د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښته حفيظ

د زرلښته حفيظ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

49 خپاره شوي شعرونه

سوله موارمانبشپړ شعر ولولئ

سوله موارمان

زرلښته حفيظ

اې دکايئنا تو ستر واکد ار ربه
ا ې د قد رتونو صلا ح کا ر ر
به

ختم د ا نفاق کړه ولسونوکې
ور کړه ديوسولې اقتدارربه
****
څوپورې قتلونه او مرګونه وي؟
څ
وپورې ماتم اوداويرونه وي؟
څوپورې غضب اوستاقهرونه وي
څو پورې ناڅاپه ماتمونه وي؟
****
څو پورې به م
يندۍخپل زلمي خښ کړي
خپل د زړه ټو ټې او ګلالي خښ کړي
تړمې تړمې توې کړ ل زيارتو نو کې
څو پورې به
پيغلې خپل زړګي خښ کړي
****
بس ده قهر نوره مو توبې واخله
دا د غم ماتم ترخه شيبې واخله
ډيرډيرماتمونه
کوربنۍ شولې
د ا د ماتمونو سلسلې وا خله
****
نورمونږپه خپل ژوندکې ساه نيولي يو
ستا دغه ويرجن لحظونه
ستړي يو
بيا مونږ ته زمونږ د ژوند معنا راکړه
دغه بدر نګو نو ته ښکلا ر اکړه
****
سوله موده ژوندسوله
ايمان غواړو
سوله کې ازادژوند دافغان غواړو
سوله مو جهان د اوو لسونو د ی
سوله دحفيظ د زړ ه ارما ن غواړو

افغانه ښځهبشپړ شعر ولولئ

افغانه ښځه

زرلښته حفيظ

ښځه حيا ده لوپټه دعزت
ښځه ښکلاده دژوندون مرحمت

په
يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان ځنګوي

ګرده نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا
افغانې ښځې

په بسم الله باندي هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې

ښځه ښادې اوخوشح
الې دژوندون
ښځه ډيوه او ړنايي د ژوندون

ښځه غوټۍ ده دګلونوڅانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه

هر يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هرچا نه معظمې ښځې

په پاکه غيږ کې اتلان وروزه
هر
تجاوز ته فاتحان وروزه

له تانه ځارشمه افغانې ښځې
ای په نړۍ کې قهرمانې ښځې

د سولې غږپه
هرافغان يې ښځې
ته د حفيظ د زړه ارمان يې ښځې

ستا د حيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه
قربان

اې دوطن مورېبشپړ شعر ولولئ

اې دوطن مورې

زرلښته حفيظ

دصوفي شاعر دادب د دونيا ځلانده اوتل پاتی ژوندی يادګار رحم
ان بابا د مزار د بيا جوړيدو په هيله

****
جوړ به بيرته د رحمان بابا مزار شي
شاعران د لرو بر به بيا قطار شي
دوطن مور به سينګارکړي د ننګونو
دحفيظ دارمان ګرم به بازار شي

