د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکټر فيض الله ثاقب

د ډاکټر فيض الله ثاقب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

مغروره ښکليبشپړ شعر ولولئ

مغروره ښکلي

ډاکټر فيض الله ثاقب

مغروره ښکلي
ښکلي مغروره په نازو اموخته
ميين په اوښکو په
سلګو اموخته
چا وييل ستړي له ديدن نه به شي
پتنګ د شمعې په لمبو اموخته
د خزان زړه پرې سوزېدلی کله
بلبل په چيغو په سورو اموخته
د اشنا لارو ته به هر وخت ګوري
ميين چشمان په شوګيرو اموخته
راځه راځه نن دې د
زړه ومنه
د ناصح خوله په افسانو اموخته
زړګيه پام کوه رښتيا به نشي
اشنا د دروغو په وعدو اموخته
چې د
بېلتون له غمه ونه چاوده
زړه د بېلتون په تورو شپو اموخته
ياره ستا مينه کې هسک پاته نشو
نه وه دا سر په
ټيټېدو اموخته
نه لېونی شو نه صحرا ته لاړه
ف-ث د صبر په ترخو اموخته

د غم ماښامبشپړ شعر ولولئ

د غم ماښام

ډاکټر فيض الله ثاقب

د غم ماښام
د غم دام ده مرمه مرم
ه تور ماښام ده مرمه مرمه
يوه ورځ نده چې تېر شي تل مدام ده مرمه مرمه

بس سلګۍ دی زنکدن
ده تمه پرېکه له ديدن ده
ژړېدل مړاوی کېدل
دي لوند په اوښکو ګلبدن ده
ازغی خوا کې
دي د ګلو غم لړلی دا چمن ده
باغ د مينې خړوب
نده وينه وچه مې د تن ده
مرګ انعام ده م
رمه مرمه د غم شام ده مرمه مرمه
بندوبست د مرګی
کړی مې ګلفام ده مرمه مرمه

ژوندون نده بې ننګی ده سراسر شرمنده ګي
ده
ټوله ياس ده نهيلي ده همه واړه زنده
ګی ده
ظلم زور بې انصافي ده د بنده و بنده ګي ده

که څه وايم بې وسي ده که څه نه وايم مجبوري
ده
بس ناکام ده مرمه مرمه دا مقام ده مرمه مرمه
د
زړګي په وينو ليک مې دا کلام ده مرمه مرمه

قاصدان د مرګ راغلي راته وایی غلي غلي
درومه درومه دا دې لار ده تانه ډېر تللي ښاغلي
مرګی ښه ده پرده پوښ ده لدې ژونده شرمېدلي
ف-ث ټينګه غېږه ورکه خپل نصيب درته ليکلي

ژوند تمام ده
مرمه مرمه بد مې نام ده مرمه مرمه
وخت په لاس راته
نيولی د مرګ جام ده مرمه مرمه

د ځيګر څړيکېبشپړ شعر ولولئ

د ځيګر څړيکې

ډاکټر فيض الله ثاقب

دا زما د ځيګر څړيکې دا زما د زړه دردونه
دا نيمګړي ارم
انونه دا نهيلې اميدونه
څه ېې سوز شي څه ېې آه شي او له خولې نه مې راوځي
څه ژړا شي څه سلګۍ شي څه غزل ټپه شعرونه
څه ېې نم د چشمانو په ګرېوان باندې مې راشي
څه ېې خيال او څه ېې خوب شي او په يو دم کې پنا شي
څه ېې اسپه د
جنون شي په بيابان باندې مې مېشت که
څه مستی شي څه سرور شي په سر واړوم جامونه
څه مرګی څه ځنکدن شي د فنا درته مې يوسي
څه چمن څه ګلبدن شي د اشنا در ته مې يوسي
څه ېې عقل شي سپاهيان شي د غمو جېل کې مې بند که
څه مې
بوځی ميخانې ته د ساقي کړم سلامونه
څه جنون او لېونتوب شي او د عقل ځنځير مات که
مستي راولي په خيال کې د غم
ونو کور ميرات که
د هوا په اسپه سور شي د جنت منارې ګوري
تورو سترګو او مژګانو نه خيالي اخلي خوندونه
څه
سلګۍ شي څه حسرت شي څه ېې چيغه شي فرياد شي
څه ديار ترڅنګه کښېني څه رقيب شي څه جلاد شي
څه اجل او ارزاييل شي
روح مې اخلي رانه درومي
څه تورتم او څه دوزخ شي سوزوي راته هډونه
څه به وکه څه به وايي د ف – ث دغه حالت ده

