د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
خالد هادي

ستا ګناه ؟

ته چي په سپینه ورځ
دسپینو ستورو عبادت کوې
دلته دجبر او ستم دنیا کي
دسپینو سپینو زړونو
دپاکي میني ریاضت کوې
بیا هم خوږیږې
لا ځوریږې
خو تیارو ته غاړه نه ورکوې
همدا دی ګناه ته چي اسمان ته اسمان نه وائې
لا د تقدیر سره ډغري وهې
دخپل قسمت د بدلیدو په هیله
د هرجابیر سره ډغري وهې
لا هم پوښتې چي زما ګنا څه ده
دادي ګناه ده چي پیدا ئې ښکلې
خو
دلته دښکلو قدر نشته په چا
دلته دحسن شاپیرۍ په څو روپو خرڅیږي
دلته لا سپیني ملغلري پیغلي
لا په ډالرو ،په غوایانو ،په پسو خرڅیږي
لامو پتمني پښتنې
دقاتلانو دبدۍ په معاملو خرڅيږي
لا دتیارو دغه بدرنګه زامن
دښکلاګانو ښار ته اور اچوي .
دلته لا شپي دي بلاګاني زیږي
لالویشت پر لویشت سړي خواړه پراته دي
د ارمانودقتلګاه میدان ته
دهوس وږي مستانه پراته دي
خو ته لا ناسته ئې په سپینه ورځ
دسپینو ستور و عبادت کوي
لا هم پوښتې چي زما ګناه څه ده ؟

د شاعر نور شعرونه ←