اې دوطن مورې
ته ښوونکې يې زمونږ د هيواد الو
ته ښوونکې يې د ټولو نړيوالو
استازې
کې خلک واخيستل ډګرياني
بی دګري يو ستر روزنکې دبچيانو
****
مورې ته دشمله ورپښتنو مور وې
دباتورسرباز ليډرپښتنو خور وې
ته نازووې زرغونه وې ته درنه وې
خديجه وې داسلام دمينې شوروې
****
هديره دي ستړي ستړي په سلګوشوه
مورې ستا چې ډيوه تته دارزو شوه
سږ بچي دی ډير په ټيټه بيه خرڅ شول
څه بی قدره نيمو شپو کې الله هو شوه
****
مورې ستا بچي چې ووتل ليلام ته
دايو ننګ و يو غيرت و هرافغان ته
څو پوړيزي بنګلي يي ځان ته
جوړکړي
زه حيرانه شوم غټ خيټي تجاران ته
****
چا ونه ويل چې مورکۍ مو په سلګو ده
د يوې مړۍ سوالګره
په کوڅو ده
نه دسرپناه درپاتې نه دعزت ځاې
يو خالد١* دی ستړی ستړی په زارودی
****
په رڼا
ورځ کې بچي دي په ليلام شول
خو ننګونه دغيرت په تا حرام شول
چا ونه ويل چې نازو، يې زرغونه يې
د
غازي ادې ننګونه هم ګم نام شول
****
ستاوطن کې د ناموس دګټۍ نه څوک
هر خوا ښکاري دسياست يوميړه څ
وک
ستادسولې په زانګوکې سره لمبه ده
دځوانانو د مرګ نه کوي کيسه څوک
****
خلک به ويل چې دا وطن کې ميړني
دي
دخوشحال اوداحمد د ننګ بچي دي
په ناموس باندې سرونه ورکوي دوې
دوې ځدران دي دوې غلجي او دراني
دي
***
مورې واوره نن يو بل رنګه کيسه ده
د رحمان با با مزار کې سره لمبه ده
سره اورونه دي چې اورري له
خوانه
پښتنو کې د غيرت وينه توده ده
****
د وياړونو په مزار بمونه اوري
پښتانه ټول په سروسترګو ورته ګوري
چا ونه ويل چې احمد د زرغونه يم
زما نې څنګه ترخه ترخه را ګوري
****
نه ا سلام او حکومت باندې پوهيږي
نه
د کفر په وحشت باندې پوهيږي
مورې ستابچي نن څنګه بدعمل شول
نه دسولې په راحت باندې پوهيږي
****
بس يو ته يې
چې نا اهلو ته تل ژاړې
تل د سولې هليمنده يې دا غواړې
مورې شپي پسې رڼا ورځي به راشي
بيا
دسولې د پخلا ورځي به راشي
****
پښتنو تاسو ته سوال کوم بيدار شئ
يوځل بياسولې راتګ ته خريدار شئ
ټوپکوته ته فولادې جندرې تالي کړي
يو درمان دوطن مور دزړه پرهارشئ
****
سوله خپله کړئ چې مينه اوخو ښي
ده
سوله هيله دی الهام دسو کالي ده
سوله نوم د بر کت او د عزت دی
سوله نوم
دانتفاق اود ورو ي ده
****
مورې لاس پورته کوه ته دوعا وکړه
دي نا اهلو ته ته بيابيا ژړا م
کړه
دوطن ميندۍ به نورننګيالي روزي
بيا د سولې د راتګ تما شا وکړه
****
جوړ به بيرته د رحمان بابا م
زار شي
شاعران د لرو بر به بيا قطار شي
دوطن مور به سينګارکړي د ننګونو
دحفيظ دارمان ګرم به بازار شي

*١خالدهادي د بينوا ويب ماستر څخه يادونه شوې ده چې د خپل وطن وږي ميندو او بچيانو د
پاره ئې د خير ټولو لو په موخه هيوادوالو ته څادر وغوړو وياړ دې وي په هغو ميندو چې وطن ته
داسې کدرونه ورکوي

ستا فرهنګ او دمينې ورځبشپړ شعر ولولئ

ستا فرهنګ او دمينې ورځ

زرلښته حفيظ

توره شپه او شين سهارکې راسره وې
د يو پټ راز په اقرار کې را سره وې
نه پوهيږمه چې څوک يي څنګه راغلی
لکه سيورې په ټول لارکې راسره وې
ډيرسوچونو ،انديښنو کې ويده نه شوم
خداې خبردشپې هرپارکې راسره وې
لکه ستورې دسهارپه شين اسم
ان کې
خوږه مينه دزړه ښارکې کې راسره وې
****
سهار پاڅمه هم ستا په انتظا ريم
تورو شپو کې هم
خوبوکې ناقرار يم
زما دګران وطن د مينې خريدار يي
ځکه هرګړۍ قربان درنه جار جار يم
د ملکنو فاصلې ته
خيال ونکړی
هغه ژبه مې چې کړې وفا دار يم
دا د دوه زړونودمينې پيوستون ته
بل وطن په توروشپوکې هم ناچاريم
****
زه منمه چې ته هم ډير نازدانه يې
خو زما دزړه ارمان کې تلوسه يي
محبت مې
په ګناه کې حساب نکړی
دومره پو يمه چې ناکامه دل باخته يي
ژوندازمښت يوه ناکامه امتحان دی
خو د
مينې حقيقت ته خوږ کيسه يي
کله خوږ شئ لکه خوږ غزل د مينې
کله هم د ډير غمو نو سلسله يي
****
ماته ګران يي لکه خوږ غزل د مينې
دومره پو يم چې فرهاديي دشيريني
افسانې د محبت
به درته ليکم
په خوبو نوکې مې راشه که مې ويني
زولنۍ د روا جونو کړه نور ماتی
ليونيه يوځل راشه په پوښتنې
ماهم ستادپاره ډيرکړي سوالونه
پاک الله په دی اګاه د ه تل مې
ويني
****
چې نژدی شئ راته مينه شئ زړګۍ شئ
چې شئ لری رانه بيا پردی پردی شئ
چې اثر د ليونتوب درباندې راشي
بيانوځان سره ژړاسلګۍسلګۍشئ
دی ژوندون ته هم يوتريخه افسانه يې
کله ګل اوکله ګل څنګ ته ازغۍ شئ
چې د
زړه هندارکې تاته نظر وکړم
د قفقاز د ښايستنو ښاپيرې شئ
****
تاچې وويل يو تصور غواړم شيرينې
ماويل ګوره د ګل مخ ته که مې وينی
يو تصوير نه سل تصوير به درنه جار کړم
خو که داسې يو ورځ راشي زمونږ دمينې
تاويئل چې
دا زمونږ فرهنګ کې نشته
زمونږ ژوند د غير تو نو ده ګلمينې
ماويل هو زمونږ وطن دغموکوردی
ځه نو وخوره ډير ارزان د زړګي وينې
****
څه پوهيږئ چې ژوندون هزارداستان دی
ژوند يوعشق ده فسلسفه د خوږ ايمان دی
کله زه
چې د خداې کور ته په سجدو شم
زړه مې وايي مينه نو م د پاک سبحان دی
حفيظ پوشوستافرهنګ کې مينه نشته
م
ينه جرم ده، ګناه، قتل اسان دی !!!
اوس نو پو شه چې نن هم د مينې ورځ ده!
ستا فرهنګ دی وي
ژوندې مينه ناکام دی

