افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
مورجانې
مورجانې
نړۍ دومره راګیر کړی یم مورجانی
لکه خاورو لاندی مړی یم مورجانی
سر می اخلي، مال می اخلي کور می اخلي
ته وا زه يي پوروړی یم مورجانی
د نفرت ژرنده می نه شی دل کولی
زه د پاکی مینی زړی یم مورجانی
دنیاوال راباندی لوبه د چیندرو کا
اوس د مات منګی کودړی یم مورجانی
د ښامار له ژامو ځان ایستلی نه شم
زه له داسی ژونده ستړی یم مو
د جانان غاړی ته هار یم د ګلونو
د رقیب مرۍ ته پړی یم مورجانی
که په سلو تورو غوڅ شم بیل به نه شم
زه د داسی وجود غړی یم مورجانی
په یوه څپیړه سل مخونه سیزم
پښتنی ابۍ راوړی یم مورجانی
د اسلام او د افغان په نوم پوره یم
بی له دی نه خو نیمګړی یم مورجانی
ستا دښمن به له نړۍ نه تاو راتاو کړم
وبه نه وایم چی ستړی یم مورجانی
که غزل دی د تړون تر غوږو نه شو
د مرګی سیلۍ به وړی یم مورجانی
سمیع الله تړون