افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غزل
ناز دي وړم هـــــــر غم ته به دي خاوري شم
ښــــــــکل مي کړه کرم ته به دي خاوري شم
بيا دي د وعــــــــــــــدو کاروان ته مخه کړه
پام کوه و چــــــــــــــــــــم ته به دي خاوري شم
راســـــــــــــــــه زړه مي وسپړه طبيب مي شه
زخـــــــــــــــــــــم يم ملهم ته به دي خاوري شم
کش مي کړه سينې ته چـــــي سپرغۍ شمه
بنـــــګ غوندي ودم ته بي دي خاوري شم
زلفي دي زنځــــــــــير کړه ما پـــــــــــري وټره
ځار دي شــــــــــم ستم ته بـه دي خاوري شم
يـــــــــو واري راوګـــــــــــوره ، چي وګورې
تور د بـــــــڼو خـــــــــــم ته به دي خاوري شم
څمره راته ګـــــــــــــــــــــران ئې د انځر ګله !
راسه وقــــــــــــــــــدم ته بي دي خاوري شم