پښتو ادب · شاعران
سمیع الله تړون
د سمیع الله تړون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله تړون
غزل
چینجو می جرړی کړی خرابی خزان غیږه راکړه
له بیخه ووتمه داسی طوفان غیږه راکړه
زه چی په ځمکه شوم میین پورته یی وویشتمه
یو ښکلی ستوری شومه ښکلی اسمان غیږه راکړه
په ازادۍ پسی می دومره اوښکی وشیندلی
د زندان زړه راباندی بد شوی زندان غیږه راکړه
تن کی می دومره وینه وه چی دا نړۍ مړه کړی
ځکه په منډه منډه وږی جهان غیږه راکړه
تندی می یخ شو لکه ساه چی د سړی نه وځي
له کړیدلی ژونده وروسته جانان غیږه راکړه
ما داسی ګټه په ژوندون کی کله کړی نه وه
ډیر ګټور شومه چی کله تاوان غيږه راکړه
د شاعرۍ په یوه بله چینه واوښتمه
تړونه کله چی د اوښکو باران غیږه راکړه
سمیع الله تړون / ننګرهار محبس
مورجانېبشپړ شعر ولولئ
مورجانې
سمیع الله تړون
مورجانې
نړۍ دومره راګیر کړی یم مورجانی
لکه خاورو لاندی مړی یم مورجانی
سر می اخلي، مال می اخلي کور می اخلي
ته وا زه يي پوروړی یم مورجانی
د نفرت ژرنده می نه شی دل کولی
زه د پاکی مینی زړی یم مورجانی
دنیاوال راباندی لوبه د چیندرو کا
اوس د مات منګی کودړی یم مورجانی
د ښامار له ژامو ځان ایستلی نه شم
زه له داسی ژونده ستړی یم مو
د جانان غاړی ته هار یم د ګلونو
د رقیب مرۍ ته پړی یم مورجانی
که په سلو تورو غوڅ شم بیل به نه شم
زه د داسی وجود غړی یم مورجانی
په یوه څپیړه سل مخونه سیزم
پښتنی ابۍ راوړی یم مورجانی
د اسلام او د افغان په نوم پوره یم
بی له دی نه خو نیمګړی یم مورجانی
ستا دښمن به له نړۍ نه تاو راتاو کړم
وبه نه وایم چی ستړی یم مورجانی
که غزل دی د تړون تر غوږو نه شو
د مرګی سیلۍ به وړی یم مورجانی
سمیع الله تړون
غزل / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
غزل
مونږ همیشه د زورورو سره جنګ کړی دی
مونږ همیشه په مظلومانو باندی ننګ کړی دی
د هر یرغل مقابلی ته ښه په نره ورځو
که دا یرغل کله مغل کله پرنګ کړی دی
توره مو تل د دښمن وینو باندی سره ګرځوو
توری مو تیکی نه لیدلی نه یی زنګ کړی دی
ستا په کتاب کی مو همدا ده نړیواله ګناه
چی د باطل او نارواو نه مو څنګ کړی دی
مونږ د بنګړیو شرنګ ته شرنګ نه وایو سر دی وخوری
زمونږه روح ته په ازل کی تورو شرنګ کړی دی
مونږ ملنګانو ملنګۍ سره تړون کړی دی
نصيب یی خوار شی چی ازار چاته ملنګ کړی دی
سمیع الله تړون
نظم / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
نظم / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
نظم
کبر غرور نه کړمه ملنګ ملنګ په لاره ځم
سر ټيتوی نه شمه ښکاره او دنګ په لاره ځم
زه مې د بابا د تورې لاستی ښکلومه تل
زه د حماسو او غورځنګونو ننګ په لاره ځم
ستا غوندې په زغرو پټ ډارن نه يم ښکاره ګرځم
ته خو راته وګوره رقيبه څنګ په لاره ځم
اوس مې څملولی يي اوس سوله سوله مه کوه
اوس زه انتقام اخلمه زه د جنګ په لاره ځم
تا به می تندی داغه او زه به درته غلی اوم
نور د شيخ فريد په پاليسۍ کی ګټه نشته دی
مونږ نه يي افغاني پښتنی پيغلې سرتورې کړې
