افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ښکلا مې تاوړې ... گلالۍ
ښکلا مې تاوړې
زلمو راټول شئ
زموږ له کلي نه
سپوږمۍ وشړئ
سپوږمۍ د لمر ريباره
سپوږمۍ د لمر قاصده
شپوږمۍد لمراستازې
سپوږمۍ د لمر په زولنو کې را ايساره
بندۍ
سپوږمۍدخپلې ازادۍ لپاره
تمامه شپه
په بې خودۍکې
زموږ د کلي
جنکيو نه ښکلاپټوي
بيا نو په منډه منډه
د لمر سلام ته ورځي
سپوږمۍ
د يوې شپې ازادۍ لپاره
د خو بوړونجونو
هغه سپېڅلې ښکلا
لمرته قلنګ ورکوي
زلمو راټول شئ
زموږ له کلي نه
سپوږمۍ وشړئ
بيا به نو
هر پېغله
سپينه سپوږمۍ شي درته
رڼا خو
يواخې په سپوږمۍ کې نشته
سپوږمۍ زما له ښکلا رنګ اخيستی
په هغې شپه چې
ښپوږمۍ نه وي
تاسو تيارو ته کينئ؟
ګلالۍ