د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
جاوېد احمدزی

غزل

 یــوه نه دوه نه درې نه د ښــکــلــو ډېـــرې کانې دي
د مــیــــنـــو وژلــــو تــــه بـــانـــو پـــسـې بانې دي


دا مــې د دلــبـر پــه مخ یــو څو خـالـونــه ښکارېږي
کــه پـــه ازبــکي ټـیـکـلـه د خــاشــخـاشــو دانې دي


ستــا خــو زلفې د خـیالـه زنـګـېدې باد پرې بد نام شو
یا باد ته شـې غــصه یا ما ته ،څـومـــره دې مانې دي


زمـــا فــکـرونه،زمـــاخــوبـونه،زمـــا ټـول ژونـدون
تا نه شــي لوګی له تا ځــار هــمـدغــه مــې تالې دي


د مــیــاشـتو مـــیــاشـتو د کــلـونــو مـســاپره یــــاره
ځـکـنــدن ته مــې راشــه،نــورې خــتــمې زمانې دي


احــمــدزیه ســـتا د لوکــسو ښـارونو سره څه کار ؟
تــاسـره دی جېب کـې یــواځــې لس دولس انې دي

د شاعر نور شعرونه ←