د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښته حفيظ

د زرلښته حفيظ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

49 خپاره شوي شعرونه

دسولې باچاخانبشپړ شعر ولولئ

دسولې باچاخان

زرلښته حفيظ

دسولې باچاخان روح ته ډالۍ

د ننګونو قهرمانه دپښتون د زړه ارمانه
نړيوال هم پرتاوياړي ای دسولې باچاخانه
****
شملورپښتانه نن بياستاژوندون لره ارمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په ارمان وی قرباني شوی دوختونو
زولنۍ دی شرنګولي بنديوان وی دزندانونو
****
ازادي ته يو ناره وی ارماني لاړی جها نه
نړيوال هم پرتا وياړي ای دسولې باچاخانه
****
ته دپوهی رڼا يي وی دژوندون په حرکت کې
ته دسرو زرونه پورته با لاتر په هرقيمت کې
ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې
ته اوبه دجنګ لمبوته ديوه سولې سترقوت کې
*****
ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه
نړيوال هم پرتاوياړي ای دسولې باچا خانه
****
عيسی رابه شي دونيا ژوندون به درکړي تاته
مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته
چې پښتون يم مسلمان يم په جاروايم هرچاته
سوله غواړم په نړۍ کې يم طوفان دجنګ بلاته
*****
ته دسولې بل ډيوه وې ای دمينې قهرمانه
نړيوال هم پرتاوياړي ای دسولې باچاخانه
*****
زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم
دونياوال ته سوله غواړم نن کيسې ستادپرون کړم
لروبر پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته
ارواح ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم
*****
سرراپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه ارمانه
نړيوال هم پر تا وياړي ا ی د سولې باچاخانه

