پښتو ادب · شاعران
حاجی ګل عزیز کامه وال
د حاجی ګل عزیز کامه وال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
21 خپاره شوي شعرونه
ددیدن چلبشپړ شعر ولولئ
ددیدن چل
حاجی ګل عزیز کامه وال
سیل دګودر ته یاره زه هر مازیګر راتلمه
څه به می یاد شول خدایږو زه به په چکر راتلمه
لادکمر سیوری ته څوک دکښیناستو به نه وو
زه ساه نیولی ساه نیولی په سور لمر راتلمه
دچایادونه راسره وو بیلیدی تری نه شوم
بس سودایی په شان به زه اوتر اوتر راتلمه
کله به ډوب شوم په فکرونو دوصال دشیبی
کله په شان دلیونیانو سر ببر راتلمه
څوک بت خانی په طرف تلل او چاسجدی کولی
زه دی دعشق میکی لره اکثر راتلمه
ما ګل عزیز خوستا دیدن ته هسی چل جوړ کړی وو
کله به لر اوکله ها خوا کله بر راتلمه
۲۷/۵/۱۳۹۲
کابل – کارته
دمینی ویشبشپړ شعر ولولئ
دمینی ویش
حاجی ګل عزیز کامه وال
سترګو دی دستر ګو نه بدل واخست
ځکه می ستا په لوري پل واخست
راغله ستا یادونه او راویښ یی کړم
نه پوهیږم زړه یی په کوم چل واخست
زه په سمندر دمینی ګډ شومه
ما له خپله لاس دا اجل واخست
څنګه تخنیدلم خوب می وتښتید
یاد رانه تصویر ستا داوربل واخست
لپی لپی اوښکی او ګریوان زما
دا دستور دمینی یی اوس تل واخست
یو ساعت وصلت جدایی ټو ل عمر
دی غماز قصور خو یو په سل واخست
یار او ګل عزیزدمینی ویش وکړ
یار بی وفایی اودی غزل واخست
ننګرهار – بهسود- قاسم آباد
۱۰/ ۶ / ۱۳۹۱ هش
دکلونوکاروانبشپړ شعر ولولئ
دکلونوکاروان
حاجی ګل عزیز کامه وال
تشنه لب چه میکدی نه رندان درومی
دعشق کو رنه می دمینی جانان درومی
شړق دزلفو دی رخسار هسی څرګند کړ
چه بریښناشي نو له وریځو باران درومي
ستا وصال به می تازه دزړه چمن کړي
چه سپرلی راشي نو خپله خزان درومی
سمندر می شو ژوندون په څپوراغی
عمر ګوره چه په مخ دتوپان درومی
تم به نشي په دالار هسی سفر کړي
ډیر چابک می دکلونو کاروان درومی
له کوم وخته می ده لار ورته نیولی
په دی لار می دزخمی زړه درمان درومی
خپه نیولی خپه نیولی ګل عزیز شو
دیار کلي ته دا سپي غمازان درومی
کابل- کارته نو
۲۹/۶/ ۱۳۹۱
دسپي عقلبشپړ شعر ولولئ
دسپي عقل
حاجی ګل عزیز کامه وال
یوه ورځ په یوه دښته بیابان کی
ګرځیده سپی په تلاش دکوم انسان کی
دیودوست دلټون کړی یی تکل وو
ګرځیده سپی که به دښته که ځنګل وو
ناڅاپی سپی برابر په یوګیدړشو
چه هم شکل وودسپي اورنګ یی خړشو
ګیدړ وکړه تری پوښتنه داحوال
سپي شروع کړو ورته داسی قیل او قال
سپي ویل زما پکار دی ښه ملګری
تیروم ورسره ژوند می دی نیمګړی
هغه دم ورته ګیدړ وکړوبیان
ویل زه هم لرم زړه کی دا ارمان
سپی ګیدړسره دوستۍ باندی رضا
ناآشنا شول په یودم سره آشنا
ورځ شوه تیره دماښآم تیاره خپره شوه
دګیدړاودسپی اوس قصه خوږه شوه
