د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ډاکټر فيض الله ثاقب

د لبانو شراب

بيا مي دي څکلي د جانان د سرو لبانو شراب
ځکه خوند نه راکوي ماته د رندانو شراب



ساقي دا ستا په ميخانه باندي مي کار نشته ده
راته راکړي مي اشنا دي د چشمانو شراب



که د خواږه جانان د ميني مي خواږه نصيب شول
والله که و غواړم د حورو د غلمانو شراب



ښکلي اشنا مي د جنون سبق په غوږ کي راکړ
لکه منصور به مدام څکم د ليونيانو شراب



راته د عقل او د علم فلسفي مه وايه
پکار مي ندي ستا د پوهي د يارانو شراب



الف مي ښه په يقين ويلي ب ته ني وايمه
نه څښمه نه څښم ستا د دهر د مستانو شراب



سر او مال ټول مي د اشنا د يوي هو لوګی شه
غواړمه غواړم يي د در د خادمانو شراب



ستا شراب څه دي بس ترخي اوبه په خوله راکوي
راته راکړي مي اشنا د سرو ګلانو شراب



ف – ث په مينه د جانان کي تل نشه نشه ده
له شونډو يي څاڅي د جهان د شرابيانو شراب

د شاعر نور شعرونه ←