دسولې ولولۍبشپړ شعر ولولئ

دسولې ولولۍ

زرلښته حفيظ

مونږه غلا نه کوو رښتن يو خادمان دوطن
په وطن سرورکوو مونږ يوشاعران دوطن

دا منصوري مينه مو زړونو ته جذبۍ راکوي
دمرګ نه ډار نه کوو مونږ يو سربازان دوطن

مونږ ازادي غواړوغلام ته غلامي نه منو
زمونږ په غرونوکې اوسيږي تل زمريان دوطن

مونږه لوې شوي يوجنګوکې اتلان به روزو
چې خپلواکي ته بری راوړي ښه ځوانان دوطن

سر ورکوو اوسنګر نه داا يراده ده زمونږ
تل موخدمت ته هڅولي دي بچيان دوطن

مونږه هم سوله غواړوسولې ته موملاتړلي
برۍ به راوړي سنګرو نه شاه ځلميان د وطن

مونږه دخير ځولۍ نيولي جرګه مارو لره
چې مرورسره پخلاکړي د ا مشران دوطن

حفيظ دسولې ولولو سره ارمان تړ لې
زيرۍ به راوړي زمانې په ماشومان دوطن

ته زما دمينې ګلبشپړ شعر ولولئ

ته زما دمينې ګل

زرلښته حفيظ

يووخت دواړه مونږدژوندسره په جنګ و
يووخت دواړه دتقديرپه تهمت رنګ و
يووخت دواړه لاروي ديوغورځنګ و
يووخت دواړه شنه طوطيان ديوچمن و
****
يووخت دواړه مونږ ديوارمان ګلونه
يو وخت دواړه مونږ ديوجهان فکرونه
يو وخت دواړه مونږ پيلي ارما نونه
يو وخت دواړه مونږ خوښ کړي اميدونه
****
ما به ويل چې زه د لوړوغرونو زر يم
تابه ويل چې زه سربازدسره سنګر يم
ما به ويل چې زه دمينې انځورګر يم
تا به ويل چې دجنګونو سرلښکريم
****
ما به ويل چې زه ملاله د ميوند يم
تابه ويل چې زه غليم سره په جنګ يم
ما به ويل چې زه مينه په وطن يم
تا به ويل چې زه هم تندرپه دښمن يم
****
ما به ويل چې ليونې دسره ګلاب يم
تابه ويل چې ماته وګوره شراب يم
ما به ويل زه چې نغمه دژوندپه باب يم
تابه ويل چې ته مې لوله خوږکتاب يم
****
ما کتل چې دکتاب ښکلی کيسه وی
زما دګران وطن د مينې حما سه وی
هره پاڼه کې دی ښکلي وو نکلونه
خپلواکي ته يو ناره اوتلوسه وی
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين وتاريخونه
ته زما د پاکې مينې يو داستان وی
ته زماښکلې هيواد افغانستان وی
****
تا ويل چې راته لپه کړه لاسونه
پاک الله دربارته ډيرکوه سوالونه
زه ورځمه په سفرچې سوله راوړم
پښتنوته به وايم مه وژني خپل وروڼه
****
خبر نه وی چې وختو نه قاتلان شول
دازمونږ سکنی وروڼه غلامان شول
خپل ځانونه يي پسو په بدل خرڅ کړل
غم ساعتوته اولسونه مې حيران شول
****
زه مجبوره شوم ماه ډک کړل مړوندونه
شرنګول مې چې را ويښ کړم ولسونه
ستادمينې په تهمت کې زه هم تورشوم
ستا په عشق کې را خبرشول عالمونه
****
ستادمينې د داستان يوه ديوانه شوم
ستا د پاکی مينې ښکلې زردانه شوم
ته مجنون د بيابان د يارانه شوی
زه ليلاستادتورغرونوخزانه شوم
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين شول تاريخونه
زه شوم ستادعشق داستان يوه ملنګه
زمونږ زړونو باندی بل دعشق اورونه
****
ته شهيداوته غازي اوته نامدارشوی
ته زما سولې ارمان ته طرفدار شوی
ته مړ نه يې ته زما دمينې يار شوی
ته زما د ګران افغان دغاړی هار شوی
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين وتاريخونه
ته زما د پاکې مينې يو داستان وی
ته زماښکلې هيواد افغانستان وی
****
ما کتل چې په تا ډيردجنګ غمونه
ستا غيرت باندې رنګين شوتاريخونه
چا دی ونۍ ځغلول اوچا لعلونه
ستا په ننګ بادی قربان شول ډيرسرونه
****
نړيوالوته دريم جنګ دجهان شوی
ته دهرافغان دسولې خوږارمان شوی
دحفيظ دپاکې مينې يو داستان شوی
ته زما د مينې ګل افغانستان شوی

زمادسولې ارمانبشپړ شعر ولولئ

زمادسولې ارمان

زرلښته حفيظ

زما دسولې ارمان داميدونو غوټۍ
دهر شهيددوينی د ارمانونو غوټۍ
دهرزانګوماشوم ته ارام او خوب دپاره
د بشريت نړۍ ته دګلابونو غوټۍ
*****
دجنګ دګرمولمبوداختتام په هيله
دبشريت ژوندون ته د ښه ارام په هيله
په ټوپکيانو باندې اوازدسولې کوي
دنړۍ ټول خلکو ته داحترام په هيله
****
چې دنړۍ ميندې جنګوکې بورې نه شي
لکه افغانې ښځې ويرته مجبورې نه شي
جنګ خوبلاده خلکوجنګ تباهي راولي
جنګ بشريت لره تل ستربدمرغي راولي
****
زما دسولې ارمان خواږه خيالونه غواړي
دجنګ معيبو لره خپي او لاسونه غواړي
چې په بمونو باندې کورونه يې ونړيدل
داسې بی کورو لره نوې کورونه غواړي
****
زما دسولې ارمان دهرانسان دپاره
دطبعيت غږه کې دښکلاګان دپاره
چې نه دژبۍ فرق وي اونه تعبيض دنژاد
دپيوستون زيرې وي دټول جهان دپاره
****
زما دسولې ارمان هرپښتون ځوان دپاره
زما د سولې ارمان پښتونستان دپاره
زما دسولې ارمان ټول ماشومان دپاره
د دريدلوميندو ښکلي بچيان دپاره
****
زمادسولې ارمان دهرا فغان دپاره
راځئ چې يوشوسره نوم دانسان دپاره
په نړۍ غږ وکړوچې مونږه سوله غواړو
حفيظ هم سوله غواړي د ټول جهان دپاره

