د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حفیظ ملیار

د حفیظ ملیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

31 خپاره شوي شعرونه

ځواني لاړهبشپړ شعر ولولئ

ځواني لاړه

حفیظ ملیار

   

 د یو خیال په طمع طمع ځواني لاړه
 سوزیدلم لکه شمع ځواني لاړه
 دا ژوندون خو په ولله د سترګو رپ وه
 څنګ چې زه پرې خبریدمه ځواني لاړه
 سرمې سپین شو ګیره سپینه خوله کڼډاسه
 نور زهیر شومه له تنه ځواني لاړه
 کینه پریږده بغض پریږده مینه وکړه
 را ترغاړې شه همدمه ځواني لاړه
 د زړه درد مې درته وایم راته ژاړې
 ژاړه ژاړه ای قلمه ځواني لاړه
 په زړښت کې د ځواني خوندونه نه وي
 زه ورځه د زړه مرحمه ځواني لاړه
 زه حفیظ ملیار د زړه زخمونه شمارم
 وزګار نشومه له غمه ځوا ني لاړه

ګلاب ګلاب زړګیبشپړ شعر ولولئ

ګلاب ګلاب زړګی

حفیظ ملیار

 

ګلاب ګلاب زړګی مې د ارمان خونه کې مري
مین مین زګیروی مې د جانان خونه کې مري

مثال یی د پښتون دی که په لره دی که بره
په رنګ رنګ تومتونو د افغان خونه کې مري
غروب د ماځیګر او سور شفق د ماښامي شو
د زړه د وینو رنګ مې د اسمان خونه کې مري

د زړه بړاس مي شي پورته راته سترګو کې باران شي
د اوښکو ملغلرې د ګریوان خونه کې مري
ژوند عشق دی محبت دی حرکت مبارزه ده
زخمي زخمي احساس مې د کاروان خونه کې مري

سپرلی سپرلی امید می د ګلبڼ په نندارتون کې
افسوز حفیظ ملیاره د خزان خونه کې مري

تنکۍ مینهبشپړ شعر ولولئ

تنکۍ مینه

حفیظ ملیار

  ستا د تنکۍ مینې هجران کې سوځم
مدام د وصل په ارمان کې سوځم

څنګه چې اوښکې له دا سترګو څاڅي
دستي په خپل څیرې ګریوان کې سوځم

د للمې ګل شوم د باران په طمع
د اوړي لمر او شین اسمان کې سوځم

د پښتون برخه یم زر نه رارسي
زه خو په داسې لوی جهان کې سوځم

عجیبه نده چې پښتون ووایی
زه مې په خپل افغانستان کې سوځم

چا پیښور او چا کابل ته غږ کړ
ته په امو زه په بولان کې سوځم

کابله درد دې د حفیظ ملیار دئ
ته خپل وطن زه بل جهان کې سوځم

د مینې تږیبشپړ شعر ولولئ

د مینې تږی

حفیظ ملیار

   
درد سره بلد یمه لمبو سره بلد یمه
سوی او سکر وټه یم ایرو سره بلد یمه
اوسپنه وم ویلی شوم د ظلم په بټۍ کې زه
جوړ رانه پولاد شو ټکیدو سره بلد یمه
زه یمه پښتون نور ازمویل زما پکار ندي
څومره چې راولیږم جګیدو سره بلد یمه
سوله ورور ولي او صداقت د ژوند معیار ګڼم
زه په ټول تاریخ کې دې نغمو سره بلد یمه
ما سره چې سم ځي یا که کوږ ښه پرې پوهیږمه
نشي پټیدلی د هغو سره بلد یمه
څنګه به مې هیر شې تخیل کې زما ځای لري
حسن د غزل او زه شعرو سره بلد یمه
مات که می خمار کړی ساقي نن خو می مست ولیږه
زه د مینې تګی یم پیالو سره بلد یمه
پرخه د سحر یم د ګلپاڼو ښکلول غواړم
زه حفیظ ملیار د د ې مزو سره بلد یمه

ما ته مې مور راته په یاد کې راغلهبشپړ شعر ولولئ

ما ته مې مور راته په یاد کې راغله

حفیظ ملیار

ماته مې مور راته په یاد کې راغله

دفکر ټال کې لاړم

د فکر ټال کې ځنګیدلم ورته

باور به وکړی ژړ یدلم ورته

مورچې ژوندۍ وه راته

د شفقت دنیا وه

دمحبت دنیا وه

د برکت دنیا وه

پلار خو مې وخته دې فاني دنیا نه

په خپل سفر تللی وه

مور محبت راکوه

مور شفقت راکوه

ماته یی ناز راکوه د

یاد مې شي][]

