افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1296 شاعران8588 شعرونه
دنيکانومجلس
دګوربت سره سيالي دشاهين نسي
بازهم کله دباښې همنشين نسي
چي په اصل وي خطا،خطاهغه دی
زاغ چي هرڅه په صابون وينځي سپين نسي
دژوند چار چي ئې په فريب اوپه دروغ وي
دروغجن وخپل بابا ته رښتين نسي
بې وفا څه دوفا هيله هم مه کړه
په اخښلو اوربشين به غلمين نسي
لمونځ هغه دی چي ادا سي په خپل وخت کي
دسهار په وخت کي لمونځ دماپښين نسي
چي اخلاق،اداب څښتن نه وي ورکړي
تورکټؤ په ټکولو کاشين نسي
ناسته،پاسته دنيکانو لوی نعمت دی
په مجلس به ئې نومير څه غمګين نسي
٤،جولای،٢٠٠٩
کلفورنيا،متحده ايالات