د اغيارو به څه وايي چې خپل يار ته ملامت ده
د تقدير تړه ېې کلکه د تدبير توره ېې پڅه
د قلم په چپه ژبه ليک
کوي سوي شعرونه

12. 03.2005

د مينې تندهبشپړ شعر ولولئ

د مينې تنده

ډاکټر فيض الله ثاقب

ساقي شرابو ته مې زړه کېږي
مګر له وېرې مې ساړه کېږي
څښم ېې نه پرې لمبېدل
غواړم نن
څه وکړم ډار مې له زاړه کېږي
اور مې په کور کې د زړګي بلېږي
هډ هډ رګ رګ مې بېلابېل سوځېږي
د چا
يادونه مې په زړه اورېږي
ځکه مې زړه او هم ځيګر خوږېږي
وږی يم شوق مې د ماړه کېږي
څه وکړم ډار مې له زاړه کېږ
ي
دا تورتمونه رڼول غواړمه
د ژوند دردونه هېرول غواړمه
ديار په زلفو زنګيدل غواړمه
باغ د سينې ته ېې
ورتلل غواړمه
نه سود په څښاک نه په خواړه کېږي
څه وکړم ډار مې له زاړه کېږي
ماتې مې نن که زولنې د تقدير
راڅخه هېر مې که د ټول عمر وير
نه مې علاج شي په طبيب نه په پير
پروت يم بستر کې ربړېدلی اسير
دا ستا ډک جام به مې چاړه کېږي
څه وکړم ډار مې له زاړه کېږي
ف – ث دا عقل نور زغملی نشي
مار په لستوڼي کې ساتلی
نشي
د ظلم زور دستور منلی نشي
تنده د مينې پټولي نشي
دا چې هر کار ته زړه نازړه کېږي
څه وکړم ډار مې له
زاړه کېږي

17 . اکتوبر. 2007

دعقل فلسفیبشپړ شعر ولولئ

دعقل فلسفی

ډاکټر فيض الله ثاقب

دعقل فلسفی
راته دی مه ستايه دعقل د ژوندون فلسفی
زما خوښيږي د
جانان او د جنون فلسفی

عقل دښمن ده د انسان تری لوی دښمن بل نشته
ځکه مي خوري د سقراط او افلاطون
فلسفی

شډل ژوندون او ببر سر څيری ګريوان می خوښ ده
څه وکړم بد می شي نيکټای او د پتلون فلسفی

د ژوندانه هره ګړی کی راته ظلم ښيي
نوره نه غواړم ستا د ظلم د قانون فلسفی

منصوري
مينه له څښتن د کايناتو غواړم
نه دی نور پيژنم ليلی نه د مجنون فلسفی

نن دی په سرو لمبو کی وسوم
د سبا په هيله
ناورمه ناورم ستا د بيا د سباوون فلسفی

ليوني ګوره د جانان په رضا زړه ورکوی

زاهد ياديي د صدقاتو د مضمون فلسفی

ته د دولت او دشهرت په تمه شپی تيروه
در سره زيب که دا دهر
د قارون فلسفی

دنيا دي ستا وي اي مجنونه د مرداری دنيا
زه به ستايمه د جانان په لور د يون فلسفی

که د جانان دمينی څاڅکی د ف- ث نصيب شي
والله چي ور به کړي جهان کي د ټول شتون فلسفی

