پښتو ادب · شاعران
زلمی نصرت
د زلمی نصرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
32 خپاره شوي شعرونه
بیابانبشپړ شعر ولولئ
بیابان
زلمی نصرت
هــغــه څـنـگـه بــه پـښـتـون وي او افــغــان وي
چې خرڅ کړی یې خپل ملک او خپل ایمان وي
د مـظـلـوم درد او فــریــاد بـــه کــلــه اوري
چې جنگ غواړي او جنگونه یې ارمان وي
که د غرو ښاپیرۍ نه وي سر درو کې
کیږدۍ کله د ښایسته نجونو داستان وي
که صحرا٬ ښارونه تش شي له خـوبـانـو
صحرا څه چې٬ لوی ښارونه بیابان وي
زه نصرت د هـغـه چـا د ارمـان مـل یـم
چې یې مینه په رڼا٬ باغ او بوستان وي
دنمارک ـ وایله
بې شوره ژوندبشپړ شعر ولولئ
بې شوره ژوند
زلمی نصرت
قطب تـه راغلمه له شوره
چې بې شوره کړم مشرانو
کـلـیـسـا تـه مې پـنـاه کـړه
چې بې کوره کړم مشرانو
هره ورځ له زهرو ډکې
پـيـالـې اړومــه ســر تــه
یـخ زړگی مې گـرمـومـه
چې بې اوره کړم مشرانو
نـه وېـرېـږمـه لـه مـرگـه
نـه د گـور لـه فــوارو نــه
پــه اوبـو کې بـه ښخیږم
چې بې گوره کړم مشرانو
دنمارک – ١٢.١١.٢٠١٩
سحربشپړ شعر ولولئ
سحر
زلمی نصرت
په نـرمـه ژبه همیشه پـه هـر مـنـظـر غـږیـږه
هم پر خپل کور هم پر مالت او هم بهر غږیږه
که ښه پوهيږې چې کلا ده هـم بلا ده ژبـه
که سپینې،سپينې هم بیا وایې په هنر غږیږه
د ترخې ژبې په دود هم افغانان وژني یو بل
که ژوندون غواړې بیا په ژبه د شکر غږیږه
د خپل وطن جانان خدمت ته دې سر ټيټ کړه مدام
غـرور دې سـاتـه او غـلـيـم تـه لـکـه غـر غـږیـږه
مړاوې گلان به هم تازه شي د نسیم له فیضه
نـصـرته تـه هـم لکه لمر، لکه سحر غـږیـږه.
د صحرا په لوربشپړ شعر ولولئ
د صحرا په لور
زلمی نصرت
په سکوت کې سکون شته دی
لـکـه مــړی ســردخــانــه کې
یــا بــه اوســم دې خــانــه کې
یا وزرونه به مې خلاص کړم
د صـحـرا پـه لــور پــرواز تـه
گــنــې هــلــتــه که بــهــار وي
گــنـې هــلــتــه که ســهــار وي
چــې وکــړم آزاد پــرواز
او اوچـت کـړم خـپـل آواز
دلـتـه شـپـه تـوره تـیـاره ده.