ماکه مشکل لرلو

یا که په سر زما کوم درد پیداوه

مور به سبا پوری بیخوبه ناسته

زما په فکر به وه

زما د صحت په ُفکر

ډیره غمجنه به وه

خوب به یی ستر ګونه حوا کړیه

د خولی مړۍ به یی زما په خوله کړه

دې به روزلمه زه

دې به پاللمه زه

یاد مې شي[[[

زه چې څه وړوکی ومه

هلته په کلی کې به

خپلو همزولو سره

ما به هم لوبی کړلی

پڼډوس / خوسئ او نوری لوبئ

سم چې به کور ته راغلم

مور به می مخ او لاس را و وینځلو

مور به دستي را ته ډوډۍ راوړله

موربه زما دا د کمیس هغه شلیدلې تڼۍ

چې به په لو بو کې شلیدلې راته

د محبت په ګوتو بیرته ګڼډلې راته

په محربانه لحجه به یی ویلې راته

پام کوه زویه جنګ جدل ونکړی

چې څوک ازار ونکړي

ژوند خو وفا نلري

مرګ خو اخر د هر چا کور ته راځي

ولی څوک ځان په دې دنیا او اخرت ناکام کړي

یاد مې شئ [[[

مور ماته قلم ماته کاغذ راکوه

زما تعلیم ته به یی فکر کا وه

مور به اختر کې راته

هر کله نوي جا مې و ګڼډ لې

خدای خبر

موربه

داختر جامې لرلی کنه

زما په غم زما په فکر به وه

مور به همیش ویلی

زما ارمان یی زویه

زما امید زما جهان یی زویه

د خو ښۍ اوښکې به یی

د ملغلرو په شان

دا نه دانه د دې له ستر ګو تللې

خبره داده چې اوس

له ځانه سوال کومه

غواړمه سر مې په ګریوان کړمه زه

دا خپل وجدان ته می ځواب پیداکړم

ما مې د مور لپاره څه کړیدي؟

ما د هغې د محبت د شفقت د بیخوبي د تکلیفونو

څه ادا کړیده

ما یی ارمان ما یی امید پوره کړ

ما یی خدمت کړیدی؟

ځواب معلوم دی چې نه

زه پوروړی یمه

ځکه خدمت کول د مور او دپلار

هسې اسان کار ندی

یو لوړ دقت او لوړ همت غواړې

د مور حقوق لکه کعبه داسې وی

زه پوروړی یمه زه ملامت یم مورته

زه ګنهګار زه ابدي ګنهګار

کا شکې چې هغه وخت خو زه پو هیدای

لکه چې اوس پوهیږم

مابه یوه لحظه هم

هغه کوم غم ته به بریښې نه وای

ما به ژوندون کې دمور

دا یو قدم هم بی له خوښې د مور

دا بله خوا نه وړلای

افسوز

افسوزچې بیا یی زه لیدلای نشم

لاس او پښی یی ښکلولای نشم

اوس یی زړګی لاسته راوړلای نشم

اوس یی په قبر ځان وژلی نشم

اوس مې ګریوان خپل څیرولی نشم

اوس یی د قبر خاوری

دا په دا سرمی باد ولی نشم

ځکه اوس ګټه نکړي

وخت لکه سره زر دی

مانه اوس وخت تللی دی

یم ابدي ګنهګار

یم ابدی ملامت

د او ښکې تذبيحبشپړ شعر ولولئ

د او ښکې تذبيح

حفیظ ملیار

وطنه تل د اوښکو په تذبو د يادوم
ملنګ غوندې په کلي او بانډو د يادوم

ته مور يي ته عزت يي ته مې ژوند يي باور وکړه
ستا خاوره مې رانجه شه په ليمو د يادوم

بيکوره شي بيموره شيي يتم شي او سوالګر شي
دردونه شي بيشماره په سلګو د يادوم

د زړه بړاس مې راباسمه د خوږ احساس په ژبه
که ځان مې لږ تسل کړم په شعرو د يادوم

د سولی په ارمان به په مونږ خاوری وی امباری
تقديره خفه نشې په ګيلو د يادوم

ارمان او د هجران په مينځ کې ګير حفيظ مليار يم
نفس چې مې په تن وي تر هغو د يادوم

ويانا د اتريش ښار

ماليارهبشپړ شعر ولولئ

مالياره

حفیظ ملیار

ځلوريزه

سپرلی شو ونې شنې شوې دښتې شنې شوې
بلبلان په چيغو سر شول او نغمې شوې
ای حفيظ ملياره کاشکې حجران نه وای
تانه پاتې د نوروځ هغه ميلې شوې
ای ساقي