د عقل پګړیبشپړ شعر ولولئ

د عقل پګړی

ډاکټر فيض الله ثاقب

د تورو سترګو مړو کتو کی می يو راز وليد
د زړه عنقا می بيا په پنجو کی د باز وليد

د زړه په غوږ کی می هر وخت نغمه نغمه غږوي
نن می د مينی په کتاب کی داسی ساز وليد

حسن يو ګل ده چی خزان یی پاڼی پاڼی توی کړي
د مينی عمر تر ابده می د راز وليد

د تقدير ليک په تدبيرونو باندی نه ورانيږی
ځکه می هر څه ليونيانو ته جواز وليد

سود می نه کيږی لمبیدل غواړم شرابو کی نن
د يار په شونډوکی مي داسی رنګ ګداز وليد

پګړی د عقل د منصور د سر نه پريوتله
بيا یی جانان او د جانان ښکلی انداز وليد

شيطان په علم له درباره رټل شوی لاړه
له تکبره می سور اور کی تخت و تاز وليد

د ليونتوب تاج په سر ګرځی له دنيا بيغمه
چا چی بس يوځل د جانان مينه او ناز وليد

ځنګل د عقل کی د ګل رڼا څوک نشی ليدای
د مينی ور می په والله ټول عمر واز وليد

راته یی ويلي چی راځه د خپل چانان کوڅی ته
د قاصد شونډو کی می پټ پټ دا اواز وليد

د مجازی مينی نامه یی ترینه هیره کړله
ف – ث د عشق په کتاب کی دا اعجاز وليد

1/ سپتمبر /2007

د لبانو شراببشپړ شعر ولولئ

د لبانو شراب

ډاکټر فيض الله ثاقب

بيا مي دي څکلي د جانان د سرو لبانو شراب
ځکه خوند نه راکوي ماته د رندانو شراب

ساقي دا ستا په ميخانه باندي مي کار نشته ده
راته راکړي مي اشنا دي د چشمانو شراب

که د خواږه جانان د ميني مي خواږه نصيب شول
والله که و غواړم د حورو د غلمانو شراب

ښکلي اشنا مي د جنون سبق په غوږ کي راکړ
لکه منصور به مدام څکم د ليونيانو شراب

راته د عقل او د علم فلسفي مه وايه
پکار مي ندي ستا د پوهي د يارانو شراب

الف مي ښه په يقين ويلي ب ته ني وايمه
نه څښمه نه څښم ستا د دهر د مستانو شراب

سر او مال ټول مي د اشنا د يوي هو لوګی شه
غواړمه غواړم يي د در د خادمانو شراب

ستا شراب څه دي بس ترخي اوبه په خوله راکوي
راته راکړي مي اشنا د سرو ګلانو شراب

ف – ث په مينه د جانان کي تل نشه نشه ده
له شونډو يي څاڅي د جهان د شرابيانو شراب

د مينې آغاز --------بشپړ شعر ولولئ

د مينې آغاز --------

ډاکټر فيض الله ثاقب

وای- وای د زړگی، د مینی آغاز
لوظونه د سترگو، سوزونه او ساز

اف - اف د زبان، اخ - اخ د افسوس
ساړه اسویلی، یادونه د ناز

د سترگو تر
منځ، حالونه د زړه
مزه د دیدن، پټ پروت پکی راز

شبگیر د بیلتون، دردونه د زړه
پر اړخ اوښتل،
د رباب خوږ آواز

راتگ د مرگی، بستر ته نيژدی
ژوندون او امید، ټول د یار د انداز

دا غشی مژگان او دا وروځی لیندۍ
لگیږی د زړه په کنډر، لکه ساز

انکار له حیا، په سترگو
اقرار
گلاب اننگی، زلفان یی د راز

غاټول یی چشمان، جامونه لبان
بیا ښکار که د زړونو، بهر راغی باز

لمحه د وصال شی، د سترگو یو رپ
تیاری د هجران ته، پیغام د بیاز

غړ غړ
د پیالې او نشه د شراب
په ځمکه خوځښت، د خیال يو پرواز

خواږه یی دردونه، خواږه یې کتل
ف- ث یار
ته بیا لاس نیولی د نیاز

دفقیر صبربشپړ شعر ولولئ

دفقیر صبر

ډاکټر فيض الله ثاقب

یا واک می د باچا وای یا می صبر د فقیر وای
یا عقل نه فارغ وای یا
ویده زما ضمیر وای

دبت غوندی ړوند کوڼ وای هیڅ می نه لیدای په سترگو
یا سترگی د مجنون وای د لیلی د خوب تعبیر وای

استوگنی د جنت چی یی په ټنډه ورته لیک کړی
تقدیر چی بدلولی شی هغه
ځواکمن تدبیر وای

یو زیری د انصاف وای فلسفه د انسانیت وای
پای ټکی د وحشت وای د ظالم په زړه کی
تیر وای

دا ټول عمر ویده وجدان د خلکو چی می ویښ کړای
خاموشه خلوتگاه کی د سینی می هاغه ویر
وای

ټپونو د لړمون به نه کولی دومره څړیکی
ف - ث په ځنځیرونو د جنون کی که اسیر وای
29. اپریل
. 2007