د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جاوېد احمدزی

د جاوېد احمدزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

29 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جاوېد احمدزی

زه تــورن یــم ،ستا په تور ستا زړه له ما نه تور
اې د ســترګــو توره تورې خــاورې به شــم نور

خونــي بڼو دې داســـې چـــارې پـــر مــا وکړي
لــکـــه کــــافر لــښــکر چې وکړي د چا پر کور

د زړه خــبرې پــه ســـترګـــو کـــې وي متل دی
پــــه ســـترګو کــې شرر ګرځوم،په زړه کې اور

چـــې لـــه ډېره ضده مخ پټ کړې په سـالــو کې
څــوک کــلـــه کــانـــدې په مین دومره ظلم زور

وې مــې دا حــــال مې ولې هره ورځ بتر شي؟
وې یې چې ډېر ښه اوشوو،بند کړه دا شراوشور

په نــن او ســبا او بـل ســـبا مــې ژونــد تېر شو
د ځـــوانۍ فــصـل مـــې آشـــنا اورېـــبل په لور

احمــدزیــه آفــــریـــن شــه په دې شـوخ غــزل
پـــه ســپـیــنه ږیره چــې نـــه ډارېږي له پیغور

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جاوېد احمدزی

 یــوه نه دوه نه درې نه د ښــکــلــو ډېـــرې کانې دي
د مــیــــنـــو وژلــــو تــــه بـــانـــو پـــسـې بانې دي

دا مــې د دلــبـر پــه مخ یــو څو خـالـونــه ښکارېږي
کــه پـــه ازبــکي ټـیـکـلـه د خــاشــخـاشــو دانې دي

ستــا خــو زلفې د خـیالـه زنـګـېدې باد پرې بد نام شو
یا باد ته شـې غــصه یا ما ته ،څـومـــره دې مانې دي

زمـــا فــکـرونه،زمـــاخــوبـونه،زمـــا ټـول ژونـدون
تا نه شــي لوګی له تا ځــار هــمـدغــه مــې تالې دي

د مــیــاشـتو مـــیــاشـتو د کــلـونــو مـســاپره یــــاره
ځـکـنــدن ته مــې راشــه،نــورې خــتــمې زمانې دي

احــمــدزیه ســـتا د لوکــسو ښـارونو سره څه کار ؟
تــاسـره دی جېب کـې یــواځــې لس دولس انې دي

غـــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــزل

جاوېد احمدزی

  
ســـترګې نــه پرانیزم،خــوبـــونــه په کې ساتم
ګـــلــه هــره شــپــه ســـتا یـــادونه په کې ساتم

د کمیس پاس جېب مې چې زړه سره نژدې دی
یـــــواځې د جــــانان خـــطــــونه په کې ساتم

تــه بـــه وایــــې زړه زمــا سـمــه خـــزانـه ده
هــر دهلېز کــې رنګ رنګ غمونه په کې ساتم

وې یــې څــه له دې سینه سـوځـي تل چیغېږي؟
وې مــې چــې عاشق یـم ، اورونه په کې ساتم

د احــمـــدزي اغـــزن ژونـــدون اغــزنه برخه
خـــو ســتا کــمـــڅو ته به ګــلـونه په کې ساتم

غـــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــزل

جاوېد احمدزی

غـــزل
د مـلنګ پــه شـــان زه ښـــه یــم د هـــر چــا په مخ کې
لــکــه د غــر مـې کــړی بـخـت بس د یو چا په مخ کې

نــه پــوهېــږم چــې حــجــره کــې شمــع ولــــې ژاړې
کــــه لـــه شــــرمــه ویــلی کــېـږي دا ســتا په مخ کې

قـلــمه! نــــن دې بــیــا په رګ کــې ویــنــه بـنــدېــږي
د پـــښــتو غـــزل بــه لـــیــکــئ تـــه زمـــا په مخ کې

ما ویـــل تــر څــو به د عشق اور پــټ ساتم زړه کې؟
وې داســــــې خــــبـــرې مـــکــړه د دنـــیــا په مخ کې

په پــردې مـلک کــې خاني نـه کـېــږي ، دا متـل دی
دغــسـې بـه ځـان خـان ،خـان کــړی د لیلا په مخ کې

احــمــدزی کوچـــی ســـړی دی ، صـفـا ویــنا کـــوی
ژبــــه یــــې بـنـده بـنـده شـــــــی د اشـــنـا په مخ کې

غـــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــزل

جاوېد احمدزی

نــن مــــې ډېــره یادېدې ما ویل خبر به دې واخلم
زمـــا اوښــکــــې بهېدې ما ویل خبر به دې واخلم

کــابل کــې ســړه هــوا خـېمـو کـې هـلمـنـدي ژړا
څـنــګـه واورې اورېدې ما ویل خبر به دې واخلم

غــزلــې بــه پـه څېر د سـپېـلـنـي درته لوګي کړم
کـاش چې ته په ګرمېدې ما ویل خبر به دې واخلم

ستـا هـغـه دنـګه ځواني ، دنـګه ونه ، دنـګه غاړه
اف ، بند پـه بند ماتېدې ما ویل خبر به دې واخلم

