د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
ډاکټر فيض الله ثاقب

د عقل پګړی

د تورو سترګو مړو کتو کی می يو راز وليد
د زړه عنقا می بيا په پنجو کی د باز وليد



د زړه په غوږ کی می هر وخت نغمه نغمه غږوي
نن می د مينی په کتاب کی داسی ساز وليد



حسن يو ګل ده چی خزان یی پاڼی پاڼی توی کړي
د مينی عمر تر ابده می د راز وليد



د تقدير ليک په تدبيرونو باندی نه ورانيږی
ځکه می هر څه ليونيانو ته جواز وليد



سود می نه کيږی لمبیدل غواړم شرابو کی نن
د يار په شونډوکی مي داسی رنګ ګداز وليد



پګړی د عقل د منصور د سر نه پريوتله
بيا یی جانان او د جانان ښکلی انداز وليد



شيطان په علم له درباره رټل شوی لاړه
له تکبره می سور اور کی تخت و تاز وليد



د ليونتوب تاج په سر ګرځی له دنيا بيغمه
چا چی بس يوځل د جانان مينه او ناز وليد



ځنګل د عقل کی د ګل رڼا څوک نشی ليدای
د مينی ور می په والله ټول عمر واز وليد



راته یی ويلي چی راځه د خپل چانان کوڅی ته
د قاصد شونډو کی می پټ پټ دا اواز وليد



د مجازی مينی نامه یی ترینه هیره کړله
ف – ث د عشق په کتاب کی دا اعجاز وليد




1/ سپتمبر /2007

د شاعر نور شعرونه ←