د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1294 شاعران8588 شعرونه
زرلښته حفيظ

دسولې ولولۍ

مونږه غلا نه کوو رښتن يو خادمان دوطن
په وطن سرورکوو مونږ يوشاعران دوطن

دا منصوري مينه مو زړونو ته جذبۍ راکوي
دمرګ نه ډار نه کوو مونږ يو سربازان دوطن



مونږ ازادي غواړوغلام ته غلامي نه منو
زمونږ په غرونوکې اوسيږي تل زمريان دوطن



مونږه لوې شوي يوجنګوکې اتلان به روزو
چې خپلواکي ته بری راوړي ښه ځوانان دوطن

سر ورکوو اوسنګر نه داا يراده ده زمونږ
تل موخدمت ته هڅولي دي بچيان دوطن

مونږه هم سوله غواړوسولې ته موملاتړلي
برۍ به راوړي سنګرو نه شاه ځلميان د وطن



مونږه دخير ځولۍ نيولي جرګه مارو لره
چې مرورسره پخلاکړي د ا مشران دوطن



حفيظ دسولې ولولو سره ارمان تړ لې
زيرۍ به راوړي زمانې په ماشومان دوطن

د شاعر نور شعرونه ←