پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
مورې
مورې ورځ دبختور شه
لاس دپورته کړه دوعا راکړه اې مورې
ژوندکې ستړې يمه ساه راکړه اې مورې
دغمونه ستړې زړه مې ارام غواړي
يتيم مخ ته مې خندا را کړه ای مورې
*****
هر ورځ دوي ډير ښکلې درته مورې
ما په مينه يې منلې زما مورې
جنتونه دي تابع ستا قدمو ته
خدا ې رسول ته هم اغلې زما مورې
*****
هره شپه د وي برات ورځ د اختر شه
ته پالونکې دانسان يې منورشه
ددونيا اتلان ستا دغيږ بچي دي
مبارک او ښکلې ورځ د بختور شه
مورته څلوريځي
بی بی هواته
اې زماګرانې قدردانې مورې
ټوله نړۍکې قهرمانې مورې
پيغمبران هم ستادغيږې بچي
دټول دنړۍ دليډرانوموريې
*****
مور دمينې انسانيت يوه ښوونکې
مور دټولو بشريت ستره روزونکې
مور دژونددسعادت تمثيلونکې
مور دژوند د حقيقت بيانونکې
*****
مورشهکاره ليډران په غيږ کې روزي
مورخو تل قهرمانان په غيږ کې روزي
مورسپيڅلي جنتيان په غيږ کې روزي
دا چې خداې ورته دمور مقام ورکړې
*****
مورې ته زما دمينې پرښته يې
ځکه ماته ډيره ګرانه پښتنه يې
قافلې چې تمدون مقام ته رسي
ته دټولوسر لښکره يې درنه يې