پښتو ادب · شاعران
عادل اڅکزی
د عادل اڅکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
نعت شريفبشپړ شعر ولولئ
نعت شريف
عادل اڅکزی
نعت شريف
عادل اڅکزی/چمن پښتونخوا
کوم زړۀ
چي ستا په مينه معطر نه وي لارښوده ؛
هغه خو
په رښتا هيڅ هم خبر نه وي لارښوده؛
ستا لار چي پخپل
ژوند کي څوک تعقيب کړي بختور دی
بيا هلته لالهاند به په محشر نه وي لارښوده؛
تا کاڼي غوندي زړونه د اوبو
په څېر کړو نرم
منکر د رسالت به پر کوثر نه وي لارښوده؛
که نن لا سپينه ورځ څوک د تيارې په نامۀ بولي
خواخوږی به هغه د خپل بشر
نه وي لارښوده؛
پر کوم زړۀ چي وي مهر د خالق وي
وهل سوی
هغه توره ډبره ده ګوهر
نه وي لارښوده؛
عادل پيدايشي يمه
ستا ميني ته لېواله
له دې پرته دي بل لور
ته سفر نه وي لارښوده؛
نوې غزلبشپړ شعر ولولئ
نوې غزل
عادل اڅکزی
ستا په ديدار ستړی دماغ هوسايي مومي
لکه د ورځي چي څراغ هوسايي مومي
د ناز کتل يې اندېښنې
په راحت مينځي
شبګير وجود مي په فراغ هوسايي مومي
هجران ځپلی چي په وصل کي لاهو سي
بيايې د خوار زړګي هر داغ هوسايي مومي
که د يؤ موټي په څېر نن پښتون خپل ځان کړ
په خپلواکي بې * محکوم باغ هوسايي م
ومي
پخپل ديار کي چي اخته څوک په روزګار سي
که څه ډنګر وي که څ
ه چاغ هوسايي مومي
٩ مارچ ٢٠٠٨ م کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عادل اڅکزی
په زړۀ مين خلګ چي توان وګټي
غواړي چي سيوری د جانان وګټي
نه به سم ور
د درواغجنو خواته
نه به مي بيا زړګی اسان وګټي
محکومه خاؤره به مي هله ګل سي
چي څو خواخوږي بزګران
وګټي
زه يې د وصل پر ډېوو ورسم کړم
رنځور برخليک راته هجران وګټي
عاله ؛ زه او ستړيا مله له وخته
په ستوم
اني کي مو تاوان وګټي
٩ ستمبر ٢٠٠٦م کال
( لوی ذات )بشپړ شعر ولولئ
( لوی ذات )
عادل اڅکزی
( لوی ذات )
اې د کل عالم څښتنه ؛
سر ځوړند لاس په دعا يم
ستا له بيري
مي زړۀ رېږدي
يم غوښتونکی ستا د فضل
ستا د زور اندازه نه سي
د يؤ چا دماغ کولای
کاينات ستا و لويي ته
د ذرې برابر نه دی
ته په خپل قدرت څښتنه ؛
په هر څه باندي قادر يې
زوروره زورور يې
ته مي رب ، زه دي
بنده يم
ته لايق د هر صفت يې
خو سېوا له عاجزۍ نه
* * *
١٥ جنوري ٢٠٠٤م کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عادل اڅکزی
غزل
که چا نسکوره کړه د فجر پياله
هغه دي نه غواړي د قدر پياله
د ازمېيښت غشي پر ما را اوري
ساقي؛ يؤ ځل راؤړه د صبر پياله
ډک له ارمانه د دنيا متن دی
تل به ادم چيښي د امر پياله
که دغه زړونه په خلوص پيوند سي
الفت به ماته کړي د قهر پياله
عادله؛ پاڼه که د ژوند ژړه سوه
هغه ګړی به وي کور قبر پياله
٦ مارچ ٢٠٠٢م کال-چم
ن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عادل اڅکزی
څومره خيرن،څومره صفا دی انسان
په ازميېښت کي مبتلا دی انسان
هر
يؤ مخلوق د ند ه د ځان پېژني
له خپله کاره بې پرواه دی انسان
څوک به وي ليري،څوک نژدې و رب ته
هم دی
بينا،هم نابينا دی انسان
په لږ موده کي ګټي ډيري پرتې
که په ارزښت د وخت رسا دی انسان
" عا د له " نه
پوهېږم څه پرې وکړم
وړ د ژړا که د خندا دی انسان
٢٦ نومبر٢٠٠٧ م کال
ورځ دوشنبه(چمن پښتونخوا )
مناجاتي ( غزل )بشپړ شعر ولولئ
مناجاتي ( غزل )
عادل اڅکزی
ته مي خالق موږ دي تخليق يو مصوېرۀ ذاته ؛
موږ خو يو هيڅ ، ته يې هر څه متکبېرۀ ذاته ؛
ته يې خبر چي سمندر کي دي څو څاڅکي اوبه ؛
ستا پوهونه تر حد زياته ده شمېرګرۀ ذاته ؛
ستا په توفيق باندي خوځيږو ستا په حکم پايو
ستا در قدرت لاندي ساه اخلو زورورۀ ذاته ؛
ته
يې اول، ته يې اخر ، ته يې باقي لاثاني
د هري چاري در شا ته يې دلاورۀ ذاته ؛
ستا د ثنا معجزه
زړۀ ته د نور وړانګي بخښي
عادل ايمان باندي لرمه منورۀ ذاته ؛
٢٠٠٥/١٢/٢٣
(چمن پښتونخوا )
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
عادل اڅکزی
ملګرو ځو به وړاندي ځان به شاته نه پرېږدو
د نن کار به
په ګډه و سبا ته نه پرېږدو
پريکړي به د خپل راتلونکي و کاندو پخپله
اختيار د
ژوندانۀ به و بل چاته نه پرېږدو
٢٠٠٤ م کال، چمن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عادل اڅکزی
چي د احساس ، احسان ليکمه د قلم په څو که
راز د کو ګل و ر ته سپړ مه د قلم په څو که
چي د ناترسه په ګوزار مي سپين ارمان مجروح سو
هغه مها ل انځو رومه د قلم په څو که
د خود
سرۍ وزر زما په اند لومړئ وو پوري
لکه شا هين ا لوت کو مه د قلم په څوکه
د پخوا نۍ لا ري ملګر ې ، قد م مه د ر وه
نو ئ
هدف نن درته ږدمه د قلم په څوکه
د سپيني پاڼي بدنه سي
په رنګونو ښکلې
عادل چي زړۀ پرې څڅو مه د قلم په څوکه
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ
څلوريځه
عادل اڅکزی
کاف * کړه په باد باندي خوله ډکه ميم * سو غوږ زمانه
يؤ سو خوشبين بل سو غمګين په برخه سږ زمانه
ظالم چاړۀ په لاس کي ونيوه مظلوم پرېباسي
لکه چي څوک حلالوي د اختر مږ زمانه
( ١ ) د کاف څخه کافر مراد دی
( ٢ ) د ميم څخه مسلمان مراد دی
۱۶ جنوري ۲۰۰۵ چمن ، پښتونخوا