د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
حاجی ګل عزیز کامه وال

دخیام ژوند

زه یو نظـــر هـــغه گــل فام غــــــــواړم
دمیکدی له ساقـــــــــــــــــی جام غواړم
راکــــــــــوه مــاته زه یی څښــم په لــپو
ســاقی الفت کښی دی خپل نام غـــواړم
ته مــــــــــی امــید ته می ارزویی ساقی
شــــــــراب دمینـــــی تل مدام غـــــواړم
څــوك به د چـــــا اویا څه فــــکرکـــوی
زه خــو دستـــــا د ســـت پیغام غـــواړم
ځکــه دعشق کـــــــتابونه لــــــولـــــــم
په هره پاڼه ستـــــــــا کلام غـــــــــواړم
گل رخــــــــه بیا به کله تا وویـــــــــــنم
ښـایسته رخسار زلفـــی لام لام غواړم
ته می بادشاه ته می سلــطان یی صنــم
ستـــا هر دستور ته احتــــــرام غــواړم
باده زمــــــا په لــــــــورراوچــــلـــــیږه
زه مــــی د یر يار دخـــولی سـلام غواړم
ماته جــــنت ماته کـــعبه یی ســـاقـــــی
زه گل عـــــزیزژوند دخیـــام غـــــــواړم



دیرکالونۍ پیښور ( 1991)

د شاعر نور شعرونه ←