نه واي سرې لمــبې ورتــه بــاغـــچي الــهـــامه!
خلـــيــل الله پخـــپل مــــــولى بانـــــدي بـــاورکــــړى وو
2012/03/17
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيداحسان الله الهام
نه شپـــــون وو نــه رمــه وه نه شپېلۍ چــــاغـــږوله
بس ته مي یادېــــدلې او ږده شـــپـــــه نه تـــېــرېدلـه
مرغان واړه ویده وو چـــنــــارونو څـــــارکـولــو
چونګــــښه وه بیــــداره چـــــینه ورو ورو بهـــــېدلـه
یخ نه وو لــــړزېدمــــه دلانده ګــــریــــوان لـــه لاسـه
په خـــو له کي مي داژبه اســـوېلــونه وچېـــــــــــــدله
نه ورېـــځ وه نه سیــــلۍ وه نـــه بـــاران راورېــــدلـــو
یوزه وم شین آسمان ووسپوږمۍ ګونګـه تېرېدلـه
نه ســــازوو نـــه آواز وو نه بلـــبـــلـــې نـــڅـــېـــــدلې
پـــتـــنـګ زړه مي خـــفـــه وو او ډیـــوه نـــه بلـــېـدله
وصــــال نه وو هجــــران وه راته ځمـــکــه تبۍ کـړې
نه تـــه وې نه مي څنګـه ته دقــــرار شېبه راتلله
الهــام :وم تنـــهایی وه خــــوښ پــدې ومــه جانانه!
په سترګـــو کي مي ستــا ښکلې څېره راګرځــېدله