افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
افغانه ښځه
ښځه حيا ده لوپټه دعزت
ښځه ښکلاده دژوندون مرحمت
په
يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان ځنګوي
ګرده نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا
افغانې ښځې
په بسم الله باندي هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې
ښځه ښادې اوخوشح
الې دژوندون
ښځه ډيوه او ړنايي د ژوندون
ښځه غوټۍ ده دګلونوڅانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه
هر يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هرچا نه معظمې ښځې
په پاکه غيږ کې اتلان وروزه
هر
تجاوز ته فاتحان وروزه
له تانه ځارشمه افغانې ښځې
ای په نړۍ کې قهرمانې ښځې
د سولې غږپه
هرافغان يې ښځې
ته د حفيظ د زړه ارمان يې ښځې
ستا د حيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه
قربان