د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بازمحمد روغوال

غزل

 


ټینګ به نشی هیڅ سپین مخ ته بزرګوار د زما ني
که هر څو توبه تا یب شی توبه ګا ر د زما ني


چی په یو نظر په هوا شی ټینګول یی نا ممکن
چی د ښکلو سترګو وخوري څوک ګذار د زما ني


رنګ یی زیړ شی سر ببره سرګردانه مدام ګرزي
کړه او وړه یی د لیونو شی بیمار د زما ني


ځوانی تیره پړک پشاني د پیرۍ د وران می راغي
هیڅ پوه نه شومه ملګرو په رفتار د زما ني


یو لحظه عمرمی تیرکړو دی د نیا کښی سرګردانه
په نظر سره می رانغلو کرار د زما ني


ای (روغواله) چی بوډا شوي تیر ژوند مه رایاد وه
ا خیرت ته دی نور جوړ کړه کا روبار د زما ني

د شاعر نور شعرونه ←