د خـیـبـر بـازانبشپړ شعر ولولئ
د خـیـبـر بـازان
زلمی نصرت
کـه پنجاب دی زورور
خـیـبـر هــم لــري وزر
د بـازانــو لـه پـــروازه
پنجاب تښتي لـه خـیـبـر
تـل خـیـبـر بـه وي ولاړ
لکه سپین او بـابـا غــر
لـه جــیــلـمـه تــر امــو
پـنـجـاب نـه لـري گـودر
ارادې که سره یو کړي
افـــغـــان د لـــر او بــر
د خیبر په لوربشپړ شعر ولولئ
د خیبر په لور
زلمی نصرت
پاڅه، پاڅه د خپل قام لپاره پاڅه
خپلې ژبې او کلام لپاره پاڅه
که هویت دې راخپل نکړې نو بیا مړ یې
که ژوند غواړي د خپل نام لپاره پاڅه
پښتونخوا په خیرات نه جوړیږي خانه
د یو پريکنده قیام لپاره پاڅه
گیلا من نن حماسه ده د ننگونو
د ننگونو د انجام لپاره پاڅه
د خیبر په لور ته هم ورشه نصرته
لر او بر ته د الهام لپاره پاڅه
ټپیزهبشپړ شعر ولولئ
ټپیزه
زلمی نصرت
د اکتوبر د یولسم په ارتباط
ټپیزه
نه سیم او زر غواړم له تانه
نه کوم لښکر غواړم له تانه
نه کوم ساغر غواړم له تانه
بس يو وزر غواړم له تانه
چې ځم خیبر ته د جانان دیدن کومه
ټپیزه
د ازادۍ د شور نغمې دي
د قافلو سره ډیوې دي
ځې د خیبر په لور جرگې دي
د تاریخ نوې حماسې دي
بیا د خوشحال بچیان د ننگ میدان ته ځینه
۰۹.۱۰.۲۰۲۴
ټپیزه
خيبره بیا د تورې وار دی
وخت د عمل او د تلوار دی
دښمن دې گوره چې بیمار دی
گودر ترې ورک خطا يې وار دی
گذار دې ورکړه چې لا دړې وړې شينه
ډاربشپړ شعر ولولئ
ډار
زلمی نصرت
لــه قـلـمـداره کــیــنــه ور ډاریـــږم
لـــه بـــا سواده ځـــنــاور ډاریــږم
په یــوه سـتـنـه مـاشـومـان چې وژني
ددې سـتـن لــه فــنــاور ډاریـــږم
شکنجه گاه چې جـوړوي اقــرار تــه
ددې مـعـمـار لـه در او ور ډاریــږم
چې کړي مسموم په مهارت زندانیان
لـــه دې بې نــنــگــه دلاور ډاریـــږم
چـې قـلـم پـریـږدي مـاشینگڼه واخلي
ددې شاعر له دې هنر ډاریـــږم
چې مې فـتـوا د مرگ اسانه ورکـړي
ددې ملا لــه هــــر بــاور ډاریــږم
نـصـرتــه پـریـږده د ملا خــبــرې
زه اوس لـه یـار او لـه یاور ډاریـــږم
دنمارک ـ وایله
تور داغبشپړ شعر ولولئ
تور داغ
زلمی نصرت
تور داغ
لکه غر چې غږیده
آ چې لر نه غږیده
آ چې بر نه غږیده
آ چې لمر نه غږیده او ویل به یې چې،
سپین یم، خپلواک یم، نه غلام د تور پنجاب
د حساب ورځې چې راغلې خپله وایې چې:
یو زاغ یمه تور داغ د لوی ټبر.
د الفت لاسونهبشپړ شعر ولولئ
د الفت لاسونه
زلمی نصرت
هدیرې سلام ته ورشه بې ریا
هلته وا به ورې د تللو نه ندا
حقیقت به شي څرگند په رڼو سترگو
چیرته پروت چې دی ورور ستا څنگ ته یې زما
په ښکاره به هر یو وایې درته دا
چې موږ یو ـ یو، گوره شو سره پخلا
که دا زما په سر ولاړه سره جنډه ده
د تور سپین اوشین نه لاندې ورور دی ستا
راته وایه اوس چې کوم یو بیگانه دی
چې هر یو وایې دا ملک دی د بابا
بیگانه وو سره بیل کړو په رنگونو
گنې هر گل مو یو رنگ دی د ښکلا
لا د هیلو غوټۍ شته دی چې پخلا شو
که په خپل وجود کې ووژنو بلا
اوس نو راشه چې د نن خبرې وکړو
پر هغه څه چې د نن ده تقاضا
افغانان که د الفت لاسونه یو کړي
گلورین به یې هم نن شي هم سبا
که د علم ډيوه بله کړو په زړو کې
توره شپه به شي روښانه له بریښنا
د سبا په لوري درومه ای نصرته
کوم سبا چې حقیقت دی په رښتیا
۰۹.۰۵.۲۰۲۱ دنمارک