سپي شروع کړه غپا په زوره زوره
ګیدړ وویل ورته چپ شه زما وروره
که آوازدی لیوه واوریده خبرشه
خیر دی نه شته له خپل ژونده لاس په سرشه
سپي ویل لیوه پر تاباندی باتور دی
زه وزځمه ملاقات یی ډیر ضروردی
سپی روان شودلیوه په لوري باندی
هلته پروت وویوی غټی ونی لاندی
سپي ویل ای لیوه جانه په ما ګران یی
زه دی پيژنم قوي او پهلوان یی
زما هیله ده چه تا سره آشنا شم
ډیر خوشحاله به یم کاشکی ستا په خوا شم
لیوه ومنل دسپي واړه شرطونه
ویلی ښه ده مونږ کوو به ډیرښکارونه
په ماښام کی کوم آواز شو له کوم ځایه
سپي شروع کړله غپا ورته له ورایه
لیوه سترګی کړلی برګی سپي په لور
ویلی چپ شه چه ونکړی ګوره شور
که دی غږواوریدهغه ظالم پړانګ
هم به تا کړي هم به ما کاندی دانګ دانګ
سپی شوپوهه چه پردی پړانګ زوروردی
په هغه دم یی له دی ځایه سفر دی
ویل دپړانګ سره دوستي کومه نوره
زه به تل خپله غپا کوم په زوره
ګرځیده چه ګوندی پړانګ کاندي پیدا
ویلی جوړه دوستانه به کړم صفا
اخرداچه شوورپیښ په هغه باندی
هغه پروت وو یوی غټی ونی لاندی
غټی سترګی او اوږده اوږده بریتونه
ښه اوږده لکۍ تیره تیره غاښونه
سپی نږدی شودپړانګ خواته په ادب
ویل نه چه هسی نه شي په غضب
پړانګ ویل ورته څه غواړی ژریی وایه
نږدی مه راځه قدم مه ږده بیځایه
سپی په ډیره عاجزۍ ورته ګویان شو
ویل تاسره دوستي می ډیر ارمان شو
پرانګ قبوله کړه دسپي خبره وروره
ویل دوستي زمونږ شروع شوله اوس نوره
غرض دا چه سپی خوشحاله شو بی حده
ویلی دلته به اوس ژوند کووپه ګډه
ورځ شوه تیره او تیاره شوه دماښام
سپی رانیغه کړه لکۍ واوره انجام
په غپا باندی ور سر شولوبی واره
پړانګ را جیګ شو دسپي خواته په کراره
ویلی غلی شه غپل مه کوه پام
چه زمری به مو اوس ژوند کاندی تمام
سپي ویل ای زما دوسته پهلوانه
ما ویل چه ته به نه ویریږی چانه
خو زه پوهه شوم زمری له تا اتل دی
اوس ورځمه په هغه لور می تکل دی
سپی له پړانګ ځنی روان په هغه دم شو
دزمري په مینه یی زړه قلم قلم شو
ګرځیده ترڅوپيداکاندی زمری
په هغه کولی نشي څوک تیری
په نظر یی شوه یوه غټه ډبره
ویلی اوس می شوه پوره دزړه خبره
ببرسر وو غټ زمری په هسکه تیګه
ښکاریده لکه باچا وي پاس په جیګه
په لکۍ باندی جاروکړله سپي ځمکه
چاپړوسي یی ورته وکړه بی درکه
ورنږدی شو په تعظیم په احترام
ویل بادشاه ستا تاج او تخت دی وي مدام
زه راغلی یم چه تاسره نوکر شم
خدمت ګار به شب اوروزدستا ددر شم
زمري وویل چه ستا خبره ښه ده
بس منظوره دی وماته عریضه ده
سپی خوشحاله شو بی حده هغه دم
ویل چه ښه ژوندون به دلته تیروم
ورځ شوه تیره او ماښام توره تیاره شوه
دسپي بیا شروع هماغه ننداره شوه
سپي چه وازه کړله خوله چه وکړي غپ
نوزمري په قهر وویل ورته چپ
پام چه ونکړی غپا زما په خوا کی
