د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حفیظ مالیار

د حفیظ مالیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

17 خپاره شوي شعرونه

د زړه بلبله مېبشپړ شعر ولولئ

د زړه بلبله مې

حفیظ مالیار

 دزړه بلبله مې
 قفس کې ژاړي

 

 هلته بندی پرته ده
 دهجر شپی تیروی
 تل شوګیری تیروی
 د ازادۍ په طمع
 د یو پرواز په هیله
 په انتظار کې ناسته
 نه چې قفس کې مړه شي
 بیایی په کومه هدیره خښه کړم
 افسوز دغم دنیاده
 زړه په قفس کې بندی
 زه په هجران کې بندی
 د غزل رنګ مې زیړ شو
 غزل خزان کی بندی
 ارمان مې وران افغانستان کي بندی
 د وړکتوب خاطرات هلته په لغمان کی بندی
 د شکور اباد مازیګر رنځور ماښام کې بندی
 داوښکو پیغلی مې ګریوان کې بندی
 توری تیاری خوری دی رڼا اسمان کي بندی
 سوله هم نه وینمه سوله جهان کی بندی
 ازادی کمه ښکاری انسان زندان کي بند ی
 حقیظ ملیار مه پوښتي
 په ویر د ځان کې بندی

د ښامار چمبشپړ شعر ولولئ

د ښامار چم

حفیظ مالیار

       

نه ومه خبر چې دښامار په چم کې پریوتم

زلفې یی خوری کړلی د دار په چم کې پریوتم

د سترګو په پیالو کې یی شراب د میکدو وړلې

آخ، په یو نظر یی دخمار په چم کې پریوتم

 دشونډو ګلغوټۍ یي غوړیدلې وه مسکۍ به وه

یو ښکلی سپرلی وه دګلزار په چم کې پریوتم

ناست د ارمانو دامیدو په شوګیرو کې یم

سترګی مې ړندی شوی انتظار په چم کې پریوتم

ما لکه پتنګ غوندی په مینه کې سر وبایله

خاورې او ایرې شوم دانګار په چم کې پریوتم

وخت خو دحفیظ ملیار د زړه زخم ټکور نکړ

 

بلي ډیوېبشپړ شعر ولولئ

بلي ډیوې

حفیظ مالیار

 څیرې ګریوان کې مې داوښکولا قطرې پاته دي
 ژونده په زړه کې مې لاهم یوڅوګیلې پاته دي

 عمر مې لاړه د ځوانۍ په نشه پوه نشومه
 ساقي ستا شوخه میخانه کې مې پیالې پاته دي
 له وطن لري دهجران په دام کې ګیریمه زه
 مانه د کلي د ګدر ټولې میلې پاته دي
 د خټو کلی، دنګ چنار، اود سحر بادونه
 د بام په سر کې دخوبونو خاطرې پاته دي
 مرګیه لږ انتظار وکړه وارخطايي څله؟
 ریبار ورغلی دیار کلي ته جرګې پاته دي
 وطنه ځنګه به د هیر کړم هیروی دنشم
 ستا خړه خاوره مې تر اوسه په لیمې پاته دي
 دا دحفیظ ملیار په قبر ګلان ونه کرۍ
 لا خو زما د ارمانو بلې ډیوې پاته دي

د هجران اختربشپړ شعر ولولئ

د هجران اختر

حفیظ مالیار

 

څوک په اختر کې د جانان سره وی

څوک بیا یواځې دخپل ځان سره وي

څوک   له خوښیو  اټنونه  کوي 

څوک بیا د اوښکودګریوان سره وی

رښتیا د پیغلو اختر ښه اختر وی

په اوربل ټیک پوزه پیزوان سره وی

خاونده ته ورته اختر اختر کړی

چې  د چا عمر د  خفګان  سره وی

حفیظ  ملیاره  ستا اختر  به څه وی

له وطن  لری  چې  هجران   سره   وي

جګې او ټیټېبشپړ شعر ولولئ

جګې او ټیټې

حفیظ مالیار

  
ژوند کې جګی ټيټې په هرچاراځيّ  ‎
یو کور کې خوښي بل کې ژړا راځې
     

هيڅوک له مرګي نه خلاصیدای نشي 
مرګ ګورۍ په خان اوپه ګدا راځي  

 

هر عمل له ځان عکس العمل لري   
ښه او بد دې مخکې خامخا راځي    

زړه که د کعبې غوندې صفا کړله  
بیابه د هرچا درته دعا راځې    

ښه انسان هغه چې ځان اصلاح کړی زر
ژوند کې هر انسان ځینې خطا راځي

ای  حفیظ  ملیاره  خاکساري  ښه ده
څنګ ته به د هرڅوک په خندا راځي

پارلمان ته کاند يدبشپړ شعر ولولئ

پارلمان ته کاند يد

حفیظ مالیار

 

 

