پښتو ادب · شاعران
بازمحمد روغوال
د بازمحمد روغوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
22 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بازمحمد روغوال
تصویر مې د لیلا په زړه مغزو کښی ځي راځي
د سرو وینو په شا ني مې رګو کښی ځي راځي
یوه لحظه مې نه پریږدي ارام ته چی یی وکړم
په ویښه خو لا څه کۍ په خو بو کښی ځي راځي
په داسي رنځ اخته شوم په علاج یی نه پوهیږم
د حسن ښاپیرۍ مې خاطرو کښی ځي راځي
ټول زړه یی زما نیولی راته ښکاري لیوني شوم
ودانه رانهٔ پا تی دشت او غرو کښی ځي راځي
نور خلک ټول ارام دي کار او بار کوی بی غمهٔ
د سولی تو تکۍ د د وی ملکو کښي ځي راځي
د لته کور په کور باندي مرګونه ژړاګا ني
خو نکاري ملا یکي پښتنو کښي ځي راځي
هیڅ خو په لاس د رنغلل (روغواله) زړه دي وسوو
د سوي زړه لو ګي دي او سیلو کښي ځي راځي
خویبشپړ شعر ولولئ
خوی
بازمحمد روغوال
د یوی مور نه پیدا څو ما شومان شي
په خوی رنګ کښی مختلفه نمایان شی
د یوی ابۍ شیدي ټولو رود لي
څوک بی علمه څوک په علم کښی لقمان شي
په یوه غیږ کښی دا ټول سره ر ا لوی شوی
څوک ملنګ شی څوک بادشاه د ټول جهان شي
څوک رحمت شی د عالم د پاره ورونو
څوک قارون شی څوک په مثل د عثما ن شي
د ازل لیکنی هر چاته رسیږي
چا ته خیر شی چاته سراسر نقصا ن شي
هیڅ یو څرک د رڼا نه ښکاری په سترګو
ډ یره سخته نور پدی ملک کښی ګذ ران شي
ای (روغواله) ټول اولاد د یو اد م یو
که پدی خبره پوه ټول انسا نان شي
سپرلی شوبشپړ شعر ولولئ
سپرلی شو
بازمحمد روغوال
د الله(ج) په موسموو کښی تعیر راغی
هم په سمه هم په غرو کښی تعیر راغی
د مړو خاورو څخه مړه شیان ژوندی شول
د طبعیت په منظرو کښی تعیر راغی
ورځ اوږده شوه شپه شوه لنډه کار لپاره
د اوږدو شپو په خوبو کښی تعیر راغی
ګونګۍ وریځی شوی ګویانه او غږیږی
د اسمان په کینارو کښی تعیر راغی
ټولو واغوستی جامی د کار د پاره
نن د هر شی په رنګوو کښی تعیر راغی
ستا په حال باندی دا پا س اسمان ژړیږی
د باران په وریدو کښی تعیر راغی
تر څو پوری به ویده اوسی افغانهء
ته ویښ نشوي خودی مړو کښی تعیر راغی
ای( روغواله) دا ویده لږ شان را ویښ کړه
چی غرق نشی په سیندو کښی تعیر راغی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بازمحمد روغوال
ډ یر مخلو ق د زما ني شو لبا سي
مقد م دی چی کوی څوک چا پلو سي
کار یی نشته دی خبری کوی ډ یری
ته به وایی چی توربلبل دی یاطو طي
که کارونه په خبرو خلا صید لی
اوس به نه وایی پدی ملک کښی بد بختي
هر سړی کولنګ راهستی ورانول کړي
چو رچپا و یی کړل اثا ر خپل تاریخي
به لبا س د لباسي وعلید مه
لاس می ورکړو لار می نشته د خلا صي
ډ یرځوا نا ن زمونږ بی کاره بی سواد شول
څلور خوا و نه را خپره شوه تاریکي
که دا حا ل زمو نږ په ملک کښی وی (روغواله)
خدا کا وګوري دی ملک کښی تر قي
دعلم مزهبشپړ شعر ولولئ
دعلم مزه
بازمحمد روغوال
که چا ولیده مزه یو وار د علم
بیا به د رومي همیشه په لار د علم
چی تر مرګه یی خوږلنه پاتي وی خوله کښی
چی و خوړلی خواږه ا نا ر د علم
سر حد نلر ی ښکا ریږی سمند ر دی