دې توره بلا ديموکراسۍ کی ګټه نشته دی
مونږه به د خدای په رسۍ خپلې ګوتې کلکې کړو
تاسو چی نيولې دې رسې کې ګټه نشته دی
زه د چا د زور د چا د زرو پروا نه کوم
سپينه شاعري کړم چاپلوسۍ کې ګټه نشته دی
اوس زمونږ وطن کې د پرديو کاروانونه دی
اوس خو به ازاده خپل وطن کې ګرځيدی نه شو
مونږ نه ازادي وينه او سر غواړي مزل غواړي
مونږه خو ويده يو په بړستن کی ګرځيدی نه شو
ځه شپانه رمه دې د ليلام په لاره سيده کړه
نور د دغه غرونو په لمن کي ګرځيدی نه شو
مونږه د غفلت څادر کې داسې ځان تاو کړی دی
سم لکه د مړو په کفن کې ګرځيدی نه شو
ولې زما دين زما ايمان پسې دې وخندل
ای صليبي ولي په قران پسې دې وخندل
تا د انسانيت څادر په سر کړ که دې څيري کړ
تا خو انسان وواژه انسان پسې دې وخندل
دا د حق لښکرې په توپونو ايساريږي نه
ډير تاوان دې وکړ مسلمان پسې دې وخندل
اوس دې ککرۍ راټولوه په دښتو غرونو کي
ولې دې غريب افغانستان پسې دې وخندل
زه مې کليمه له سر تړم ميدان ته وځم
زه مې په تندي اسلامي مهر د طالب وهم
زه دښکرورو سره ښکر وهم په مخکې ځم
ستا غوندې خو نه يم چې کمزوری او غريب وهم
يا به ککرۍ په وينو سره خدای ته وروليږم
يا به دا کافره ککرۍ د دې رقيب وهم
ما ته د سلطان صلاح الدين توره راپاتي ده
زه به په دې توره باندی خامخا صليب وهم
ما د ميرويس خان بچو ته غږ کړی چی پورته شۍ
زه مې دافغان په ټول وطن کی ګرځيدلی يم
زه د انقلاب سړه توده څپيړه پيژنم
زه خو ګام په ګام په انقلاب کی لوبيدلی يم
دا مي کمزوري نه ده ګوزار ته جوړومه ځان
روغ دي په تندی ولمه ځکه درته غلی يم
ما په سرجنګۍ کې هميشه ميدان ګټلی دی
ته به مې سبا منې پرون دې پلار منلی يم
سل کلونه وشول او په سلو تورو ولګيد
څومره عجيبه ده لا هماغسې دنګ سر لرم
ستا وچ او لامده فوځونه کله ټينګيدلی شی
زه چې مې په ژبه غږ د الله اکبر لرم
سل کلونه وروسته مي بيا هم د وينو پور اخلي
زه داسې يو قام لرمه زه داسې ټبر لرم
اوس مې هم لښکر د ابوبکر نه خالي نه دی
اوس زه هم عثمان لرم علي لرم عمر لرم
ما د خپل وطن د شهيدانو وينې جمع کړې
اوس زما قلم ته ترې توده توده سايي راځي
زه په عمري عزم سنبال مجاهدين لرم
ستاسو که لښکرې زميني که هوايي راځي
اوس به د جومات او کليسا مقابله کيږي
اوس خو به په حق او په باطل کې جدايي راځي
بيا د صليبيانو رنګ الوتی ملا يي ماته ده
چا ورته ويلي په دې لاره فدايي راځي
سمیع الله تړون
غزل / تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل / تړون
سمیع الله تړون
غزل
یا خو زړګی د سړي زړه ماتوي
او يا مرګی د سړی زړه ماتوي
د اسوېلو بلا دې ومه وهه
دغه لوګی د سړي زړه ماتوي
د دروازې د تير نه ډیر خفه يم
دغه لرګی د سړي زړه ماتوي
نن دې قدم د سړي ساه بندوي
نن دې منګی د سړي زړه ماتوي
ښکلو تړون ته بيا تړون کړی دی
دغه ټولګی د سړي زړه ماتوي
سميع الله تړون / کونړ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سمیع الله تړون
غزل
زه چې يي ژوندی کړمه نو ما الله ته وژړل
پورته هغه خلک شول چې چا الله ته وژړل
اوس چې مور ته غږ کوم نو غږ په بسم الله کوم
