د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عادل اڅکزی

د عادل اڅکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

غزل : عادل اڅکزیبشپړ شعر ولولئ

غزل : عادل اڅکزی

عادل اڅکزی

غزل

پــه   لباسي   غوندي    یاري   تېروتم

لکه    مــاشوم     په   ناپامي   تېروتم

 

د   جفا کارو   پــــه   تیاره   دیار  کي

زړګیه   ډېر   پــــــه    اساني    تېروتم

 

د  اند ېښنو سېلاب پـر سر واخیستم

چي   د  نا اهلو   پــه  سیالي   تېروتم

 

لکــه   کمزوری   بې   عینکو   نظـــــر

سـهار  بیدار  وم   ماښامي   تېروتــم

 

ځـــان  یې  وماتــه  وو  اشنا  تراشلی

د  غوړي  ژبي  پــــــــه   نرمي  تېروتم

 

نن یې حاضر مجلس تـــــه نوم ورښیم

چي د کوم چا  په  دوه  مخي تېروتـــم

 

بقلم

عادل اڅکزی

چمن

۱۸می ۲۰۱۰م کال

غـــزل = عادل اڅکزیبشپړ شعر ولولئ

غـــزل = عادل اڅکزی

عادل اڅکزی

دبېلتانــــه کــږلېچه شپـــــه کي بل څـــــه نـــــه لټوي

شاعر نــــظر راتــــه د سولـــــي سپين مرغـــــه لټوي

يو مين کس دی ازمويــــنه دخپــل عشق ورکــــوي

هـــــر يو ځواب دتانــــدي ميني پــــه خــوالـــه لټوي

دې خړ اولس تـــــه ده اړتيا د يـــوه داســــي رهـــــبر

چي زړور وي خيــره لانـــــدي تـــــر نـــــوکـــــه  لټوي

د بې وسۍ پـــه تياره وخت کې بې خوځښته اوسم

د فــــراق سرې اوښکي مــــي لار د ګرېوانــــه لټوي

چي د روڼ انــــد پـه وزر پورتـــــه سي قلم عادلـــه ؛

پــــه ډېـــر هنــــر بيــــا رغاوی  د  وران  کالــــه لټوي

عادل اڅکزی / چمن محکومه پښتونخوا

١٥ مارچ  ٢٠٠٩م  کال _ چمن

سوی فغانبشپړ شعر ولولئ

سوی فغان

عادل اڅکزی

• که جهاد د بې ګناه انسان وژل وي
• که په کینه باندي مینه قتلول وي
• چي د مور د نس ماشوم وي بې امانه
• چي ناحقه د سرو وینو تویول وي
• » » »
• کلک منکر دي له دې کړني یُو خونکاره
• طرفدار دي د وژني یُو خونکاره
• موږ د حق په نیت قلم له تیکي کښلی
• ستا په باب بوخت په لیکني یُوخونکاره
• » » »
• خپلي خاؤري ته د مور په نظر ګورو
• یرغلګر ته د نسکور په نظر ګورو
• چي رڼا یې په تیارو کړله بدله
• داسي چاته د مختور په نظر ګورو
• » » »
• موږ د ژوند په حقیقت یُو پوهېدلي
• د بشر په لوړ قیمت یُو پوهېدلي
• قدردانه یُو د زړونو د ساتونکو
• د ښکلا په نزاکت یُو پوهېدلي
• » » »
• په خوښۍ باندي پرېولو د غمو ټکي
• و ګناه ته ږدو فقط د توبو ټکي
• نور به نه څاڅي له زړونو توري اوښکي
• له خپلوۍ به وباسو د پردو ټکي
• » » »
• موږ د میني په کتاب کي سره یؤ یُو
• د زمان په هر یؤ باب کي سره یؤ یُو
• د توپیر کرښي ترمنځ پاکول غواړو
• په سپوږمۍ او په افتاب کي سره یؤ یُو

توره اوښکهبشپړ شعر ولولئ

توره اوښکه

عادل اڅکزی

توره اوښکه

اڅکزی

استعداده؛ ستا د قتل بازار تود دی
په دې سيمه کي د کرکي روزګار تود دی
زوړ محل چي مي اباد کړلو په مينه
د وحشت باندي پر څه اوس يلغار تود دی
ذايقه او مېکده به څنګه ورکړي
چي په وينه د ساقي يې خمار تود دی
د قربت د لاري ور يې ورتړمه
دچا زړۀ چي تل د بل په ازار تود دی
د سړې افسانې وخت لمن کړه ټوله
حقيقت دی راختلی کردار تود دی
څه دي خيال دی د ړندو سترګو موريده؛
د تنکي پير په حلقه نن دربار تود دی
ستا د هجر تر بې شمېره ماښامونو
د وصال ښکلی منظر او سهار تود دی
له ذاهد څخه په پټه دا پوښتمه
پايزېبي شرنګ او که پړی د دار تود دی؟
د زخمونو خولې مي وازي ستا ثنا ته
دي نيولي په دې نيت چي انکار تود دی
د ضمير پر سپينه پاڼه سور تحرير مي
ازانګې پاشي غوږو ته کشتيار تود دی
طرفدار چي د يوې خبري زه سوم
ځکه يؤ ياد مي پر زړۀ د نګار تود دی
نه دي عقل نه دي نکل ته محتاج يم
تش د ميني و نظر ته مي څار تود دی
دا سيالي نه ده عادله؛ بدبختي ده
چي په وير کي د خپل ورور دي سيتار تود دی

