د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بازمحمد روغوال

د بازمحمد روغوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

22 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

غزل

خواران او که خا نا ن دی سر ټکۍ د خپل تندي-
زاړه او که ځوانا ن دی سر ټکۍ د خپل تندي-

په دغه ځمکه وکړه ډ یرو خلکو باد شا هي-
شا ها ن که ملنګا ن دی سر ټکۍ د خپل تندي-

د هر څه پریما ني ده خوشحا لی د زړونو نشته-
نن ښځي که نران دی سر ټکۍ د خپل تندي-

ای خلکو شکر وکړۍ نا شکري هیڅ مه کوۍ -
نا شکره حر یصا ن دی سر ټکۍ د خپل تندي-

(روغواله) قناعت د دی نا خوالو تداوی ده-
بی صبره انسا نا ن دی سر ټکۍ د خپل تندي -

د جمغی ورځ خپل کور جلا ل ابا د

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

څوک دی په یو نوم څوک په بل نوم ورانوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی

یو وایی اجیران دی چی زمونږ په ضد جنګیږی
بل وایی کا فران دی څوک چی دی ملک اوسیږی
د د واړو په جګړو کښی بی ګناه افغانان مری
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی

څوک مو د کا نونو څوک د خاوری د شمنان دی
څوک مو د نیکونو د حق لاری د شمنا ن دی
په یو او بل نومو مو خپل منځ کښی جنګوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی

اصلی خبره دا چی په قد رت با ندی جنګونه دی
هسی په خبرو یی غولولي اولسوونه دی
بی علمه واکداران دی خپل جیبونه ډ کوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی

ای خدایه را بیدار کړی دغه خوار او زار اولس
په پوهه یی لږ هوښیا ر کړی بی قرار نا دا ر اولس
(روغواله) پوهه لمر دی تاریکی د منځه وړی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی

جلال اباد

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

د شما ل د خوا نه را غلل تیز با د ونه =
ورسره وه ښه ملګري با رانو نه =

خړی ځمکی په با ران باندی لمدي شوی =
ټولو ونو څخه یی لری کړل ګرد ونه =

ورته یی ویلی رابیدار شۍ سپرلی راغی =
سترګی وغړاوۍ بس کړۍ نور خوبونه =

رنګ په رنګ باندی ګلان میوی راباسۍ =
زرغونه کړۍ دا شود یاری د شتی غرونه =

سپیری زمکی کړۍ ښایسته په سپین ګلانو =
د شینکیو نباتو جوړ کړۍ چمنونه =

کوه قاف ښاپیرۍ راځی د ید ن ته =
د نارنجو د باغو کوی سیلونه =

د بد سترګو دی خدای ساته ننګرها ره =
چی جرګی د رکښی کوی دا ټول قومونه

ای (روغواله) میلما نه راغلل ننګرهار ته =
ورته ورکړه د نارنجو سپین ګلو نه =

۱۸/۱۲/۱۳۸۹
دامان

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

لکه چی ګل منځ د اغز یو کښی اوسي -
د ژوند راحت په تکلیفوو کښی اوسي -

اغزي چی ډ یر وی څانګی ښه ښکاریږی -
صد برګ ګلان داسی شاخچو کښی اوسي -

که راحت غواړی نو زحمت اوباسه -
ښایسته غمي په لویو غرو کښی اوسي -

چی دی خرما او هم ثواب شی نصیب -
د زړو ارام نیکو کارو کښی اوسي -

ژوند په غزت او په حرمت مزه کا -
غزت د علم د رجو کښی اوسي -

ځوانا نو لږ کو شش د علم وکړۍ -
علم د پوهی مرکزو کښی اوسي -

بی له تعلیمه ژوند مشکله ښکاري -
لکه ما هی چی تل اوبو کښی اوسي -

بچیا نو لږ د رته همت پکار دی -
دا ملک به څو پوری تیارو کښی اوسي -
()

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

چی هرکاله ډ یوي دی ټولی ښځي -
د الله(ج) لوري تحفي دی ټولی ښځي -

کومی ښځی چی د ینداری تقوه داري یی -
د رحمت دا فریښتي دی ټولی ښځي -

هیڅ سړی به بی له ښځی کا مل نه شی -
نغمتو نو کښی خوږي دی ټولی ښځي -

تل ارزو د نیکی ښځي روغ صورت کړه -
ا ولاد و ته مد رسي دی ټولی ښځي -

توا لد و او تنا سلو سلسله ده -
ټول همجنس جوړي جوړي دی ټولی ښځي -

سلیقه چی وی ښایسته کور یی ښایسته وی -
زړه راښکونکی منظري دی ټولی ښځي -

ژبه نرمه خوب کلامه خوب صورته -
پښتني پکښی د رني دی ټولی ښځي -

په خوی رنګ کښی مختلیفی دی (روغواله) -
غنم رنګه پکښی ښي دی ټولی ښځي -

جلال اباد

۲۹/۷/۱۳

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

ټینګ به نشی هیڅ سپین مخ ته بزرګوار د زما ني
که هر څو توبه تا یب شی توبه ګا ر د زما ني

