پښتو ادب · شاعران
فدامحمد نومير
د فدامحمد نومير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
41 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فدامحمد نومير
په سپينو سپينو ليڅو تور ماران اوړي را اوړي
د زلفو په ځنګل کي ښاماران اوړي را اوړي
وښکارته يې دزړونوتیر، لينده، غشي نـيـو لي
د سترګو په غمزو کي صـيـادان اوړي را اوړي
مصرۍتوري په لاس کي د مظلوموپرې وژل کړي
په د ښت د کـــــــربـلا کي قـاتلان اوړي را اوړي
تياريې کړه فوځونه چي د زړو سوبه پرې وکړي
سرخي د اننګو کـې شــهـيدان اوړي را اوړي
مستي کړي،خوشالي کړي په وژلو او قـتلونـــو
پیالې تـه دسـرو مـيـو خــمـاران اوړي را اوړي
کوتره ده کـه زرکـه دا په نــاز چي قـد م اخـلي
ادا او کــرشمـو کې ســاهــران اوړي را اوړي
بيا ښار د کـفرسـتان کـي د تیرو توروغزا سـوه
کـوڅـو کي د اشنا مـي غمازان اوړي را اوړي
په غشو د بـڼو يې یو نومير زخمي زخمي کــړ
علاج تــه يـې ناپوهه طـبيبان اوړي را اوړي
متحده ايالات ، کلفورنيا، مي ـ ۶ ـ ۲۰۰۵
رنځوره موربشپړ شعر ولولئ
رنځوره مور
فدامحمد نومير
نه کوي خبري مور رنځوره ده
پروته په بستر ادې مهجوره ده
دردلري اورنځ لري اه نه کاږي
ربړوکي د درداو رنځ محصوره ده
مه ورځني غواړه خور لؤ لؤ
نه شي زنګوای،زانګو معذره ده
مه ژاړه اومه تويوه اوښکي دي
رنځ اودردکي مورډيره صبوره ده
خدای مکړه زوال دموردپښوجنت
مورهغه جنت،دجنت حوره ده
کړه ورته دعا چي صحت يابه سي
حق کي دمورهر دعا منظوره ده
متحده ايالات،کلفورنيا
٢٣،مې،٢٠١١
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فدامحمد نومير
که مي وليده يوو ځلي داشنا مخ
فراموش به هميشه کړم ددنيا مخ
هغه مخ چي لمر،سپوږمۍ ترينه شرميږي
برابرورسره نشي دهيچا مخ
زليخا که دمصري په مخ مين وه
زړونه يووړه ديثريب دپادشاه مخ
قافلې ئې ښکلي حسن ته اوښتي
مينان په صف ولاړ دي ديکتا مخ
توروشپوکي تجلا دروښنائي شوه
راڅرګند چي شوتيارو کي دسبا مخ
قيس بي څه په ليلا زړه نه ؤ بايللی
عشق که نه وائ مجنون څه کړدليلا مخ
عاشقانوته بس دومره اختر بس دی
نوميرجاراوصدقه شه ترزيبا مخ
٢٠١١،مارچ،٥٢
متحده ايالات ،کلونيا
په وينورنګ بهاربشپړ شعر ولولئ
په وينورنګ بهار
فدامحمد نومير
څه غرض مي په اختراو په بهار دئ
ورک زما چي په خپل کلي کي قراردئ
دښت،بيديا که سروګلونو ده نيولې
لاله ګل زما د وينو څه ګلنار دئ
مست هاتيان چي له دنګ غروڅه راکوزيږي
دازما د سورکو وينو خروښهار دئ
دکوچيانو کډي نه خوځي هيرمند ته
تور ليوه ئې په ورشو کي پهره دار دئ
توري سترګي هوسۍ نشته غرو،رغو کي
هندوکش دسرو اورونو سور انګار دئ
بلبلان دګلو بڼ څه ليري ګرځي
کرل شوئ دګل څنګ کي ورته خار دئ
دبورا دحال به څوک وکړي پوښتنه
سور په وينو ئې خاټول او لاله زار دئ
پيغلي نه ټومبي خاټول په تورو زلفو
خزان کرئ ئې پسرلئ ورته اغيار دئ
ها شين غاړي منګي مات شوله دنجونو
دګودر پر غاړه پروت افي ښامار دئ
لکه زرکي چي قطار به تلې فصلو ته
لولپه ئې په باروتو لوړ چنار دئ
لاس ترغاړه به په څه ګرځي ګلبڼ کي
سور په وينو چي ئې کور،کلۍ وښار دئ
يوو نادان به دې بهار ته هوسيږي
نادان کله په سړيو کي په شمار دئ
زه دهغه پسرلي په تمه شپې کړم
چي نومير ئې وراتلو ته ناکرار دئ
١حمل١٣٩٠،مارچ ٢٠١١،٢١
متحده ايالات،کلفورنيا
پسرليهبشپړ شعر ولولئ
پسرليه
فدامحمد نومير
پسرليه وايه اسلامي قهري توپان څه ويل
شاهددتورودبريښناشينکي اسمان څه ويل
چي ئې ژوندۍ کړې خاطرې داحد،بدرخندق
سنګر،مورچل کي په جهادمين افغان څه ويل
ترې په لړزه چي دښمنان دي په لويديځ،ختيځ کي
هاڅوکيداردهسکوغرونو مسلمان څه ويل
تاچي ګذر ورباندي وکړ حال ئې څرنګه وو