د سولې يونبشپړ شعر ولولئ

د سولې يون

زرلښته حفيظ

زه د جنګ په سرولمبوکې دژوندلاريم
زه د خپل وطن دسولې اوستا کار يم
هيوادوالو ته دښه ژوند انتظار يم
زه جنګ نه غواړم دسولې خريدار يم
****
ما کتل دجنګ وختو کې چې ژړلي
د مجبورې نه خپل کورکلي نه تللي
زما وطن کې د ټوپکو واکمني وه
ژوندون نه وه دسروسوداګري و ه
****
د مغروروقاتلانو واکمني وه
زمونږ کلي د جنګونو بمباري وه
هره ورځ به بيګناه خلک شهيدو
هره ورځ به د ټوپک حکمراني و
****
يو به ويل چې دسورمخو طرفدار يم
بل به ويل چې دشنو سترګوخريدار يم
يو به ويل چې په ډالرو ژوند جوړيږي
بل به ويل چې د پنجاب دغاړې هار يم
****
جنګ لمبوکې عالمان مو در په درشول
د وطن ټول سيمه غر دجنګ سنګر شول
افغا نان ټولي مجبور کډه په سرشول
څو خرڅ شوي غلامان دوخت ليډر شول
****
د نيستی ،نفاق ، جنګونو وچکالي شو
قانون نه و د ټوپک د خولې ياري شو
جهالت فضا خوره شوه په ټول ملک کې
مکتبونه فاکولتی هم بم باري شول
****
چا جومات ته وارول لاسي بمونه
چا يزيد سره ورکړي کړي و لاسونه
څو خرڅ شوي ليډران مو غلامان شول
چا لمبه کړل د جومات ټول کتابونه
****
خوږ وطن مو دشيهد بيګناه ګور شو
په وطن کې اوازه د کفر خپور شو
کوم ظالم چاړه په لاس ځوان يي حلال کړ
د شهيد(١) دمورپه زړه دغمو زورشو
****
چا به وويل ډيرغوښتلی مسلمان يم
چا به وئيل چې د جهاد دسنګر ځوان يم
ډلي ډلي د ټوپک قومندانان شول
څوک دشرق اوڅوک دغرب په لورروان شول
****
ژوندون نه د وحشت په لور سفر و
خندا نه و تش په نوم باندې اختر و
ډير د لوږی نه مجبور او در په درو
ځنې ځينې د ژوندون نه لاس په سر و
****
جنګ غمونه مې چې وليدل غمجن شوم
د انسان غوښه سپي (١)وخوړل خوږ من شوم
دی وحشت د زمانې ته هم درد من شوم
په سلګو سلګو کډوال د بل وطن شوم
****
د مجبورې نه کډوال شول د ملکونو
مساپردخپل وطن شول د تورغرونو
قيامتي شول ديدنونه وپلار مور ته
ځينې پاتی د پردي وطن پيغور ته
****
ځينې وايي بختوره کاناډا کې
ياهغه چې ژوند يي جوړدی اروپا کې
يا په عيش کې چې څوک اوسي امريکا کې
طالی مند دي چې اوسيږي بل دونيا کې
****
خو زه وايمه چې اې قومي مشرانو
رحم وکړئ په پرديسو افغا نانو
سوله جوړکړئ چې وطن ته راسانه شو
يوخپلواک ښکلې ګلشن ته راستانه شو
****
پسرلۍ د مينې بيا به را ژوندی شي
ننګرهار د سولې کور به مې زړګی شي
ځوانيمرګ ارمان (٢)ته ډيري شمعی وړمه
نارنج ګل به مې دغاړۍ غاړه کۍ شي
****
چې يو موټۍ اوپخلا ټول افغانان شو
تمدون اوترقي په لورر وان شو
نه به جنګ وي نه دجنګ وحشت وختونه
د حفيظ د سولې يون ته اتلان شو

