د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1491 شاعران8588 شعرونه
حفیظ ملیار

ګلاب ګلاب زړګی

 


ګلاب ګلاب زړګی مې د ارمان خونه کې مري
مین مین زګیروی مې د جانان خونه کې مري


مثال یی د پښتون دی که په لره دی که بره
په رنګ رنګ تومتونو د افغان خونه کې مري
غروب د ماځیګر او سور شفق د ماښامي شو
د زړه د وینو رنګ مې د اسمان خونه کې مري


د زړه بړاس مي شي پورته راته سترګو کې باران شي
د اوښکو ملغلرې د ګریوان خونه کې مري
ژوند عشق دی محبت دی حرکت مبارزه ده
زخمي زخمي احساس مې د کاروان خونه کې مري


سپرلی سپرلی امید می د ګلبڼ په نندارتون کې
افسوز حفیظ ملیاره د خزان خونه کې مري

د شاعر نور شعرونه ←