شرط دسولېبشپړ شعر ولولئ

شرط دسولې

زرلښته حفيظ

شرط دسولې

زرلښته حفيظ

څنګه زما مخې ته راغلی لارويه
زما
ژوند ډک له ژاړااو دځګرويه
په پردي وطن کی خواره مساپره
تورې شپې په غيږکې اخلمه زړګيه
****
زه دخپل وطن
اصيله پښتنه وم
دغيرت اودناموس خوږه کيسه وم
چې وطن کې ګرځيدمه نازيدمه
د نازو او ملالې د ژوندجلوه وم

****
اوس طوفان کې راايساره په سلګو يم
هر سهار، ماښام په سوو اوسيلو يم
دژوندون پاڼه مې يو په بل رژيږي
ديوسولې په ارمان تل په زارو يم
****
د وطن بچي مې لوږې نه مړه کيږي
دنګ ماڼو کې مې زړګۍ نه قراريږي
د
وطن بي بي يانی در په در ګرځيږي
د ژوندون هر يو ارمان پسی ژړيږي
****
سهار پاڅمه غمونه دي دردونه
ماښام هم
دا غم لړلي خبرونه
چې راډيوته هروخت غوږ نيسم دااورم
دا بمونه دي ،مرګونه دي، قتلونه
****
هيڅ په ژوند مې
دراحت خبره نه شته
ستا راتلو ته د حاجت خبره نشته
تړمې اوښکې اوسلګو کې اموخته يم
مسافره اوسيلو کې اموخته
يم
****
ماشومان موليلاميږي ډيرپريشان يم
داغمجن غمجن وختونوته حيران يم
د
وطن په محبت کې پښتنو نه
سوله غواړمه لټون ته يې سرګردان يم
****
نولارويه ورشه جنګ ته زوال راوړه
شرط دسولې ده يوسورغمې لعل راوړه
ته فرهاد که د شيرينې ديدن غواړی
د حفيظ دګران وطن نه احوال راوړه

ای دسولې سپينه بازهبشپړ شعر ولولئ

ای دسولې سپينه بازه

زرلښته حفيظ

ای دسولې سپينه بازه

زرلښته حفيظ

ټول دونياته نظروکړه خوږ جانان په وينوسورشو
د عراق پلوری ګوره عراقيان په وينوسور شول
د غزی په کربلا کې يزدي
لښکری ګرځي
دسرووينوسيلابوکې مسلمان په وينوسورشو
پاڅه پاڅه ای پښتونه د غفلت له خوبه پاڅه
هم په لراوهم په برکې هرافغان په وينوسورشو
دلته هر قدم نفرت دی دلته هر قدم ويرونه
پښتنې ميندې شوې بورې ماشومان په
وينوسورشول
نوردمينې احساس مړه ده ګلمکۍ اوموسی نشته
هره پيغله ځوانيمرګه هر يو ځوان په وينو سور شو
ای
دسولې سپينه بازه راشه جنګ منګول کې واخله
په يوقب ترستونې تير کړه هرانسان په وينوسورشو
د حفيظ ښکلې ارم
انه پاک الله ته په سجدو شه
ورته وايه قهر بس ده ټول جهان په وينو سورشو