چه انسان به اوس په دی ځای کی پیدا کی
له هغه څخه ویریږمه بی شانه
په ځنګل کی پټ ګرځیږم له انسانه
په رښتیا که زما دوست او زما یار یی
نوغپا ځنی به هر وختی بیزار یی
له زمري نه چه سپي واوریدی خبری
ویل ځم له دی بی ننګه څخه لیری
برابرراغی په لوري دانسان
هلته ناست وودهغه کلي یوخان
هغه وکړله له سپي ځنی پوښتنه
ویل څه غواړی مسافره بی وطنه
سپي ویل زه ددوستۍ کومه سوال
بس همدغه دی زما دزړګي حال
خان ویل زما له تا سره وعده ده
تاسره زما دوستي نوره پخه ده
لنډه دا چه دماښام وشو آذان
پس له هغی سپي غپا ته جوړ کړو ځان
ټوله شپه سپي غپا وکړه تر سهار
ګردچاپیر به ګرځیده ووپهره دار
دسهار ناری چه راوړلو نوکر
خان ته یی کیښود په مخ کی برابر
بیا نوکرته امر وکړوهغه خان
ویل اول وکړه خوراک په دا مهمان
ټوله شپه یی تیره کړی ده بیداره
ډوډۍ ورکړه چه دمه شي په کراره
سپي ویل چه اوس پوره می شو مضمون
تیروم نو رله انسان سره ژوندون
چه زما په قدر پوه وي دهغو یم
دا ټول عمر به په خواکی دسړویم
لاتر اوسه ګل عزیزه کامه واله
سبی وفاکړي له انسان سره خوشحاله
سنبله ۱۳۹۰هش
کابل – کارته نو
لاسونهبشپړ شعر ولولئ
لاسونه
حاجی ګل عزیز کامه وال
دلته غوڅ شوي دظالم او ځیګرورلاسونه
دلته پری شوي دغاصب او غارتګر لاسونه
دلته په ډیر غرورراغلی له ډیر زوره سره
دلته بی حده شرمیدلی مات یی سر لاسونه
دلته دخلکو ککریو نه غونډۍ جوړی دي
دلته غیرت سره ورکړي هر ټبر لاسونه
دتخت او تاز په امیدونو چه راغلی دلته
بیا تړل شوي په ځنځیر دیرغلګر لاسونه
څوک په دی طمع چه به تاج دپاچاهۍ په سرکړم
سر یی مات شوی بیا یی ایښی په پرهرلاسونه
داد زمریوباتورانو ننګیالیو کور دی
هر یو جابر دی تښتیدلی په کسکر لاسونه
دغه ګلشن به خدای سمسورکړي آبادي به راشي
که په رښتیا لنډ شي له مونږ نه دبهر لاسونه
ای ګل عزیزه چه پری کار دپاکی سولی کوي
دمچولو دي همدا دي بختور لاسونه
کابل – کارته نو
۲/۹/ ۲۰۰۸
مینه او نفرتبشپړ شعر ولولئ
مینه او نفرت
حاجی ګل عزیز کامه وال
څوک چه سوله په ګناه کاندی حساب
کړي اغاذ به دغمونو یولوی باب
څه بی رحمه انسانان وینم زه دلته
څښی به ویني دادم لکه شراب
نه پوهیږم چه لادا څنګه ضمیر دی
چه نفرت کینه او جنګ یی وي اسباب
نه خو میني او نه عشق ته دی لیواله
په جګړو کی لټوي ځانته ثواب
دقلم په ځای ټوپک په اوږو اخلی
دی ته وکړم زه په کوم نامه خطاب
فکر مند چه څوک دعدل په کا رنه وي
پټوي په دوو ګوتو سپین آفتاب
کار دسولی ته همه ملت بیدار کړه
ګل عزیزه حان کړه پوه په دی کتاب
لوی میراثبشپړ شعر ولولئ
لوی میراث
حاجی ګل عزیز کامه وال
لوی میراث
دی وطن کی دجرګودی لوی میراث
راته پاتی له پلرودی لوی میراث
څوک په کار دننګ له مونږه لمړي نه دي
