د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خالد هادي

د خالد هادي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خالد هادي

غزل

ژونده ستا د هسکه بامه ولویدم
 څنګه چي دیار د پامه ولویدم
ستا دبې وسۍ د ارمان اوښکه وم
خلګو چي لیدم له وامه ولویدم
 زه هم د منصور دفلسفې کیسه
زړه ته دیوچا بدنامه ولویدم
 بخت لکه ښرا د نیمي خوا کړمه
شونډو تې ورتلم له جامه ولویدم
درده ! دجنون ستومانه پل ومه
ستا صحرا خوړم له ګامه ولویدم
 زه ئې د ځوانۍ په غیږه ورغلم
واخ ، لکه بوډا ناکامه ولویدم
 
سیمور ، کنټیکټ
 جنوري ۱۸ - ۲۰۱۴

دوږخبشپړ شعر ولولئ

دوږخ

خالد هادي

چامو ایمان چامو ارمان چا مو کورونو سوي
موږ خو هغه یو خو حالاتو کي مو زړونه سوي

تردې دوږخه چي راتلو موږ په دې نه پوهیدو
په ناپوهۍ کي مو پرلاري جنتونه سوي

ددې ستم کتاب کتاب چغي په ځان کي لرو
پرروغو ژبو مو خبري او لفظونه سوي

دلته یاغي داور لمبې دي اودمیني وطن
پردې کعبه دمومینانو طوافونه سوي

ددې مالت په نصیب شپې قسمت لیکلي نه وې
دلته په فریب چا سحرونه او لمرونه سوي

دلته په سیوري دجانان کي بلاګاني نغښتي
دلته جانان جانان خوبونوولسونه سوي

ستا ګناه ؟بشپړ شعر ولولئ

ستا ګناه ؟

خالد هادي

ته چي په سپینه ورځ
دسپینو ستورو عبادت کوې
دلته دجبر او ستم دنیا کي
دسپینو سپینو زړونو
دپاکي میني ریاضت کوې
بیا هم خوږیږې
لا ځوریږې
خو تیارو ته غاړه نه ورکوې
همدا دی ګناه ته چي اسمان ته اسمان نه وائې
لا د تقدیر سره ډغري وهې
دخپل قسمت د بدلیدو په هیله
د هرجابیر سره ډغري وهې
لا هم پوښتې چي زما ګنا څه ده
دادي ګناه ده چي پیدا ئې ښکلې
خو
دلته دښکلو قدر نشته په چا
دلته دحسن شاپیرۍ په څو روپو خرڅیږي
دلته لا سپیني ملغلري پیغلي
لا په ډالرو ،په غوایانو ،په پسو خرڅیږي
لامو پتمني پښتنې
دقاتلانو دبدۍ په معاملو خرڅيږي
لا دتیارو دغه بدرنګه زامن
دښکلاګانو ښار ته اور اچوي .
دلته لا شپي دي بلاګاني زیږي
لالویشت پر لویشت سړي خواړه پراته دي
د ارمانودقتلګاه میدان ته
دهوس وږي مستانه پراته دي
خو ته لا ناسته ئې په سپینه ورځ
دسپینو ستور و عبادت کوي
لا هم پوښتې چي زما ګناه څه ده ؟

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

خالد هادي

زه ځان اتل ګڼم
زه چي دژوند سره ډغري وهم
زما له ژونده سره مینه ده
زه مي دژوند لپاره ژوند غواړم
زما د سترګو اینې ته
چي تصویر د جانان راځي
هغه یوازي ژوند راوړي
زه دجانان لپاره ژوند غواړم
زما مي د ژونده سره مینه ده

زما مي له هغه چانه
چي دخالق له نعمتونو تښتي
چي خپل ژوند ته دپای تکی ایږدي
چي خودکشي وکړي
چي کړاونو ته همت نه لري
چي د جانان تصویر
په خپلو سترګو کي په خپله وژني

ځیني نقرت راځي
ځیني نفرت راځي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

خالد هادي

ناز دي وړم هـــــــر غم ته به دي خاوري شم
ښــــــــکل مي کړه کرم ته به دي خاوري شم
بيا دي د وعــــــــــــــدو کاروان ته مخه کړه
پام کوه و چــــــــــــــــــــم ته به دي خاوري شم
راســـــــــــــــــه زړه مي وسپړه طبيب مي شه
زخـــــــــــــــــــــم يم ملهم ته به دي خاوري شم
کش مي کړه سينې ته چـــــي سپرغۍ شمه
بنـــــګ غوندي ودم ته بي دي خاوري شم
زلفي دي زنځــــــــــير کړه ما پـــــــــــري وټره
ځار دي شــــــــــم ستم ته بـه دي خاوري شم
يـــــــــو واري راوګـــــــــــوره ، چي وګورې
تور د بـــــــڼو خـــــــــــم ته به دي خاوري شم
څمره راته ګـــــــــــــــــــــران ئې د انځر ګله !
راسه وقــــــــــــــــــدم ته بي دي خاوري شم

بدبختیبشپړ شعر ولولئ

بدبختی

خالد هادي

بدبختی

پل چي باندي كښيږدي هغه لار په وينو ولړي
راسي يوځانمرګي بريد داښارپه وينو ولړي
**********
سري سري پاڼي وشيندي ګلونه شي ځانمرګي ټول
بم ورباندي پريوزي شين بهار په
وينو ولړي
***********
دلته دنفرت توفان دعقل څلي وران كړل
دلته زوي قاتل شي او خپل پلار په وينو ولړي