قـسم چــې پــرون مــې ډوډۍ سـتونی نه نه تیرېده
سـلـګـۍ مـې نــه درېدې ما ویل خبر به دې واخلم

احمدزیه تـر څــو بــه د ویـر په ټــغـر نـاست یـې
څـه لـه یـار نه شرمېدې ما ویل خبر به دې واخلم

سوالګره پېغلهبشپړ شعر ولولئ

سوالګره پېغله

جاوېد احمدزی

یـــوه غـــریــبــه نــجــلـۍ پـــه مــخه راغله
تــه بــه وایـــې ســـپوږمــۍ په مــخه راغله
د مــخ په لــیــدو مـــې ســـترګـې بریښیدلی
قــسـم مــــا په زړه کـــې ګـــوړې مـــاتولی
ځــان ته مــې ویــل چــې مـین شوی ځوانه
مــیـــنې نــه بــغــیــر زندګی شـــوه ګـرانه
ښــکلې پــېــغــله ورو راته پـــه خندا شوله
خــــوړلو تـــه ســــمه لــکـــه حــلــوا شوله
اې! د زړه ســـره ومـــنـــه ســــلامـــونـــه
حـکم کــوه پـر مــا څــه دي ســـتا حکمونه
هغې هــم په داســـې شانــتــې ځـواب راکړ
پرې شــوې د ظـلمـونو ټــول حــساب راکړ
ویــلــې چـــې زه یــتــیمـــه پــښــتــنــه یمه
مــجــبــوره یــمــه ، خــو ډېره درنــــه یمه
زه هــــم تـــــل د نــاوېـتـوب ارمـــان کومه
تــا غـــونــدې هـــوس د یـو جــانـــان کومه
خـو نــن سوالګره یـمه ، خـیـرات غــواړمه
لــه تــا نـــه ستــا د ځـوانـۍ ذکــات غواړمه
کــه تـه پـښـتون یې وچ مې د سترګو نم کړه
یو څو روپۍ راکړه ، درد مې د نس کم کړه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جاوېد احمدزی

دا زمـــــا پـــــر زړه داغونه ښایسته ښکاري
لکه ســـــــتا د مـــــخ خالونه ښایسته ښکاري
څو ځلې وکړې وعده بــیا ماته کـــړی وعده
د دروغـــجنــې لفــظــــــونه ښایسته ښکاري
مـــا ته یـــــار یو د پاسه ســل کنـځلــې کړي
نـــوی یــــاري کــې جنګونه ښایسته ښکاري
د شمــعې په دود جانــان تــــل سوزول کړی
د پـتنـګ بـــــــرخــه اورونه ښایسته ښکاري
لـــــرې ژونـد،لویـه دښته او کــچــه غرمه ده
بیـــا هــــــــم د دوبۍ ښارونه ښایسته ښکاري
څه سـتا یاد څه د چم ښایست څه د مور مینه
مســـافـــــــــــري کـې یادونه ښایسته ښکاري
مونږ د پکتیا خلک له آره شاعــــــــــران یوو
اوس د احــــــمـدزي شعرونه ښایسته ښکاري

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جاوېد احمدزی

مکړه په مړو سترګو کتل خون به مې شی درغاړې
وژنې مې څه له بې اجل خون به مې شی درغاړې
ليمو دې له کاره ويستلی يم بس مې توره وه
جېب کې تل کرځوی کجل خون به مې شی درغاړې
په نرۍ لاره چې مې نرۍ ملا په مخه راغله
تيښتې ته بيا کوی تکل خون به مې شی درغاړې
ما د هجران درنې څپېړې پر مخ خوړلی دي
شړې مې چم نه په کنځل خون به مې شی درغاړې
تشه لاسه ته مې دښمن يې جانان ګرم نه دی
ځکه سپک يم په هر محل خون به مې شی درغاړې
کابل کې به هله د پښتو قدر يو په سل شي
که ښکلي پوه شي په غزل خون به مې شی درغاړې
د احمدزي به دا يو څو بيتونه توپان جوړ کړی
بس ته بس کړه دا غاښ چيچل خون به مې شی درغاړې

پښتونخوابشپړ شعر ولولئ

پښتونخوا

جاوېد احمدزی

دا د پښتنو وطن دی پښتونخوا نوميږي
هر يو بچی يې تورزن دی پښتونخوا نوميږي
وطن په عشق کې ګوره دا هسې سربازان دي
تړلی په سر کفن دی پښتونخوا نوميږي
ځوان دی که بوډا قربانيږي د وطن په ننګ
دې ته حيران هر دښمن دی پښتونخوا نوميږي
هر بوټه يې خړوبيږي د غيرت په وينو
ښايسته زرغون چمن دی پښتونخوا نوميږي
خود به په لړزا وي غليم له تش میدان څخه
دلته کې هر يو تورزن دی پښتونخوا نوميږي
ورزي جنګ ډګر ته په ګډا د ډولو سره
دا ټول مين پر اتڼ دي پښتونخوا نوميږي
زه احمدزی چې په جګو غرونو يې مين يم
دا غرونه زما ګلشن دی پښتونخوا نوميږي