د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

913 شاعران7367 شعرونه
جاوېد احمدزی

غـــزل

  
ســـترګې نــه پرانیزم،خــوبـــونــه په کې ساتم
ګـــلــه هــره شــپــه ســـتا یـــادونه په کې ساتم


د کمیس پاس جېب مې چې زړه سره نژدې دی
یـــــواځې د جــــانان خـــطــــونه په کې ساتم


تــه بـــه وایــــې زړه زمــا سـمــه خـــزانـه ده
هــر دهلېز کــې رنګ رنګ غمونه په کې ساتم


وې یــې څــه له دې سینه سـوځـي تل چیغېږي؟
وې مــې چــې عاشق یـم ، اورونه په کې ساتم


د احــمـــدزي اغـــزن ژونـــدون اغــزنه برخه
خـــو ســتا کــمـــڅو ته به ګــلـونه په کې ساتم

د شاعر نور شعرونه ←