د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
زرلښته حفيظ

ربه ژوند مې نزانه کړ

زه دژوند يوه ارمان يم اتله مې کړه پښتو ته
چې رڼاشمه
تياروته بل ډيوه مې کړه پښتو ته



تورې شپې رڼا کومه د يوسولې په ارمان يم
دپښتون دغيرت چغه ا وناره مې کړه پښتوته



که د سر په بيه کېږي قر باني ته يم و لا ړه
ازادي باندې مينه حما سه مې کړه
پښتو ته



دغريب دژوند ډ يوه شم که د سولې قهرمانه
دوطن مينه پالمه خوږکيسه مې کړه پښتوته



حماسې را پارومه د ميوند خو ږ ه کيسه يم
دملالي په نوم وياړم پښتنه مې کړه پښتوته



زماوطن
دميړنو دی تجاوزته سورانګار دي
غيرتي وينه دافغان يم پروانه مې کړه پښتو ته




چې يي نه بيلوي
نورڅوک په نامه د ميليتونو
اتفاق د لاس امسا او وسيله مې کړه پښتو ته



دحفيظ دژوندکتاب کې ازادي
دغيرت نوم دی
زماژوندافغانستان دی نزرانه مې کړپښتوته



دکاناډا د راکي د غرونو يادګار

د شاعر نور شعرونه ←