افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1052 شاعران8588 شعرونه
غزل
شوم دي بد خــوا به دبـنـګـــړو لــه لاسـه
بد نــام بــه شـــم د ځــــنــګــېــــدولــه لاسـه
چي اسويلي کړې خولې ته لاس نيسه جار
ورک به شـــم ستـــــا داســـوېلو لــه لاسه
څه ښې لحظې دي ګـوره تــېـــري به شي
خـــانـــده آزاديـــــو دفــــکــــــــرو لـــــــه لاسه
داباڼوګان لــــــــږ په احــتــيـــاط رپــــوه
نلـــــــرم تـــوان دپـــر هـــــــرو لـــــــــه لاسه
درد مي آرام شي چي مسکۍ شې راتـه
آرام دي غـــــــــــــــواړم د دردو لــــه لاسـه
وزله دې خداى وکـــړي په سـتـره وزلـه
ها چـــي کـــړيـــږي دزخمـــــو لــــــــه لاسـه
الهـــام :پښتــون يـــم درنـــه لاس نــه اخـــلم
مـه خـــوره زړګـــــى دانـدېښـــنو لـــه لاســـه
1391/03/8 لوکرمرکز