افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
غزل / سمیع الله تړون
غزل
مونږ همیشه د زورورو سره جنګ کړی دی
مونږ همیشه په مظلومانو باندی ننګ کړی دی
د هر یرغل مقابلی ته ښه په نره ورځو
که دا یرغل کله مغل کله پرنګ کړی دی
توره مو تل د دښمن وینو باندی سره ګرځوو
توری مو تیکی نه لیدلی نه یی زنګ کړی دی
ستا په کتاب کی مو همدا ده نړیواله ګناه
چی د باطل او نارواو نه مو څنګ کړی دی
مونږ د بنګړیو شرنګ ته شرنګ نه وایو سر دی وخوری
زمونږه روح ته په ازل کی تورو شرنګ کړی دی
مونږ ملنګانو ملنګۍ سره تړون کړی دی
نصيب یی خوار شی چی ازار چاته ملنګ کړی دی
سمیع الله تړون