ما له اول سر په بسم الله الله ته وژړل
سره وه تکه سره وه په سرو وينو لمبېدلې وه
ځکه په سرو وينو کربلا الله ته وژړل
مونږ چی رقيب واخيستو په مخه بېلولو يي
مونږ په چغو چغو واوېلا الله ته وژړل
بيا به د صليب په ککرۍ ميخونه ټکوهو
بيا زمونږ په کلي کې ملا الله ته وژړل
نن به خامخا رقيبه مور درباندې بوره شي
نن دشهيد مور په شين سبا الله ته وژړل
بيا دې لېونۍ مينه تړونه لېونۍ شوله
بيا دې غلي غلي په خندا الله ته وژړل
سمیع الله تړون / اسداباد
کرزي ته نظمبشپړ شعر ولولئ
کرزي ته نظم
سمیع الله تړون
کرزي ته
پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي
لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زمابچوړي سوال ته مه کېنوه
زما دمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلکو روسته وژني
دچادمرګ اجازه مه ورکوه
زما ځنګلې په باروتو سېزې
زما په غردې زړه خوږېږي که نه
مال مې دې لاړشي په بلا يي وله
زما په سر دې زړه خوږېږي که نه
ماشومان وږي له کورونوتښتي
په مازيګردې زړه خوږيږي که نه
مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ
اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي
پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال
په سوله نه راځي په جنګ راځي
زمونږ په دين او وطن لوبې کوي
ځکه مو وينې په غورځنګ راځي
اول مې مړ کړي بيا بخښنه غواړي
اشنا دليل دې څه دليل نه دى
زه وژل کېږم دا دې غلى ناست وي
دغه وکيل زما وکيل نه دى
ستا په تندي به نخښه ټينګه نيسم
لاخو مې مات دټوپک ميل نه دى
چې خپل ناموس په يرغلګرو پلوري
هغه افغان نه دى اصيل نه دى
لږدبړستنې نه بهر راوځه
چې داپه کومه ډرامه جنګ دی
صليب ککرې غواړي وينې غواړي
بيا په امت مسلمه جنګ دی
بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته
دابامه او اسامه جنګ دی
ددې کيسې درنه پوښتنه کوم
دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ
دملالۍ مزار جنډه نه لري
د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ
نور انسانان يي په بوټانو ولي
دستر غازي مډال دې چاته ورکړ
داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی
تاسره قدر دامان نشته
ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي
تاکې غېرت تاکې ايمان نشته
زرده رسوا به شې ذليله به شې
په سر دې سيوری دقران نشته
زما وطن دوېرې کنده ده اوس
دلته مدام د بچو چغې راځي
بيا چا جومات په اور کې وسېزلو
بيا دامام د بچو چغې راځي
د اککرۍ به څنګه نه شيندمه
چې مې دقام د بچو چغې راځي
نوره دنيا په خواږه خوب ويده ده
خو داسلام دبچو چغې راځي
زموږ په وينو باندې ژوند تېروي
زموږ پاچا دى سړي خور پاچا
موږه په يو رګ هم منلى نه دى
دا خو پرديو کړ په زور پاچا
دقام له کړيکو نه خبرېږي کنه
اى دهوس په نيلي سور پاچا
خپلې راتلونکې ته لږ فکر وکړه
درته پاتې شي پيغور پاچا
ديموکراسۍ له ژونده وويستلو
خپلو بچو پسې پېرې کوو
څومره دې ووژلو بس دی کنه
همېشه غم دهديرې کوو
داور لمبه دې درنه وګرځېږي