 غواړم کانديد شم پارلمان لپاره
 د شخصی ګټو د ار مان لپاره
 ورته به لافې د خدمت و وهم
 جيب به می ډک کړم د خپل ځان لپاره
 په رشوتونو کې کورونه اخلم
 د شهر نو او مکرويان لپاره
...د اتفاق پر ځای نفاق جوړوم
 د دی زخمی افغانستان لپاره
زه په تبعيض کې خپل بقا وينمه
د ګډوډی او چور ميدان لپاره
 په ملی ګټو کې ځای کله شته دی
 د خد غرضاو د شيطان لپاره
 زه د مظلومو خلکو اوښکې څه کړم
 زما يي څه څيری ګريوان لپاره
 دا ابادی ته خو مې ملا ماته ده
 وطن به جوړ کړم قبرستان لپاره
 هر ا جنبی چې راته دهل غږوی
 ورته نڅيږم د قيران لپاره
په لباسی خندا به خلک غولوم
 شم به بلبل نطق او بيان لپاره
 او به به خړي کړم ماهيان به نيسم
 ځان به کړم ټګ د هر انسان لپاره

 که له سواد نه بهره مند نه ومه
 سکرتر نيسم د پرسان لپاره
 په نيکتايي باندی به لاس وچوم
 پلو چلو او دسترخوان لپاره
 حفيظ ملياره بيابه ځای نلرم
 افشا مې نکړي د قران لپاره

بس کړۍبشپړ شعر ولولئ

بس کړۍ

حفیظ مالیار

 

ای د څوکیو لیونیانو بس کړۍ

د قدرتو د سر لیوانو بس کړۍ

پخوامو په کور کې کوم ګوډ خر لرلو؟

نن په خارج کې بانکدارانو بس کړۍ

تاسو په نس باندې هیڅ نه مړیږۍ

د بد بختیو ښامارانو بس کړۍ

دا بیتالمال و وایۍ چاچور کړلو؟

چپاولګرو بدماشانو بس کړۍ

د ملت ځمکې خو هم تاسو چور کړې

ولې بیرحمو غاصبانو ؟ بس کړۍ

د خپل د مور غوښې مو وخوړلې

د قبرستان رنګ رنګ چنجیانو بس کړۍ

ماشوم سپینګیري او ځوانان شهید شول

ولې بیرحم جنګسالارانو ؟ بس کړۍ

په هره لویشت کې قبرستان لرو مونږ

بس کړۍ جابرو قاتلانو بس کړۍ

خلک اوس پوه شول نورنو نه غولیږي

ای د تبعیض ټیکه دارانو بس کړۍ

دا د حساب وخت خو به راشي اخر

د پاک الله شرمنده ګانو بس کړۍ

حفیظ ملیار د ملت درد وایمه

ای حرامخوره ټپسانو بس کړۍ

شهید قاسم ته ډالۍبشپړ شعر ولولئ

شهید قاسم ته ډالۍ

حفیظ مالیار

     

د وینو رنګ ګلاب ګلاب کفن د واغوست لاړې

د ازا  دۍ  د انقلاب  کفن د واغوست  لاړي

سکوت د مات کړ پنجابیان د  په  لړځه راوستل

د تاریخونو د لوی باب کفن د واغوست لاړی

د  وینو هر څاڅکی  د  لراوبر  افغان ویښوي

د  غیرتونو  د سیلاب کفن د واغوست لاړی

د  لر او برو  افغانانو  د  شملې تاج  شولې

د مظلومانو د  ثواب کفن د واغوست لاړې

په اخرت کې به سرلوړی تر هرچا روان یی

انکر منکر ته دځواب کفن د واغوست لاړی

قاسمه ستا له شهامت حفیظ ملیار لوګی  شه

د  ارمانونو د  کتاب کفن د  واغوست لاړی

د ټوپک په خولهبشپړ شعر ولولئ

د ټوپک په خوله

حفیظ مالیار

 

 

خدایه  دلته  ارزاني  ده  څه   ځوانان   مري

په  جنګونو   کې  اخته   ستا  بنده ګان   مري

 

د  چا مور  د  چا  خواخوږي   ور  ته  ژاړي

چې   تنکي   تنکي   زمونږه    ګلالیان   مري

 

په  زانګو   کې  لا  په   خوب  کې   به   ویده  وي

بېخبره      له     د نیا      داسې      ګلان    مري

 

د    ټو پک    په   خولې    خبرې    د     روا  نې

که     په   لره   ده    که     بره     افغانان    مرې

 

د    حیوان  د مرګ     پښتنه     بل   خوا    کیږي

بې   پښتنې   زمونږ   ملک    کې   انسانان  مري

 

 

زه      حفیظ   ملیار      ولله      چې       خفه       کیږم

 د   چا   کور  کې  که  په  خپل    مرګ  لا  چرګان   مري

۰۴/۰۴/۲۰۱۳

ویانا

خمار د تا سره دیبشپړ شعر ولولئ

خمار د تا سره دی

حفیظ مالیار

نیشی د تا سره دي خمار د تا سره دی
سترګي د میو پیالې بهار د تا سره دی

ما د امید ګلونه دا ستا په لار شیندلي
وژنې که ژوند را بښې اختیار د تاسره دی

دا د شهید ارمان می یوځل تواف که وکړې
د نا امیده قبر مزار د تا سره دی

زړه ته نږدی محبوبی ای د جمال ښاپیرۍ
زما د څیری ګریوان ازار د تا سره دی

حفیظ ملیار په زړه کی اغزي بیشماره لرم
زخمونه ما سره دي ګلزار د تا سره دی