د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بازمحمد روغوال

غزل

 


ای خدایه دی وطن کښی سم د کا ر خلک پیدا کړی -
چی پوه کړي اولسوونه لږ هوښیار خلک پیدا کړی -


د بحر منځ کښی ګیر یو هری خوا مو تا ریکی ده -
چی جوړه دا بیړۍ کړی پوه مغمارخلک پیدا کړی -


تر څو پوری پیټی پشان بار د بل په شا یو -
چی مونږ د تیارو تیر کړی خد متګا رخلک پیدا کړی -


په کوم لار چی روان یو پدی لار کښی ګړنګونه دی-
چی بچ مونږ ددی لار کړی ویښ بیدا ر خلک پیدا کړی -


چی پاتی د کار وان یو دا د علم کمبودي ده -
د پوهی او د علم تا بعدار خلک پیدا کړی -


(روغواله) د خلاصی لاره یوازی د تعلیم ده -
د علم په حق لاره کښی نامدار خلک پیدا کړی -


جلال اباد


۱۳۹ ۱/ ۹/۳۰

د شاعر نور شعرونه ←