الوتی خيالبشپړ شعر ولولئ

الوتی خيال

عادل اڅکزی

نور مي نو څوک قسمته ؛
په دې بد رنګ محيط کي
په زړۀ کي ځای نلري
نه مي د ذهن پر هسک
د چا يؤ ياد ځليږي
نه اوس ډېوې بلوم
د انتظار په شپه کي
نه به يې لاري څارم
په روڼ کاروان د اوښکو
نور نو هغسي نه يم
چي په زارۍ به ومه
ما کړله ځان ته خوښه
د بېلتانۀ توره شپه
ما بېل سفر راپېل کړ
زه يؤ تنها وجود يم
خوښ يم له ځانه سره
په لېونۍ شېبو کي
نور اندېښنې نه کوم
نور شوګيرې نه کوم
نه د وصال تږی يم
نه د جمال تږی يم
ظاهر پرست رنګونه
ما جلبولای نسي
ما د باطن د خوږلت
څکه په ځان وکړله
نور نو زه دلته نه يم

٢٠٠٩/٩/٢٢
چمن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادل اڅکزی

سهېلي پښتونخوا چمن

له مکــــره ډکــــه خواخوږي
نـــــن يؤ پــه دوه ژړيږي
لکــــــه قاتل چـــــي د مقـــتول پـــــر جـــــنا زه ژړيږي

ظاهـــــر پرسته د باطن و نور ته نـــــه سي ورتـــلای
تر څو شمعه نه سي پــــه سوز چي ټوله شپه
ژړيږي

يواځي زه نــــــه يم وران کوره په سوزمن حالت کي
ستــــا پر ناخــــــوالــــــو د زم
ان هـــــره لحظه ژړيږي

د ژونـــــــد پر مېنه سوم لــــه داسي مشغلا سره مخ
تنها شېبو تـــــــه مي د تللـــــــي يار کيـــــسه ژړيږي

تعبير يې څـــــــــه دی د عادل شاعرانـــــــــه قلـــــمه؟
د زړۀ پـــــر غــــــــولي مي د حسن فريشـــــته ژړيږي

٦جون ٢٠٠٩م کال

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادل اڅکزی

چمن محکومه پښتونخوا

مين نظر مي له ښکلا څخه مخ نه اړوي
لکه تور
زن چي له بلا څخه مخ نه اړوي

د پاکي ميني لاروی چي تر منزله درومي
بې درېغه ګام وهي له چا څخه مخ
نه اړوي

محکومه وينه اوبه خور د کروندو سوله نن
وير جن بهير له پښتونخوا څخه مخ نه اړوي

و داسي چاته نور ممبر په واک کي نه ورکوو
چي وي ملا خو ، له ګنا څخه مخ نه اړوي

تر څو چي
پاڼي او قلم وي له عادل سره ملۀ
د رقيبانو له مدعا څخه مخ نه اړوي

٧ می ٢٠٠٩م کال (چمن)

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادل اڅکزی

زمـــــا له زړۀ ستــــــا لـه لېــمو وريږي
ويني او اوښــــــکي به تر څو وريږي

د ماتي ســــوي اينې پر وجـــود
پښتـــون تصوير مي
پر چاکو وريږي

اوس د باران پر ځــای قسمته ؛ دلته
لمبې د ســــــوات پر منــــظرو وريږي

د امتحــــــان او د جـــانان په منځ کي
رنځور خيـــــــــــالونه پر نېزو وريږي

په تنهــــايي کي يې صورت اوبه سو
عــــادل د ميني پر ورشـو وريږي

٨ می
٢٠٠٩م کال _ چمن

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عادل اڅکزی

د خوار زړګي رحمان مزار مي رانه مه ورانوه
په مينه جوړ ښکلی يادګار يادګارمي رانه مه ورانوه

دتصوف ډېوه چي بله په پښتو کي چا کړه
ها د عظمت لوړ افتخار مي رانه مه ورانوه

له فريادي چيغو نه وکړه يؤ څه ترس رقيبه
د دروېشانو د کور لار مي رانه مه ورانوه

د وينو رنګ دي دباران په تالابو کي توی کړ
خوني زمانه روڼ شهکار مي رانه مه ورانوه

ما و قلم باداره ستا در ته لمن نيولې
د وران کورګي يؤ روغ چينار مي رانه مه ورانوه

چي نه د
خپل او نه د بل تر منځ توپير کوي څوک
د ويښ تړون مشفق سالار مي رانه مه ورانوه

عادله ؛ ستا د
زړۀ پرهار په وينو داسي وايي
د سباوون د ژوند رويبار مي رانه مه ورانوه

٤ اپرېل ٢٠٠٩م کال
(چمن)

دوه بېتونهبشپړ شعر ولولئ

دوه بېتونه

عادل اڅکزی

دوه بېتونه

عادل اڅکزی

چمن پښتوخوا
چي تر غوږ یې د غیرت د توري شور سي

د رقیب مخ به سي ژړ زړه به یې تور سي

د قوي عزم خاوند
نه پر شا کیږي

حېدري ناره چي وسي لښکر زور سي