ای ساقي شراب د نشته کنډولی به د زه څه کړم
چې ګلان هغه کې نه وي دا سپرلی به د زه څه کړم
روغ بدن مې ستا ونه ليد ای حفيظ ملياره ولې
پرهارونو ځينې ډک دی دا زړګی به د زه څه کړم
مالياره
مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړونه خوشحال کړه
موسم د سپرلي دی مونږ د سيالو سره سيال کړه

غاټول ګلونه راوړه چمنون رنګيني کړه
وږمې د سحر راوړه هرې خواته يي خورې کړه
د پيغلو له ټيکريو شاړې دښتې زمونږ شنې کړه
قالينې پکښې پرش کړه له غاټول يي تکې سرې کړه

د پيغلو په مسکا کې د ګدر جوړې ميلې کړه
عطرونو د ګلانو ځينې جوړې فوارې کړه
د ګلشن بلبل خفه دی په نغمو يي چغهار کړه
مالياره ګلان راوړه دا زخمي زړون خوشحال کړه

ماليا ره زمونږ پيغلې د نارنج ګلونه غواړي
مجنون د ليلا غاړې ته د ګل هارونه غواړي
دا د ښتې له شپونکي نه د شپيلۍ غږونه غواړي
يتيم د مور او پلار د غيږې تير وختونه غواړي
زخمي زخمي ګلونه د زخمو ټپونه غواړي
مطرب د رباب جشن ته د عشق شعرون غواړي

حفيظ مليار در جار شه راته خوښ مو نوی کال کړه
مالياره ګلان راوړه د ا زخمي زړونه خوشحال کړه
ويانا د اتريش ښار

مينه ښه دهبشپړ شعر ولولئ

مينه ښه ده

حفیظ ملیار

ژوند دبحريو څپه ده
يوشيبه يوه لحظه ده
ښکلوي د ساحل شونډې
بيا روان ترينه خفه ده
دا مرګی دسترګو رپ دی
مرګی هر چاته ميلمه ده

انسان مري نه پاته کيږی
چې شي پاته خاطره ده

پام چی وار درنه تير نه شي
ډکه خوله خندا خوږه ده

د حفيظ مليار باور دی
مينه ښه ده مينه ښه ده

په زخمونو پټۍبشپړ شعر ولولئ

په زخمونو پټۍ

حفیظ ملیار

زخمي زخمي زړونه پټۍ غواړي
نور وچې شوڼډي خوشحالۍ غواړي

په تړمو اوښکو ګريوانون لانده
څيری ګريوان مونږ نه تڼۍ غواړي
عذتي ميندې مو سرتوره مشه
هغوی سپين سر ته لوپټۍ غواړي

مونږ به ترڅو دا خپل کورونه څيزو
مونږ به ترڅو دا خپل ښارونه څيځو
وطن خو ټولو ته ګډ کور دی کنه

راځۍ په ګډه ترينه اور مړ کړو
راځۍ چې يو شو شر او شور مړ کړو

په وينو رنګ دا ماشومان مو هير دی
زاړه سپينږيری او ځوانان مو هير دی
ميندی په قبر د بچيانو ژاړي
په هره لويشته ماشومان مو هير دي

چا به سلګۍ وي دا د چا ليدلې
چابه وی زنه دا د چا تړلې

هغه کنډر کنډر کورونه ګورۍ
د کنډو رنډو پريادونه ګورۍ
دا د بارتو داسمان له لاسه
د تورو وريځو بارانونه ګورۍ

حفيظ مليار افغانستان ژړوي
يو مې ارمان بل مې هجران ژړوي

اتريش

رپيږمهبشپړ شعر ولولئ

رپيږمه

حفیظ ملیار

مخ ته چی د ګورمه رپيږمه
سترګو کې حيا لرم شرميږمه

ګرانې مخامخ درته کتی نشم
پټ لکه ماشوم هسی زوريږمه

ورک مې شي جرئت چې تاته وګورم
بيانو ګرد چارپير درنه تاويږمه

صرف له سرکو شوڼډو د خندا غواړم
بيانو به ټول عمر درجاريږمه

ای زړګيه ژوند بی مينی خوند نکړی
ګاله تکليفونه خفه کيږهمه

څه وکړم شاعر ګل سره مينه کړي
ما حفيظ مليار ته په قاريږه مه

اتريش