په وينولژند مجاهد بهادر ځوان څه ويل
پامير،سپين غراوفيروزکوه دپتيالوڅه وايه
په هندوکښ اوباباغرکي قهرمان څه ويل
چي ئې لاله ته دوجود په وينو رنګ ورکړلو
دنازپه خوب باندي ويده شهيد جانان څه ويل
وه ګرځيدلې په کيږدۍ،څيري خيمو کي که نه
دکونډی خوريتيم ماشوم څيري ګريوان څه ويل
څه دي پيغام و دې ويدو ته دسنګر راوړی
چي ئې دخوبه کړي راويښ هغه فغان څه ويل
٥،اګوسټ،١٩٨٨
متحده ايالات،کلفورنيا
دحسن سجدهبشپړ شعر ولولئ
دحسن سجده
فدامحمد نومير
دشرابوپه زاړه خم مي اودس کړ
ميخانې ته دبتانو مي هوس کړ
اورسوګډ د زاهدانو صومعه کي
چي دميو دتقسيم اواز جرس کړ
يووپه بل پسي پيالې وې تشيدلې
محتسب تسبح په لاس حساب دلس کړ
ښکلي حسن ته ټول شپه په سجده ؤم
معتقف،شيخ وملا ورو ورونفس کړ
زه لا مينه کي دښکلو ؤم بيخوده
ناببره چي اواز خدا ناترس کړ
٢٠٠٥،جون،پنځمه،
متحده ايالات،کلفورنيا
دنيکانومجلسبشپړ شعر ولولئ
دنيکانومجلس
فدامحمد نومير
دګوربت سره سيالي دشاهين نسي
بازهم کله دباښې همنشين نسي
چي په اصل وي خطا،خطاهغه دی
زاغ چي هرڅه په صابون وينځي سپين نسي
دژوند چار چي ئې په فريب اوپه دروغ وي
دروغجن وخپل بابا ته رښتين نسي
بې وفا څه دوفا هيله هم مه کړه
په اخښلو اوربشين به غلمين نسي
لمونځ هغه دی چي ادا سي په خپل وخت کي
دسهار په وخت کي لمونځ دماپښين نسي
چي اخلاق،اداب څښتن نه وي ورکړي
تورکټؤ په ټکولو کاشين نسي
ناسته،پاسته دنيکانو لوی نعمت دی
په مجلس به ئې نومير څه غمګين نسي
٤،جولای،٢٠٠٩
کلفورنيا،متحده ايالات
ارزانه وينهبشپړ شعر ولولئ
ارزانه وينه
فدامحمد نومير
دلته وينه ده ارزانه
سمندرئې په روپۍ شه
هلته وينه ليدل جرم دی
که په وزن دشالۍ شه
دلته سرپه تنګه پېري
انسانان دي بې ارزښته
هلته سرته بها نسته
دپيشوقدردی زښته
دلته هرظلم روا دی
که وژل په توپ وټانک وي
هلته لاس پورته کول هم
نه دزور،نه د زر واک وي
دلته دين دمسيحت ته
وربلل دمسلمان دي
هلته پاپ خپله لادين دی
ترينه تللی دين ايمان دی
دلته حق دښځوغواړي
په جهان کي ډنډوره ده
هلته ښځي پلورل کيږي
پردې شاته ننداره ده
دلته څوک نسي ويلای
چي سبا به څه قيصه وي
هلته لوبي په انسان دي
هرڅه کړه ئې په نقشه دي
دلته جنګ بې څه روان دی
په لکو لښکرراليږي
هلته هر يووکس مظنون دی
هرهوښيارښه پرې پوهيږي
١٢،٢٩،٢٠١٠
متحده ايالا ت،کلفورنيا
بسم الله کړهبشپړ شعر ولولئ
بسم الله کړه
فدامحمد نومير
په نارو چي دتکبير دي خپل پاڅون کړه
ستا په لاس قدرت روسان واړه زبون کړه
هرمحاذ کي دي نصيب فتح نصرت وو
دالحاد په وړاندي تا چي اوښتون کړه
تندر،تالنده دښمن ته ښکارېدلې
سهاربرېد چي په تياره به دي شبخون کړه
په لړزه دي له هيبته شرق او غرب وو
يهوديت اونصرانيت دي په افسون کړه
شهادت ته دي لبيک لبيک ويلو
ځان په وينو دي خاټول،لاله زرغون کړه
انديښنې دمرګ اوژوبلي تښتيدلې
غر،ميره،کلی اوښار چي تاګلګون کړه
توپ وټانک اوطياره درته وې ټوکي
نابودۍ ته يې چي تا يوو ځل تړون کړه
جرنيلان دي وتدبير ته په حيرت وه
ډګري سوبو دي لوی،واړه مفتون کړه
اوس هم هغه قهرمان يې بسم الله کړه
دغليم په وړاندي صف دپيوستون کړه
٢،جنوري،١٩٩٣ متحده ايالات،کلفورنيا
افغانستانبشپړ شعر ولولئ
افغانستان
فدامحمد نومير
ګران راته ترځان وطن
ګران راته جانان وطن
ګران تردرست جهان وطن
ګران افغانستان وطن
ګران افغانستان وطن
جارئې تر ډاګونو زه
جارئې ترهسک غرونوزه
جارئې ترسيندونو زه
نوم لري نښان وطن
ګران افغانستان وطن
خاوري ئې رانجه زما
روڼ دي پرې لېمه زما
غرونه ئې دي شته زما
روح مي دی اوځان وطن
ګران افغانستان وطن
سترګي بې ړندې کړمه
غوڅي به ئې پښې کړمه
شنډي بې بهانې کړمه
دادمسلمان وطن
ګران افغانستا ن وطن
متحده ايالات ، کلفورنيا