افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
دلــبره ســتايادونـه مي وخوب ته نه پرېږ دي
دزړه سوي دردونه مي وخوب ته نه پرېږ دي
پنځه وخته مي ستا طرفته بولي په نارو
دا ښكلي اذانونه مي وخوب ته نه پرېږدي
په سترګوكي مي رغړي ستاڅېره لكه ګلاب
داوښكو شبنمونه مي وخوب ته نه پرېږدي
چي ښكاردي دخوږې ويناخوږو غشوكړم زه
هغه خواږه زخمونه مي وخوب ته نه پرېږدي
څه ستا دجدايي غمونه كم دي راسره
چي خپل كړي لوظونه مي وخوب ته نه پرېږدي
له ځانه سره وايم دسيدالهام شعرونه
چي ډير ژور فكرونه مي وخوب ته نه پرېږدي