چی په یو نظر په هوا شی ټینګول یی نا ممکن
چی د ښکلو سترګو وخوري څوک ګذار د زما ني

رنګ یی زیړ شی سر ببره سرګردانه مدام ګرزي
کړه او وړه یی د لیونو شی بیمار د زما ني

ځوانی تیره پړک پشاني د پیرۍ د وران می راغي
هیڅ پوه نه شومه ملګرو په رفتار د زما ني

یو لحظه عمرمی تیرکړو دی د نیا کښی سرګردانه
په نظر سره می رانغلو کرار د زما ني

ای (روغواله) چی بوډا شوي تیر ژوند مه رایاد وه
ا خیرت ته دی نور جوړ کړه کا روبار د زما ني

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

ای خدایه دی وطن کښی سم د کا ر خلک پیدا کړی -
چی پوه کړي اولسوونه لږ هوښیار خلک پیدا کړی -

د بحر منځ کښی ګیر یو هری خوا مو تا ریکی ده -
چی جوړه دا بیړۍ کړی پوه مغمارخلک پیدا کړی -

تر څو پوری پیټی پشان بار د بل په شا یو -
چی مونږ د تیارو تیر کړی خد متګا رخلک پیدا کړی -

په کوم لار چی روان یو پدی لار کښی ګړنګونه دی-
چی بچ مونږ ددی لار کړی ویښ بیدا ر خلک پیدا کړی -

چی پاتی د کار وان یو دا د علم کمبودي ده -
د پوهی او د علم تا بعدار خلک پیدا کړی -

(روغواله) د خلاصی لاره یوازی د تعلیم ده -
د علم په حق لاره کښی نامدار خلک پیدا کړی -

جلال اباد

۱۳۹ ۱/ ۹/۳۰

د یورپ مسا فر تهبشپړ شعر ولولئ

د یورپ مسا فر ته

بازمحمد روغوال

د یورپ مسا فر ته د خپلی ښځی سوال ځواب -

تا خپل ځوانی کړه خاوري د یورپ په مزد ورۍ-
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ=

دا ډ یر کلونه وشول چی زه تا ته انتظا ره-
خپل کور ته د را تلو دی همیشه څا رمه لاره-
زما نور پکا ر نه دی ستا ډا لری او روپۍ -
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ-

زما پلار په د وزخ شه چی زه یی تا ته یم د رکړی-
ډ یر زیا ت کلونه وشول چی په او ر یم سوزید لی-
ښايسته عمر دی تیر کړو په بهر کښی د ځوانۍ-
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ-

اولاد د ی بی سواد شو لنډ غر ګرزی کو څو کښی-
یا شپه او ورځ نیشه وی یا قمار وهی د یرو کښی-
د لوږی نه به نه مرو خدای (ج) رسۍ به یو مړۍ -
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ

دا تور ویښتان می سپین شول یا ره ستا په طمع طمعه
سپین مخ می ګونځی ورکړی شوم زاړه د ډ يره غمه
له ژونده شو م بی زاره پري کومه خپل مرۍ
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ

(روغواله) دی لیلا ته لږ زما نصیحت وکړه
ډیر ژر به ورته ورشم خیر دی لږ شان مهلت وکړه
د ولت او مینه د وا ړه بیا مزه کۍ په پیرۍ
لا لیه اور دی و لګی دا سی نوکرۍ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

ای د دی وطن بچیا نو چیرته ځۍ
په پرد ی ملک عاشقا نو چیرته ځۍ

خپل وطن کلي او کور مو پریښود چاته
په خپل خیا ل کښی باد شاهانو چیرته ځۍ

د وطن خد مت په هر وګړي فرض دی
د ډ ا لرو مینا نو چیر ته ځۍ

په پردی وطن کښی ځان مو خوارا و زار کړو
ا ی د خپل ځان د شمنا نو چیرته ځۍ

د سرو زرو معد نونه ستا وطن کښی
ضرورت دی د پوها نو چیرته ځۍ

ای (روغواله) خدای دی پوه کړي دا ځوانان
ډ یرو شتوو کښی ملنګانو چیرته ځۍ

جلال اباد

۱۳۹۰/۹/۱۲

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

د ښمنا نو می د مرګ دی اورید لي
د وی په خلاصو سترګو څه خوب کښی لید لي

نیکه یی مخکی وه راغلی مات ګوډ لاړه
خپل لمسیان یی نن جګړی ته را لیږ لي

ګونګټان په پچه نا ست دی کشمیر ګوري
د با زانو کور ته ځکه دی را غلي

داسی ښکاری چی تاریخ ورنه هیر شوي
یا یی پلار ورته په غوږ کښی څه ویلي

ای (روغواله) د واړه سترګی ورنه با سه
چی وطن ته بیرته لاړ شی شر مید لي

 

۱۳۹۲/۲/۱۹