داپښتون دیبشپړ شعر ولولئ

داپښتون دی

زرلښته حفيظ

سروګولوته سينه سپرنيسي پښتون دی
مخا مخ ورته ټټر
نيسي پښتون دی

که دونيا ورته راتاولکه پړانګان شي
دغليم نه چې سنګر نيسي پښتون
دی

مور زانګو کې دايمان سبق ښو دلې
هربرۍ چې په هنرنيسي پښتون دی

نړيوال قوت به ټول ځانته ګونډه کړي
په قوي مورال لښکرنيسي پښتون دی

د ژوند
پايله ١ هم اغاز د ژوندون بولي
سروګولوته چې خپل سرنيسي پښتون دی

دا پردي ليونيان څه باندې پوهيږ ي؟
چې حفيظ ورته نظرنيسي پښتون دی

----------------------

١ دشهادت مرحله

داخترکليوالي سندرهبشپړ شعر ولولئ

داخترکليوالي سندره

زرلښته حفيظ

ماته د اختر په نوم ميوه راوړه
لاړ شه کوژده وکړه پتاسه راوړه
***
لاړ شه کوژده وکړه ارزاني شولو
بياد ښکلوا نجنو فريماني شولو
ډلې ډلې ګرځي ګودروباندې
بيا ولي
ګيله دی د ځواني شولو
***
بيرته چې راتلی يوه کيسه راوړه
ماته د اختر په نوم ميوه راوړه
***
نوره مينه م
کوه نا ښاد به شئ
عمر به عبس تيرشي برباد به شئ
پام چې دمجنون په لاره لاړ نه شئ
پام چې د منصور دکيسي ياد
نه شئ
***
زړه ورکړه اوډک دمينې زړه راوړه
لاړ شه کوژده وکړه پتاسه راوړه
***
لاړه شه کليوالۍ
پښتنې ګوره
سور شالو کې ښکلې ښاپيرۍ ګوره
ورشه زيارتونو باندې وګرځه
بيا د اخترونو خوږ ميلې ګوره
***
شين
شال کې راتاو ه پښتنه راوړه
ماته د اختر په نوم ميوه راوړه
***
پام چې په خالي لاسونه را نه شئ
بيا د چاد م
ينې په هوا نه شئ
مينه چې کوي هغه سرونه وي
زړه کې مينه ساته چې رسوا نه شئ
***
زړه دی ورته ورکړه يوه زړه راوړه
ماته د اختر په نوم ميوه راوړه
***
مکوه نور سوال د چا عکسونو ته
نشته خوږ ريبار ستا ټول سوالونو
ته
دا د لباسي ژبۍ ياران دي ټول
نه درومې په لار ستا اميدونو ته

***
ما حفيظ ته سوله په تحفه راوړه
لاړ شه کوژده وکړه پتاسه راوړه
اختر راغلی دی
چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی
ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی
تازه ګلونه ږدمه په
اوربل کې د ګلابو
خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی
ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنونو
ته د دلبر راغلې دی
تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دی
ګلونه د
انارته دوکی له باغه راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی
لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې
رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی
شيرنه دحفيظ په افسانو کې به را ياد شئ
نن بياچې دفرهادتوره
په سرراغلی دی
ډالۍ دسولې غواړمه که ماته راکوئ
اخترکې هم دسولې خوږ خبر راغلې دی

ربه ژوند مې نزانه کړبشپړ شعر ولولئ

ربه ژوند مې نزانه کړ

زرلښته حفيظ

زه دژوند يوه ارمان يم اتله مې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه
تياروته بل ډيوه مې کړه پښتو ته

تورې شپې رڼا کومه د يوسولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغه ا وناره مې کړه پښتوته

که د سر په بيه کېږي قر باني ته يم و لا ړه
ازادي باندې مينه حما سه مې کړه
پښتو ته

دغريب دژوند ډ يوه شم که د سولې قهرمانه
دوطن مينه پالمه خوږکيسه مې کړه پښتوته

حماسې را پارومه د ميوند خو ږ ه کيسه يم
دملالي په نوم وياړم پښتنه مې کړه پښتوته

زماوطن
دميړنو دی تجاوزته سورانګار دي
غيرتي وينه دافغان يم پروانه مې کړه پښتو ته

چې يي نه بيلوي
نورڅوک په نامه د ميليتونو
اتفاق د لاس امسا او وسيله مې کړه پښتو ته

دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي
دغيرت نوم دی
زماژوندافغانستان دی نزرانه مې کړپښتوته

دکاناډا د راکي د غرونو يادګار