کونړ سيندهبشپړ شعر ولولئ

کونړ سينده

زرلښته حفيظ

کو نړسيند څپه څپه شوزمادزړه ښکلې نغمه شو
دپښتون دغرورخيال کې دغيرت اوننګ کيسه شو

کونړ سيند به يا د ومه مست څپوسره به يي ځمه
دګران ستوری* په ارمان کې خپل شعروکې يي يا دومه

کونړ سينده نغمه ګره د شعرونو جادوګره
شاعران پرتاراټول شو ل اې د زړونو سودا ګره

د مستي سندرې وايه خپل همت خلکو ته ښايه
ښاپيرې درته رادرومې ورته زما سندرې وايه

کونړسيند دجنت هورې خپل موجونوکې مغرورې
تا تره مې ډير ياديږي ته يادونه د مامونې

جلالا ته دی درځمه دمه ستا څنګ ته راوړمه
بوډيالي نکريزی اخلم خپل لاسونه سره کومه

کونړ سينده بختور يي ته زما دزړه دفتر يي
خپل موجونوکې مې واخله زما هوډته انځورګر يي

د خيوې په تکل ځمه خپل دادا خوشحالومه
يوارمان به ورته يوسم لوې جومات به جوړومه

کونړسينده بختور يي اشنا ستاپه لوری درومی
يو ارمان لري په زړه کې دليلا په لوری درو می

کونړسينده ورته وايه نه دی هوډنه دی ارمان شته
ستړی ستړی شوې خپی يبلی بس يولاردبيابان شته

زما بل رنګه دونيا ده ستايادونه په کې نشته
يو وطن زما اشنا دی نور خيالونه په کې نشته

کونړ سينده زما ځانه ماته ګران يې دهر چانه
تيريادونه مې تازه شول روح مې واخيستل لتانه

ستادمستوڅپو ځار شم پښتنخوا پلورې درومه
روح چې ښاددغفار خان شي دبابا په لورې درومه

تراټکه پوری لاړ شه يوه هيله مې همدا ده
پيښوردزړه په ښار ک يو خوهم ولي بابا دی

کونړ سينده بختوره ته زما د زړه ارمان يي
خپل موجونوکې مې واخله دحفيظ ښکلی جانان يي

د ګران ستوری څخه مطلب ښاغلی مرحوم ډاکټرکبير ستوری څخه يادونه شويدی

د اختر ډالۍبشپړ شعر ولولئ

د اختر ډالۍ

زرلښته حفيظ

زما خيالونو کې ميشته پښتنو
زما په سترګو کې ليمه پښتنو

زه د اختر مبارکي وايمه
په ټول جهان خواره واره پښتنو

دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته
دژوند ډګر کې ازموده پښتنو

دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ
دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو

سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته
دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو

شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه
دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو

زما لاسونه ددوعا نه ډک دي
د(زرلښت )سترګو کې ليمه پښتنو

خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته
سوله دې راشي په هر لور تاسي ته

دپښتنو خويندو دعا ده اختر
دمسافر زړه تمنا ده اختر

دقدر شپه کېبشپړ شعر ولولئ

دقدر شپه کې

زرلښته حفيظ

ربه زماسوالونو ته ايمان راکړه
مينه شفقت دپاک سبحان راکړه
جار ستا د مکۍ او مدينې نه شم
لپه ددوعا کې سپين قران راکړه
ستا د قدر شپې ته انتظار يمه
ستا ددرملنګ يمه جانان راکړه
زما دژوند لمحۍ دکناهو نه ډک
پاک نفس دزمزم اوبه فريمان راکړه
زه يې د يو ځل ديدن ارمان لرم
ليد د محمد اخر زمان راکړه

