د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
بازمحمد روغوال

سپرلی شو

 


د الله(ج) په موسموو کښی تعیر راغی
هم په سمه هم په غرو کښی تعیر راغی


د مړو خاورو څخه مړه شیان ژوندی شول
د طبعیت په منظرو کښی تعیر راغی


ورځ اوږده شوه شپه شوه لنډه کار لپاره
د اوږدو شپو په خوبو کښی تعیر راغی


ګونګۍ وریځی شوی ګویانه او غږیږی
د اسمان په کینارو کښی تعیر راغی


ټولو واغوستی جامی د کار د پاره
نن د هر شی په رنګوو کښی تعیر راغی


ستا په حال باندی دا پا س اسمان ژړیږی
د باران په وریدو کښی تعیر راغی


تر څو پوری به ویده اوسی افغانهء
ته ویښ نشوي خودی مړو کښی تعیر راغی


ای( روغواله) دا ویده لږ شان را ویښ کړه
چی غرق نشی په سیندو کښی تعیر راغی

د شاعر نور شعرونه ←