د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
حفیظ مالیار

د هجران اختر

 


څوک په اختر کې د جانان سره وی


څوک بیا یواځې دخپل ځان سره وي


څوک   له خوښیو  اټنونه  کوي 


څوک بیا د اوښکودګریوان سره وی


رښتیا د پیغلو اختر ښه اختر وی


په اوربل ټیک پوزه پیزوان سره وی


خاونده ته ورته اختر اختر کړی


چې  د چا عمر د  خفګان  سره وی


حفیظ  ملیاره  ستا اختر  به څه وی


له وطن  لری  چې  هجران   سره   وي

د شاعر نور شعرونه ←