افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
څه غواړی
څه غواړی
نیکمرغي دهرانسان که غواړی ته
ترقی دټول جهان که غواړی ته
که آرزودی وي چه ورکه بدبختي شي
جوړدښه ژوندون سامان که غواړی ته
خوشحالي اوسعادت که دی آرزووي
سیل دښه باغ او بوستان که غواړی ته
که دی هیله سرلوړي دخپل ملت وي
هسک بیرغ نوم او نښان که غواړی ته
آزادي او استقلال که دی هدف وي
دهوساژوندون ارمان که غواړی ته
که مرام دې وي خدمت دین او مذهب ته
ټول خوشحال مسلمانان که غواړی ته
راشه ګام واخله دسولی سمی لارته
په اخلاص ننګ او ایمان که غواړی ته
ژوند دسولی دی سالار ای ګل عزیزه
رسیدل دی دکاروان که غواړی ته