پروردګارهبشپړ شعر ولولئ

پروردګاره

زرلښته حفيظ

ته د وخت د حکوکمتونو سترواکدار يي
ته د ټولو کا يئنا ت پرو رد ګار يي

ته عادل په عدالت حکم فرما يي
ته په دواړو جهانونوکې رويدار يي

چې جنت اودوزخ دواړه ستاپه واک دي
ته رحمان يي ته رحم يي ته قهار يي

ته هرڅه يي او په هرڅه ښه پوهيږی
ته د ډير زړونو همراز او خبر دار يي

دا زما پر ملت هرڅه چې تيريږي
دومره ويني فواري په شان تويږي

دا سرونه چې تنی نه را بيليږي
مورد لوراو ځوې د مور نه جدا کيږي

ډلۍډلۍ ښځۍ ورځ په ورځ کونډيږي
د تنکي ځوانانو لو ده چې ګډيږي

اور بلونه د پيغلوټو ميراتيږي
د انسان غوښه باروتو کې پخيږي

نو!

اې دټول جهان مالک پروردګاره
د بي کسو او بيوسو ناز ورداره

هم قهاريي ته رحيم اوته رحمان يي
ته دونيايي اخرت اوبل جهان يي

زه په تړمو تړمو اوښکو درته ژاړم
زرسوالونو کې يو سوال لرم او غواړم

دويرونو ماتمونو شپي صبا کړه
زه د سولې يو سوالګره ماته راکړه

سل افسوس د ژوند شيبې ځي په تياروکې
د رڼا ورځې خوبونه هديرو کې

دا نا کامه زندګي ده چې تيريږي
زما دژوند خواږه لحضۍ پردي ملکو کې

مونږ ته بيا د خوشحاليو اختر راکړه
يو د سولۍ نزرانه کۍ خبر راګړه

د حفيظ ارمان پوره کړه اې غفاره
اې د ټول جهان مالک پروردګاره

مورېبشپړ شعر ولولئ

مورې

زرلښته حفيظ

مورې ورځ دبختور شه
لاس دپورته کړه دوعا راکړه اې مورې
ژوندکې ستړې يمه ساه راکړه اې مورې
دغمونه ستړې زړه مې ارام غواړي
يتيم مخ ته مې خندا را کړه ای مورې
*****
هر ورځ دوي ډير ښکلې درته مورې
ما په مينه يې منلې زما مورې
جنتونه دي تابع ستا قدمو ته
خدا ې رسول ته هم اغلې زما مورې
*****
هره شپه د وي برات ورځ د اختر شه
ته پالونکې دانسان يې منورشه
ددونيا اتلان ستا دغيږ بچي دي
مبارک او ښکلې ورځ د بختور شه

مورته څلوريځي
بی بی هواته
اې زماګرانې قدردانې مورې
ټوله نړۍکې قهرمانې مورې
پيغمبران هم ستادغيږې بچي
دټول دنړۍ دليډرانوموريې
*****
مور دمينې انسانيت يوه ښوونکې
مور دټولو بشريت ستره روزونکې
مور دژونددسعادت تمثيلونکې
مور دژوند د حقيقت بيانونکې
*****
مورشهکاره ليډران په غيږ کې روزي
مورخو تل قهرمانان په غيږ کې روزي
مورسپيڅلي جنتيان په غيږ کې روزي
دا چې خداې ورته دمور مقام ورکړې
*****
مورې ته زما دمينې پرښته يې
ځکه ماته ډيره ګرانه پښتنه يې
قافلې چې تمدون مقام ته رسي
ته دټولوسر لښکره يې درنه يې