مونږ افغانان درته ښېرې کوو
دپارلمان وکيله ساه دې وځه
ته دکرزي لالا سلام څه کوې
ته له تودې بړستنې نه راوځې
بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې
دادبمونوشوردې نه ويښوي
په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې
دداسې سترې بلا مخې ته يم
وايي د ځان کيسه کې مه اوسېږه
که سېزل کېږي خېر دى ودې سوزي
نور دقران کيسه کې مه اوسېږه
زړې کېسې بدلې شوي دي اوس
دننګ ايمان کيسه کې مه اوسېږه
نورې نړۍ ته ترې خطر پيدا دى
دمسلمان کيسه کې مه اوسېږه
لالا لالانه دې پوښتنه وکړه
افغانستان سره دې څه کارو
که صليبي جګړه دې نه کوله
دمسلمان سره دې څه کارو
که اسامه په توره بوره کې و
وزيريستان سره دې څه کارو
پرون ددوى درقيبانو جنګ و
نن د روسانو درقيب جنګ دى
دلته تکبير شي هلته کړيکې خېژي
عجيبه چغې دې عجيب جنګ دى
راځه چې لوړې ته شو سېل يې وکړو
ستا دپوځي او د طالب جنګ دى
که نړيوال يې ترورېزم بولي
خو داسلام او دصليب جنګ دى
ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو
زه هم پوهېږم چې غلام يمه
يوه جوړه جامې خوراکه راته
لغړ راوتی له بګرام يمه
پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه
زه دې اولس يم زه دې قام يمه
اور غورځونکو ته دې ووايه لږ
سمه اوغر درته خېرې کوي
زمادقام خولګۍ له وينو ډکه
هر مازيګردرته خېرې کوي
د باجوړګلونه مه رژوئ
چې پېښور درته خېرې کوي
ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه
زه وايم غږ زما ازاد ښه دی
زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه
ته واېې دغسې برباد ښه دی
بس ته پردوته ستړيمشي کوه
مونږ سره فکر دجهاد ښه دی
اشنا له دې خبرې ځان خبر کړه
د لته دسر دپاسه سر شته دى
د وطن هره دره چغې وهي
راشه په غېږ کې مې سنګر شته دى
زموږ په خوله کې ژبه ګونګه نه ده
نارې دالله اکبر شته دى
لا بې اميره بې رحبره نه يو
لا خو ملا محمد عمر شته دى
سميع الله تړون
نړۍ ته /سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
نړۍ ته /سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
نړۍ ته
که ددې وېډيو په ليدلو کې ستونزه لرۍ نو لومړی مو کمپوټر ته flash player انسټال کړۍ
سمیع الله تړون
کرزی ته /تړونبشپړ شعر ولولئ
کرزی ته /تړون
سمیع الله تړون
کرزی ته
که ددې ويډيو په لیدلو کې ستونزه لرۍ نو لومړی مو کمپوټر ته flash player انسټال کړۍ
سمیع الله تړون
غزل / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
غزل
زه چې وژلمه کافر نارې مې ډېرې وکړې
د چا راويښ نه شو ضمير نارې مې ډېرې وکړې
ما خوب ليده چې ګيدړان د زمرو ښکار ته راځي
چې ورله ومې کړ تعبير نارې مې ډېرې وکړې
د ازادې مينه په دې ولس کې نه ده پاتې
د فلسطين او د کشمير نارې مې ډېرې وکړې
ما د صليب له لاسه سره ککره قام ته يوړه
په چا يي ونکړ تاثير نارې مې ډېرې وکړې
ما لا دمخه درته وېل اختره مه رادرومه
زه لا اخته يمه په وير نارې مې ډېرې وکړې
دا د تړون چغې به خامخا منزل ته رسي
د الجهاد او د تکبير نارې مې ډېرې وکړې
سميع الله تړون