تل ګټلی ننګیالودی لوی میراث
په سرووینویی کفن ښه رنګینه دی
داوطن دقربانودی لوی میراث
هرجابردلته سبق دعبرت ولید
فتحه کاردزمریالودی لوی میراث
دی هیواد کی به دسولی چمن جوړشي
داهیواد دشاه ځلمو دی لوی مراث
ګل عزیزه دهمت کارونه وکړه
درته پاتی دشعرودی لومیراث
سیځلبشپړ شعر ولولئ
سیځل
حاجی ګل عزیز کامه وال
کوم ضمیر او کوم وجدان دی چه مکتب می سو ځوي
نه افغان نه مسلمان دی چه مکتب می سوځوي
داکوم نسل دبشر د ی
دا پید اله کوم ټبر دی
دا وحشي دی که انسان دی چه مکتب می سوځوی
دا پیرودکوم مذهب دی
چه دښمن می دمکتب دی
ډیر بی دینه بی ایمان دی چه مکتب می سوځوي
دادعلم لوی دښمن دی
دی وران کړی دا وطن دی
دا ملګری دشیطآن دی چه مکتب می سوځوي
په مکتب کی خو اسلام شته
دین مذهب ته احترام شته
خومنکرله پاک قرآن دی چه مکتب می سوځوي
دتیارورڼا مکتب دی
مونږ یاد کړی دا آدب دی
هربچی می په سوران دی چه مکتب می سوځوي
دا منکر له معرفت دی
دا لوی غم دی لوی آفت دی
ګل عزیزورته حیران دی چه مکتب می سوځوي
څه غواړیبشپړ شعر ولولئ
څه غواړی
حاجی ګل عزیز کامه وال
څه غواړی
نیکمرغي دهرانسان که غواړی ته
ترقی دټول جهان که غواړی ته
که آرزودی وي چه ورکه بدبختي شي
جوړدښه ژوندون سامان که غواړی ته
خوشحالي اوسعادت که دی آرزووي
سیل دښه باغ او بوستان که غواړی ته
که دی هیله سرلوړي دخپل ملت وي
هسک بیرغ نوم او نښان که غواړی ته
آزادي او استقلال که دی هدف وي
دهوساژوندون ارمان که غواړی ته
که مرام دې وي خدمت دین او مذهب ته
ټول خوشحال مسلمانان که غواړی ته
راشه ګام واخله دسولی سمی لارته
په اخلاص ننګ او ایمان که غواړی ته
ژوند دسولی دی سالار ای ګل عزیزه
رسیدل دی دکاروان که غواړی ته
دخیام ژوندبشپړ شعر ولولئ
دخیام ژوند
حاجی ګل عزیز کامه وال
زه یو نظـــر هـــغه گــل فام غــــــــواړم
دمیکدی له ساقـــــــــــــــــی جام غواړم
راکــــــــــوه مــاته زه یی څښــم په لــپو
ســاقی الفت کښی دی خپل نام غـــواړم
ته مــــــــــی امــید ته می ارزویی ساقی
شــــــــراب دمینـــــی تل مدام غـــــواړم
څــوك به د چـــــا اویا څه فــــکرکـــوی
زه خــو دستـــــا د ســـت پیغام غـــواړم
ځکــه دعشق کـــــــتابونه لــــــولـــــــم
په هره پاڼه ستـــــــــا کلام غـــــــــواړم
گل رخــــــــه بیا به کله تا وویـــــــــــنم
ښـایسته رخسار زلفـــی لام لام غواړم
ته می بادشاه ته می سلــطان یی صنــم
ستـــا هر دستور ته احتــــــرام غــواړم
باده زمــــــا په لــــــــورراوچــــلـــــیږه
زه مــــی د یر يار دخـــولی سـلام غواړم
ماته جــــنت ماته کـــعبه یی ســـاقـــــی
زه گل عـــــزیزژوند دخیـــام غـــــــواړم
دیرکالونۍ پیښور ( 1991)