که یو ځل وکړی غوټه کنا ر د علم
علم داسی خزانه ده نه خلا صیږي
شه نصیب دی خزانه بسیا ر د علم
بی له تیلو تل بلیږی رڼا کا ندی
دا د پو هي ده ډ یوه انوار د علم
ښګلا حسن او ځوانی وی یو څو ورځي
وی مدام ترو تازه ګلزار د علم
صو رت ویلي لکه شمع ځان عا لم کړۍ
کړۍ روښا نه دا تیا ره د یا ر د علم
د د ولت نه علم عوره بلل شو ي
هو ښیا ر ا خلي تری فا یده با زار د علم
حکمت علم تل په وږی نس زده کیږی
زده به یی نکړی په مړښت اسرار دعلم
علم د ومره پرمختللی په جهان کښی
په ا سما ن کوی ګزمه سیا ر د علم
ای (روغواله) څو ژوندی یی علم زده کړه
که دا ستا شی په نصیب د ستار د علم
دعبرت قیصهبشپړ شعر ولولئ
دعبرت قیصه
بازمحمد روغوال
یوه ورځ هارون په لار ه تیریده
خوار بهلول یی په یو د شت کښی و لید ه
بهلول کړلی ماشومانو سره لوبی
سره غرمه وه هم موسم ګرم د د وبی
د بهلول ځنی راتاو وه ما شوما ن
خوشحالی لوبی یی کولي په میدا ن
خوار بهلول ته اواز وکړلو هارون
نصیحت راته لږ وکړه په ژوند ون
د بهلول خوا کښی نیژدی یو هد یره وه
چی اغزیو کښی پټه شوی جوړ میره وه
بهلول و ښوده باد شاه ته هد یره
غبرت واخله دی قبرو ځنی کره
زما او ستا غوندی زیروحهء انسانان وه
ستا پشانی ورکي ډ یر ښایسته ځوانان وه
نن د زمکی خیټه کښی دي د وي پراته
خدای(ج) خبر چی اوس تیریږی په د وی څه
ای هارونه تخت او تاج باندی مغروره
دایمی کور دی ځانته وګوره ضروره
هر انسان لره همد ومره غبرت بس دی
دایمی کور یی دغه خړ د خاورو نس دی
ورونو وګورۍ د دی وخت باد شا ها ن
د وی همیش دی په قیصه کښی د خپل ځا ن
اوس تري جوړ شول داسی لوی لوی ښاماران
ته به وایی دا ماهي دی د سلیمان
د غوامو فریاد کله اوریدای شی
د بی وزلو بد خالت کله لیدای شی
ای (روغواله) پاک الله(ج) دی مهربان شی
چی د سولی دایمی کور افغانستا ن شی
د عبرت قیصهبشپړ شعر ولولئ
د عبرت قیصه
بازمحمد روغوال
یوه ورځ هارون را وغوښت بهلول
د قضا واکي د رکومه تاته ټول
په ټول ملک کښی به د عد ل فیصلی کړي
چی د حق په تله کړی به روره تول
د شریعت قانون پدی ملک کښی جاری کا
ای بهلوله ټول رعیت کا را کنترول
بهلول ویلی چی قضا نشم کولي
چا پلو سان دی ستا د ربار کښی ډ یر مقبول
عدالت او انصاف کله د لته کیږی
د د روغجنو قا نون ستا ملک چلیږي
د روغجنان او چا پلوسان د رنه راتاو دي
باد شاهی کښی دی رښتین خلک یو پاو دي
که رښتیا خبره کومه خفه کیږی
ګندی ته په کوم لیا قت د لته اوسیږی
د د و ه خرو اوربشی نشی بیلولي
خا ینان د وطن نشی پیژ ند لي
اداره دی د فساد او د خیا نته
د غوامو د رنه نور راځی نفرته
په بهلول با ندی باد شاه واچوو فشار
بی چاره بهلول د ښار نه شو فرار
کند کجکول یی کړو په غاړه جوړ ملنګ شو
د د نیا د مال متاع نه په یو څنګ شو
یوه د شته کښی اختیا ر کړلو خپل ژوند
عباد ت نه یی الله(ج) اخستو خوند
چی رښتیا خبری څوک کړی لیونی شي
کور او کلی ورنه پاتی صحراني شي
هر مقام نن په پیسو با ندی خرڅیږی
نا پوهان په لوی بستوو مقریږی
چی به یی پلار چیرته ملۍ ټیپر کرل
په خره بار به یی په قریه کښی خرڅول
نن هعوی واکي اخستي د وطن
