د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګلا لۍ

د ګلا لۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزل / ګلا لۍبشپړ شعر ولولئ

غزل / ګلا لۍ

ګلا لۍ

 

غزل

ګلا لۍ

اى د سترګو توره ليونيه !
ولې يې بې شوره لېونيه !

 

ته هم زما نې يې لمبه کړى
څنګه سوځې اوره لېونيه !

تورې سترګې تاله يم راغلې
لږ خو راته ګوره لېونيه !

ته مې هسې شونډو ته بانه ګورې
نه درځمه نوره لېونيه !

پرېږده چې ليدو پسې مې مړ شې
نه ووځم له کوره لېونيه

 

 

ښکلا مې تاوړې ... گلالۍبشپړ شعر ولولئ

ښکلا مې تاوړې ... گلالۍ

ګلا لۍ

ښکلا مې تاوړې

زلمو راټول شئ
زموږ له کلي نه
سپوږمۍ وشړئ
سپوږمۍ د لمر ريباره
سپوږمۍ د لمر قاصده
شپوږمۍد لمراستازې
سپوږمۍ د لمر په زولنو کې را ايساره
بندۍ
سپوږمۍدخپلې ازادۍ لپاره
تمامه شپه
 په بې خودۍکې
زموږ د کلي
جنکيو نه ښکلاپټوي
بيا نو په منډه منډه
د لمر سلام ته ورځي
سپوږمۍ
د يوې شپې ازادۍ لپاره
د خو بوړونجونو
هغه سپېڅلې ښکلا
لمرته قلنګ ورکوي
زلمو راټول شئ
زموږ له کلي نه
سپوږمۍ وشړئ
بيا به نو
هر پېغله
سپينه سپوږمۍ شي درته
رڼا خو
يواخې په سپوږمۍ کې نشته
سپوږمۍ زما له ښکلا رنګ اخيستی
په هغې شپه چې
ښپوږمۍ نه وي
تاسو تيارو ته کينئ؟

ګلالۍ