ځکه اور دی ګرزید لی دا مسکن
د طیارو او د قصرونو خاوندان شول
د پیسو په زور په مونږه واکداران شول
ورسره یو څو ملګري بد ما شان دی
بی ګناه کوی مرګونه قاتلان دی
د غفلت په خوب ویدو ای افغانانو
خپل ځانونه کړۍ نورخلاص د ښامارانو
څرمښکیو نه راته جوړي اژدها شوي
تیاري جوړي ځکه نن په هره خوا شوي
مومن خان پشاني خپل شمشیر ته لاس کړۍ
خپل وطن د دی بلاو څخه خلاص کړۍ
د وطن نه می قربان شه دا ککره
د (روغوال) لاس کښی بیرغ اوناره د الله اکبره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بازمحمد روغوال
ای خدایه سوله راولي زمونږ ملک کښی پخپله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
د پا ک افغان په خاوره د اورونو سری لمبي دی
د ګوم هد ف د پاره همیشه پکښی جګړي دی
د خپلی نا پوهۍ د لاسه شو خا وري خځله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
پخوا وه سره ورونه د افغان اولس قومونه
په دغه پاکه خاوره کښی هیڅ نه وه جنجا لونه
په خپل منځ کښی تقسیم شو لو په ډ له او ټپله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
که دا شان زمونږ حال وی تباه کیږو مونږه ټول
ډ یر ژر به شو نابوده پناه کیږو مونږه ټول
خو داسی به نا بود شو بیا به پورته نه شو کله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
ای خدایه مونږ راسم کړي سره یو کاږه واږه
د زړو کینه مو کم کړي چی لږ شو سره خواږه
زمونږ د منځه او با سي شخړي تل تر تله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
(روغواله) پدی ملک باندی راغلی لوي ناورین دی
ددی جګړو د لاسه نن د هر افغان زړه شین دی
د ښمن په خولی تیر نه وزۍ نور یی سم په تندی وله
څوک په یو لاره روان یو څوک په بله څوک په بله
جلال ابا د
مقامبشپړ شعر ولولئ
مقام
بازمحمد روغوال
خدایه(ج) څه په ګډوډ و زمونږ سر دی
ورځ د بلي کال د بل نه مو بد تر دی
هر څه مخکی ځي مونږ شاته یو روان
مخ په زوړي تورو شپو کښی مو سفر دی
د ړندو پشا ني د ید زمونږ کار نکړی
هره لوټه راته ښکاری چی لوی غر دی
کله یو ځای کله بل ځای کښی غورځیږو
هر وګړی کارو بار کښی خپل ابتر دی
د لیکلو او لوستلو نه محروم یو
په شتوو غړو کښی مثال مو کور او کردی
که پدي حالت کښی اوسۍ افغانانو
هره ورځ د رباندی جوړه سم محشر دی
(روغوال) وایی د همت ملا ټول بسته کړۍ
علم پوهی ته کړۍ مخه وخت سره زر دی
جلال اباد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بازمحمد روغوال
چی لیلا می شی را یاده خوب می ورک شی
ټول بد ن می شی بی تابه خوب می ورک شی
سترګی ژاړي اوښکی د رومي په ګریوان مي
سر یی رسي تر د ریابه خوب می ورک شی
لکه څوک چی اوبه واخلی لاس او ښپی ویی
شم سوچونوکښی غرقابه خوب می ورک شی
طوفاني بادونو شنه ګلان خزان کړل
توری خاوری شوي ګلابه خوب می ورک شی
د د نیا مثال یو کور د غنکبوت دی
چی جوړ شوي بی بنیاده خوب می ورک شی
د فانی د نیا فانی وی ټول کارونه
حیران پاتي بی ځوابه خوب می ورک شی
(روغوال) وایی داسی څوک می پیدا نکړل
چی ونکړي تری فریاده خوب می ورک شی
جلال اباد